فرهنگ د انسان په شاوخوا مفهوم پيدا کوي؛ ” ښه فرهنگ” او “بد فرهنگ” نه توجيه کيدونکي مفهومونه دي

عکس مفهومی

“بي فرهنگ” او ” بي فرهنگي” سپکونکي مفهومونه دی

دستگیر روشنیالی

د فرهنگ په هکله ډير تعريفونه شته دی او په دي هکله د پوهانو ترمنځ زيات بحثونه کيږي او تر اوسه داسي تعريف نشته دي چي په هغه د پوهانو پوره توافق تر لاسه شي. يو شمير د فرهنگ عامه جنبه بيانوي او بل شمير بيا د فرهنگ ځانگړي او يا خاصی خواوي په گوته کوي. فرهنگ يوه پراخ، څوگونی او پيچلی مفهوم دی.  فرهنگ د تاريخ په اوږدو کي د بشر د مادي او معنوي لاسته راوړونو مجموعه ده. فرهنگ د انسان د فکر او عمل لاس ته راوړنه ده او د انسان ژوند هميشه له فرهنگ سره مل دی. فرهنگ د هغو ارزښتونو مجموعه هم ده چي يوه وگړی، يوه ټولنيز گروپ ته هويت ورکوي او الماني فيلسوف هايدر Herder فرهنگ د معنوي، ادبي، هنري ارزښتونو د مجموعي په توگه پيږني.  فرهنگ له هماغه پيله او بيا تر اوسه پوري هغه لاس ته راوړني دي چي انسان يي د غوښتنو، د هيلو او د اړتياو په اساس را منځ ته کوي.

 همدا دم ټولنه نوي غوښتنې او نوي اړتياوې لري، کوم چي د نوی او يا ” مدني فرهنگ” غواړي، هغه فرهنگ چي د برابري، ازادي او عدالت تر څنگ د وگړو تر منځ باور را منځ ته کړي. د خلکو حاکميت، دموکراسي او د قانون واکمني د همدي غوښتنو او د همدي اړتياو په بنياد ايجاد شوي انساني او فرهنگي لاس ته راوړني دی.

فرهنگونه له يو بل د ښه او بد په معيارونو نه جلا کيږي. ” ښه فرهنگ” ” بد فرهنگ” نه توجيه کيدونکي مفهومونه دي او ” بي فرهنگي” يو سپکونکي مفهوم دی. هر څوک او هرانسان په يوه فرهنگ کي لويږي او هيڅوک بي فرهنگه نه دي. فرهنگونه د زماني د غوښتنو او د انساني ارزښتونو په معيارونو سنجول کيږي او هغه فرهنگ او يا د فرهنگ هغه برخي چي د زماني او د انسان غوښتنو ته ځواب نشی ورکولاي بدلون او يا هم لغوه کولو ته ضرورت لري او د نه بدلون په صورت کي د پرمختگ په وړاندي په يو خنډ بدليږي او پيروانو ته يي د وخت او تاريخ بايلونکي ويل کيږي. نه بدليدونکی فرهنگ اويا د فرهنگ نه بدليدونکي برخي په اوږده موده کي ايديولوژيکي، انحصاري او تحمیلي بڼي پيدا کوي او د قدرت په وسيله او توجيه بدليږي. فرهنگونه دواړه يو ځای کونکي او ويشونکي ځانګړتیاوي لري. څومره چي د فرهنگ انساني ځانگړتياوي پراخي او پیاوړي کیږي په هماغه اندازه يو ځای کونکي تاثیر لري.

له بده مرغه دموږ په ټولنه کي د انسان په ځای فرهنگ او په تيره بيا د فرهنگ هغه برخي چي له انساني غوښتنو او زماني سره په ټکر دي د د ټولنيز چلندونو لارښوونه کوي. انسان د فرهنگ ، دودونو او اصولو له پاره نه دی، فرهنگ، اصول او دودونه د انسان له پاره دی. که انسان په فرهنگ کي لويږي او انسان په ټولنيز لحاظ د طبعيت په ځای د ټولني محصول دي، فرهنگ هم د انسان په شاوخوا مفهوم پيدا کوي او د انسان لاسته راوړنه ده او فرهنگ د انسان د ژوند کولو په چاپيريال کي را منځ ته کيږي او هغه څه چي له دي چاپيرياله د باندي وي فرهنگ نه دی. نه يوازي د فرهنگ، بلکي د هر ډول ټولنيزي پديدو، جوړښتونو او اړيکو په محور کي انسان دی. انسان تر ټولو مهم دی او هيڅ شی د انسان په اندازه نړيواله ځانگړتيا نه لري. هر څومره چي انسان او انساني ارزښتونو واکمن کيږي په هماغه اندازه فرهنگ هم انساني او نړيواله بڼه غوره کوي.

موږ د دواړو وخت او تاريخ بايلونکي يو.

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.

Top Reviews