ملي او اخلاقي ارزښتونه او بحرانونه

بنی آدم اعضای یکدیگر اند
بنی آدم اعضای یکدیگر اند
استاد اکبر کرگر
استاد اکبر کرگر

 

 

 

محمد اکبر کرگر

۱·ارزښتونه څه ته وايي؟

څيړونکي دارزښت اوارزښتونو مفهوم په بيلابيلو ساحو اوحوز وکې کارولي شي۔داچې په ډېرو ساحو اوڅو بعدونو کې دهغې مصداق پلټل کيږي په خپل ذات کې دپيچلتيا اوابهام سبب کيږي ۔ په عمده توگه په درې گونو برخو اويا ساحو کې په دې مساله بحث کيږي ۔ لکه اقتصاد ، ټولنه اوفرهنگ  ۔خو هغه څه چې تر زياته حده زموږ دبحث پورې اړه لري فرهنگ دی ۔ دفرهنگ ارزښتونه له ټولنې اوپه ټولنه کې دانسان سره نږدي تړاو لري ۔ارزښتونه دعقايدو ،باورونو په بنسټ يو ډول دوامداره اودزيات وخت له پاره دانسان په ذهن کې په يوه شي اويا دستور باندې ثابت درېدل  اوټينگار دی ۔ په ټولنه کې دافرادو کلي ماډلونه جمعي حکمونه اوکرداري عادات دټولنيزو ارزښتونو جوړوونکي دي ۔ دا ارزښتونه عموما له شخصي ،فرهنگي اوقضايي ارزښتونو څخه جلا نه دي ۔ په دې لړ کې هغه ټول ارزښتونه چې يوې ټولنې يا ټولنيزو ډلو پرې توافق کړي وي، راتللي شي ۔

دفرهنگي چلندونو اومخامخ کيدنو يومعيار دادی چې دټولنی غړي يو له بله ځينې هيلې اوغوښتنې لري ۔ دا غوښتنې له يو فرهنگ نه تر بل هغه پورې توپير لري ۔ فرهنگي چلندونه اومقابلې دېوې ټولنې دفرهنگ پورې اړه لري اوبيلابيل شکلونه هم لري چې له هغې جملې يو چلند يې ارزښتونه دي ۔ ماروين اولسون په دې برخه کې څلور عنصره عمده بولي :باورونه ، ارزښتونه ، چلندونه اودهغو تخنيکي مسايل  ۔ياداسې هم ويلي شو چې ارزښتونه هغه ژور احساساست دی چې دټولني غړي پکې شريک دي ۔دغه احساسات غالبا هغه اعمال اوچلندونه دي چې دټولنې دوگړو کړنلاره ټاکي ۔په هره ټولنه کې دټولنې فرهنگي مقولات ، اخلاقي مفاهيم  او معيارونه با ارزښته بلل کيږي ۔ دځينو له نظره ارزښتونه دقضاوت اوپيژندنې له پاره دمعيار په توگه هم ياديږي چې له عقايدو سره توپير لري ۔ ارزښتونه هم داحسساساتو برخه وي اوهم دشناخت اومعرفت ټولگه کيدای شي ۔

دبحث په دې برخه کې اړه ده چې دسننو اوارزښتونو په مشخصاتو لږه رڼا واچوو۔ دسننو اوارزښتونو توپير په دې کې دی چې سنتونه له ديني پلوه يو اسماني حقيقت اوسپيڅلي صبغه لري ۔ دنويو اوپرله پسې افاضاتو لاره ده  چې دزيات تکرار په وجه دعاداتو په توگه را برسيره کيږي اوپه گډ او ټولنيز ذهنيت کې يا دټولنې په روان کې ځای نيسي ۔ دانسانانو دا ډول تگ اوچلند نه شي کولای دچلندکوونکو له کړنو څخه گوښې اوبې اړېکې وارزول شي ۔

همدارنگه ارزښتونه ،اداب اورسوم هم يو له بله سره اړيکې لري ۔ ارزښتونه داسې معيارونه دي چې دټولني په کلي فرهنگ کې ځای نيسي اوټولنې ته مانا اوهويت ورکوي ۔ چې دهغود مشخصاتو له مخې پيژندل کېږي ۔ دمثال په توگه پښتانه دميلمه پالني اوازادي غوښتنې ،ميړاني  اوپه مجموع کې دپښتنوالي په کودکس Code of conductباندې وياړي اودهغو ټول دارزښتونو ټول بولي ۔ له بلې خوا ارزښتونه دشخصي قضاوت پورې اړه نه لري ۔ بلکې دافرادو تر منځ نږدي اړيکي دخلکو په منځ کې له ارزښتونو سره ملگرتيا اوپه دې لار کې دتداوم له رعايت څخه عبارت دي· خو رسوم اواداب دټولنې دټولو وگړو تر منځ عادي اوگډ خصلت دی ، دټولو ارزښتنو سره درجه بندي کيږي اوهر فرهنگ ته ځانگړنه ورکوي ۔

په انگريزي کې ورته  Valuesاوپه ځينو مواردو كې ورته Norms،هم وايي .يا په بل عبارت ارزښتونه هغه معنوي اصول دي  چې يو شخص يا ټولنه له هغو څخه  ديوهدف دترلاسه کولو په موخه خاصه تگ لاره غوره کوي اود هغو پر اساس پر مخ ځي . په ټولنه کي کلي تگ لارې چلندونه ، مودلونه ، نمونې اومثالونه ددې سبب کيږي چی هغه دشخصي اوفرهنگي ارزښتونو بيلگې شي. داسې چې په جمعې توگه دټولو له خوا ومنل شي  .په محدوده مانا کله هم دفرهنگي اخلاقي اوديني ارزښتونو يادونه هم کيږي . چې دا هم ديو ډول ټولنيز يووالي اوبيا دهغو دمنل کيدو  اوپراختيا سبب کيږي . په دې اساس عدالت ، انسان دوستي  يو ټولنيز ارزښت دی .

ارزښت دعقيدي اوباور ونو په بنسټ يو ډول دوامداره اودزيات وخت له پاره دانسان په ذهن کې په يو شي يا دستور باندې ثابت دريدل هم دي. کلي ماډلونه جمعي احکام اوکرداري عادتونه ټولنيز ارزښتونه جوړوي . دا ارزښتونه عموما له شخصي , فرهنگي اوقضايي ارزښتونو څخه جلا  نه دي . په دې کې هغه ټول ارزښتونه راتلای شي  چې يو ه ټولنه يا ټولنيزی ډلې پری توافق وکړي يا يې کړی وي .

ومو ويل چې ارزښت يو داسې مفهوم دی چې زياتره څيړونکي  ورته په بيلابيلو ساحو اوحوزو کې پام کوي  ،چې دا پخپله دابهام اوپيچلتيا سبب کيږي .دارزښتونو مفهوم  د ويليام رامونډ په قول په دوه اصلي اواساسي مانا وو کارول کيږي . چی يو يې ټولنيز ارزښتونه نوميږي او هدف يې هغه ارزښتنا ک اوگټور شيان دي چې ټولنه پري پام کوي اوهغو ته درسيدو اوتر لاسه کولو له پاره هڅه کوي . په دويمه مانا ارزښت دمختلفو چارو په باره کې يو اخلاقي قضاوت کول دي . چې هغو ته فرهنگي ارزښتونه ويلي شي .

۲·دارزښتونو فلسفي –ټولنپوهنيز بنسټ :

دارسطو په نظر په انساني عاداتو کې دفضيلت لرل يو صفت دی اوهم په خاصو مواردو کې دعمل کولو يو خصلت دی . خو نن ورځ دفضيلت مفهوم زياتره په اخلاقي مواردو کې کارول کيږي . هغه څوک دفضيلت خاوند گڼل کيږي چې په مثبته ډول داخلاقي ارزښتونو مراعات کوي . خو ارسطو دفضيلت مفهوم دانسان دستر توب اودلويوالي سره معادل بولي . هدف يې دادی چې دفضيلت له کليمي څخه اخلاقي مفهو م نه اخلي . دارسطو په نظرد فضيلت خاوند کيدل ددې مانا لري چی ديو لړ کمالاتو خاوند واوسو ، داسې کمالات چې يو لړ يې هيڅ داخلاقي ارزښتونو سره تړاو نه لري . ان تر دی چې دغه نظر دنيکو ماخوس اثر تر پوښتنې لاندې راولي ،ځينې مفکرين باور لري چې دا يو اخلاقي اثر نه دی يا داخلاقو فلسفه نه ده . داسې تصور هم موجود دی چې کوم اخلاقي صفات چې دنورو له گټو اومنافعوسره تړاو لري، مانا نه لري . ارسطو څو اساسي فضيلتونه يادوي : يو څوک چي زړور دی هيڅ کله پرې ډار غلبه نه کوي زړور سرتيری دخپلو ملگرو دژغور له پاره له ځانه تيريږي . ترهه اوډار نه شي کولی هغه تنبلۍ ته را وبولي . ددولت پر ضد اعتراض کوونکي دخپلو غوښتنو دترلاسه کولو له پاره کلک دريږي . اوخپل نظر وايي ان زندان ته درومي يا يو څوک چې خپلې پيسی يو چاته چې ورته اړ دی ورکوي دا هم يو فضيلت دی . خو ارسطو ددوه ډوله فضيلتونو تر منځ توپير کوي .
اخلاقي فضيلت اوعقلاني فضيلت .
اخلاقي فضيلت لکه اعتدال چې دزده کړي له لاري تر لاسه کيږي اوپه عادت بدليږي . په عقلاني فضايلو کې له تفکر اويا فکر نه کار اخيستل کيږي .ارسطو په ټولو فضايلو کې گډ جوړښت ويني . فضايل ددوه قطبونو افراط اوتفريط تر منځ واقع وي چې ارسطو يې حد وسط بولي . فضيلت مندانه عمل يو منځنی اومعتدل هغه دی چې يو شخص په عملي حکمت باندي سمبال وي .

هغه څه چې دلويديځې نړۍ  ټولنپوهانو ته ډير اعتبار  لري دادي چي ارزښتونه دعقل توليد ات بولي . دهغو دتعريف له مخي ارزښتونه يوه اعتقادي مساله ده . چې دټولنيزو څيړنو اويا ارواپوهنې له مخې چې صدق اوتوجيه يې امکان نلري دهغو موجوديت  اوشتون  کشف شي . په عين حال کې ارزښتونه دهر ډول منطقي اوهدف مند اواگاهانه کړنو  نهايي سرچينه هم ده . مارکسيستان دارزښتونو دټاکلو له پاره اقتصادي گټي اوطبقاتي جگړه ټاکوونکي بولي .

دسنتونو  اوارزښتونو توپير په دې کې هم دی چی سنت له ديني پلوه يو اسماني حقيقت اوسپيڅلي صبغه بيانوي  او دنويو اوپرله پسی افاضاتو لاره ده · خو دټولنپوهنې له نظره دچلند اوفعاليت يوه داسې  لاره ده   چې دزيات تکرار په وجه دعاداتو په توگه را برسيره کيږي اوپه گډ ټولنيز ذهنيت کې يا دټولنې په روان کې ځای نيسي . دانسانانو دا ډول تگ اوچلند نه شي کولای دچلند کوونکو له کړنو څخه گوښې اوبې اړيکې وارزول شي .

اکبرن اونيمکف په خپل اثر ((دټولنپوهنې زمينه )) کې دارزښتونوپه باب څرگندونې لري ۔ هغوۍ په دې باور دي چې هغه پيښه چې دټولو خلکو په نظر دحساب اوپاملرنې وړ وي هغې ته ارزښت وايي ۔ ټولنيز ارزښت دټولنيزو تمايلاتو (  Attitudes) انگيزه گرځي ۔ټولنيز تمايلات هغه کلي تمايلات دي چې په هر وگړی کې رامنځ ته کيږي ۔دپوهې ادراکاتو ،عواطفو اوکړنو ته په ټاکلي مسير اواستقامت کې حرکت ورکوي ۔دغه تمايلات چی دسختو عاطفې چلندونو سره يو ځای وي   عقده  ( Complex ) بلل کيږي ۔ خو هغه تمايلات چې ددرک اوپوهيدنې اړخ يې کمزوری وي خو ژورې ريښې ولري تعصب يا له وخته مخکې قضاوت بلل کيږي ۔عمومي باور اوذهنيت هغه قضاوت دی چې هم عاطفي اړخ لري اوهم له تعصبه ليري دی ۔ که چيرې عمومي عقيده په شدت سره تعميم شي نو اوږدې ريښې ځغلولی شي اوداجتماع يا عمومي وفاق په ډول را منځ ته کيدای شي ۔

دارزښتنو مساله په واقعيت کې په دوه پړاوونوکې تحليل کيږي: يو دټولنيز وفاق له مخې اويا هغه شيان چې دفرد اويا ټولنې دفرهنگ په بنسټ ښه اوغوره وارزول شي ۔ دارزونې دغه شرايط دفرد له واک نه بهر دي اومنبع يې هم دفرد په نسبت بهر ده په مجرده اوانتزاعي توگه شخص دټولنيزو ارزښتونو منبع هم ده۔ دا چې يو شخص دخپلو اعمالو مسووليت په غاړه اخلي ښه عملونه يې دستايني وړ اوبد يې دنه منلو وړ دی چې دشخص په نسبت دروني سرچينه لري ۔

سره له دې چې فرد ځانته هدفونه ټاکي خو فرهنگ په کلي توگه ځينې اهداف خپلو وگړو ته مطرح  کوي ۔ يادونه بايد وکړو  چې ټولنيز ارزښتونه له اخلاقي پلوه ديوې پديدې دسمښت اواهميت ټاکوونکي دي ۔ ارزښتونه دپوهيدنې وړ دي ،عاطفي دروندوالی اووزن لري اودزياتو افرادو اوډلو ترمنځ گډ او شريك دي  ۔په ځينو ټولنو کې ځينو ارزښتونو ته زيات اهميت ورکول کيږي اوځينو ته لږ ·دارزښتونو بدلون پر ادابو اورسومو اوسننو هم اغيزه کوي ۔ له کومه ځايه چې ارزښتونه اوتمايلات دفرهنگ له مخې پيژندل کيږي نو له يوې ټولنې څخه دبلي په نسبت توپير لري ۔

اوپه واحد جغرافيايي چاپيريال اودځانگړو تاريخي پيښو په تيريدو سره يو ډول مادي اومعنوي ودې اوپراختيا په درلودلو سره په تدريج سره ورته اويو شان  عادات خپلوي ۔ ورته اداب اوذوقونه ،سليقي ،منطق اودکار سبک لرونکي کيږي ۔

څرگنده ده چې دا ډول ايجادوونکي علتونه خوځنده دي اوددغه خوځنده اومتحرکو عواملو معلول يعنې دټولنې روان هم خپل ديناميزم لري ۔ لکه څنگه چې انسانان دبيلابيلو ټولنيزو چاپيريالونو کې دودې په بيلابيلو شرايطو کې بدليږي ۔  دټولنې روحيات هم بدلون مومي ۔

ارزښتونه دتجاربو اومتقابلو ټولنيزو اړيکو اوچلندونو له لارې يوی نه بلې ته انتقاليږي . ځينې يې د مخکينې عمل په بنياداوځيني يې کليشه شوې يا ستيريو تايپ په ډول انتقاليږي .

دسارتر له نظره ارزښتونه اواحساسات لږ پيچلي اوناروښانه دي .دهغه باور دادی چې په چټکۍ سره نه شو کولای دخپلو افکارو اواندو سره هغو ته انطباق ورکړو . هغه وايي بله لاره نشته پرته له دې چې ځان غرايزو ته وسپارو .

دسارتر ليد په دې برخه کې فلسفي هغه دی اوزيات په فرديت باندې متمرکز دی، له هم دې لارې قياس ته رسيږي ۔هغه ديو ځوان مثال راوړي . يو ځوان غواړي يو کار ترسره کړي ·اوپه دې لړ كې داحساساتو اعتبار برجسته كړي ·

دمثال په توگه يو ځوان چې مور يې يو بل زوی په جگړه کي له لاسه ورکړی  دی يوازې اوبې سرپرسته پاتې ده  . ځوان له دوه ستونزو  سره مخامخ دی  يو داچي ايادهيوادنۍ جبهي په ليکو کې ځان ثبت کړي، جنگ ته ولاړ شي چې وطني داين ادا کړي او په دې ډول دخپل و رور بدل هم واخلي اوکه دمور سرپرستي وکړي . هغه ويني چې که جبهي ته ولاړ شي ، کيدای شي ژوند يې په خطر کې واقع شي  بيرته ژوندی را ونه گرځي اوکه له موره سره پاتي شي ممکن خوندي وي· خو ديو ځوان په توگه څنگه کولای شي دوطن داين هير کړي له دې امله ځوان  په  دوه ارزښتونو کې ديوه دغوراوي سره مخامخ دی ،مور اوکه دوطن نه دفاع .

سارتر پوښتنه کوي  ديو احساس ارزښت څنگه ټاکل کيږي ؟. ايا هغه يې دمور په نسبت ټاکي ؟ نو عملا له مور سره پاتې کيدل .يا که څوک ووايې چي يو دوست مې دی غواړي يوڅه مالي مرسته ورسره وکړم خو دا تر هغه وخته دنه منلو خبره ده چې مرسته  ورسره نه وي شوي . کله چې مرسته وشوه  نو مالوميږي دوست ارزښت لري اوکله  چې جنگ اوجبهي ته ولاړ نه شو نو جوتيږي چې مور ورته ارزښت لري .

سارتر وايي چې داسې ويل کيږي چې ارزښتونه جدي نه دي دا ځکه چی تاسو يې غوره کوئ . ددې ځواب داسي ورکوي چې : کله چې واجب الوجود دبشر دسرپرست له نوم ليرې کړو نو يو څوک بايد دارزښتونو د هستولو له پاره دهغه ځای ونيسي . دا چې وايي بشر دارزښتونو هستوونکی دی نوله دې پرته بله مانا نه لري چې ژوند مخکې له مخکې بل مفهوم نه لري .

مخکې له دې چې تاسو ژوند پيل کړۍ  ژوند په خپل ذات کې هيڅ دی خو ستا سو په اوږو بار دی چې مانا ورته ورکړۍ . ارزښت بل څه نه دی  پرته له دې چې هغه څه چې مانا ورته غوره کوۍ په نتيجه کې دبشري ټولني ايجاد دهمکارۍ اوتړون له مخې امکان لري .

دلته دسارتر ارزونه اوشننه كومه ټولنپوهنيزه فرهنگي هغه نه بلكې فلسفي اړخ يې دفرديت په مقياس پياوړی دی · ·

(۳) ا رزښتونه اونړيوال کيدنه :

کله چې دنړيوال کيدو په شرايطو کې فرهنگي تحولات څيړو ،پوهيږو چې دفرهنگ مرکزي هسته ارزښتونه اوتگ لارې  دي ۔ دتايلور دتعريف له مخې ارزښتونه اوروشونه دفرهنگ ډيره  مهمه برخه جوړوي اوپه همدې دليل موږ غواړو ديو لړ فرهنگي تحولاتو په ماهيت باندې اود هغه پايله ،چې له  دغو بدلونونو څخه ترلاسه کيږي، خبرې وكړو ۔ ددې بحث يوه پوښتنه دا هم کيدای شي چې ايا سنتی ارزښتونه کولي شي په راتلونکي کې هم خپل ژوند ته دوام ورکړي اوكه له ننگونو سره به  مخامخ شي ۔ ايا ديني معتقدات به څنگه شي ايا ديني اومذهبي عقايد به پياوړي شي اويا داچې لکه څنگه چې دمدرنيزم هدف وو له انساني ذهن  څخه به يوې څنډې ته شي ؟

نړيوال کيدنه يو نوی بهير دی چې سيمې اوجغرافيايي محلات را نغاړي اويا سيمي اومحلات نړيوال کوي ۔ خو ددې په خوا کې كه دارزښتونو بحث دټولنپوهنې له نظره داتعريف چې وايي ارزښتونه دچارو اوعقايدو ټولگه ده چې ټولنه ورته اهميت ورکوي ۔اوپه يوه گډ ارمان بدليږي دا هم څرگنده ده چې هر ټولنه جلا ارزښتونه لري۔

خو په نوي بهير کې دارزښتونو انتقال تر سره کيږي ۔ نوی ارزښتونه رامنځ ته کيږي يا نفوذ کوي يا جذبيږي ۔ دټولنيزو کړنو په ترڅ کې ددغه ارزښتونو اندازې ته پام کوو، لکه کورنۍ چاپيريال چې تل زموږ دپام لاندې دی ۔

په دې اساس ارزښتونه هماغه څه دي چې دښه اوبد په نوم يې ټولنه يادونه کوي ۔ دټولنيز نظام پايښت په ارزښتونو ولاړ دی ۔ټولنيز ثبات په ټولنه کې دفرهنگي مثالونو يا نمونو په ساتلو چې دهمدغه فرهنگي ارزښتونوټولگه ده ،شتون لري ۔ خو  کله چې په ټولنه کې دارزښتونو بدلون راځي بې نظمي هم ورسره راځي اوټولنيز ثبات له منځه وړي ۔ دنړيوال کيدلو په شرايطو کې چې ايديولوژيک بُعدلري اودبايد اونه بايد کلمات وکاروي، ځينو ارزښتونو ته بدلون ورکوي ۔ نړيوال کيدل دمدرنيته په څير چې يو ټولنيز بدلون وو له  ارزښتونو سره تړاو لري ۔

په مدرنيته کې لکه څنگه چې په نفوسو کې بدلون رامنځ ته شو ،نړيوال کيدل هم کولي شي دارزښتي تغييراتو له پاره مهمه سر چينه وی اوکولي شي چې بنسټيز ارزښتونه بدل کړي ۔

مدرنيزم ستر بدلون راووست ۔ انسان درنسانس مرکزي اودبحث اصلي موضوع وگرځيده ·تيولوژي گوښې ته شوه ۔ اوکليسا خپل انحصار ورو ورو له لاسه ورکړ  نړيوال کيدل هم چې دمدرنيزم په تعقيب نړۍ په واحد کلي بدلول غواړي کيدای شي دا ډول بدلون را منځ ته کړي ۔

۴-زموږ ارزښتونه او موجوده بحرانونه :

افغاني ټولنه چې يو ډول غير متجانسه اونابرابره هغه ده هم په عمودي اوهم په افقي لحاظ ، هم دقومونو اونژادونو دتجانس اوهم دفرهنگونو اودارزښتونو دموجوديت له مخې نابرابري لري ·له څلورو پنځو لسيزو را په دې خوا دسختو گډوډيو سره مخامخ ده ۔ په اوسنيو شرايطو کې يا په بل عبارت داېديولوژي ددوران له پای وروسته اودتمدنونو دټکر ددوران په پيلامه کې دسختو اوشديدو بدلونونو سره مخامخ ده ۔

دژوند په هره برخه کې يو بدلون را منځ ته کيږي ۔ هغه څه چې سياسي محور کې تر سترگو کيږي په اقتصادي اوفرهنگي قاعده کې دبدلونونو انعکاس گڼلې شي ۔دلته له جگړې اوجنگي حالت نه دثبات په لور تيريدنگ له استبدادي قدرت څخه دديموکراسۍ، له قوميت اوطايفوي يا مليتي يا نژادي واحدونو څخه دملت کيدو په لور تيريدنگ دی ۔

موږ په داسې يو پړاو کې يو چې په يو هيوادکې اوسو ،خو دومره له ځانه پردي يو چې ځينې خلك  ددغه هيواد په نامه شرميږي  اويا يې نوم په رسميت نه پيژني ·  چې دا پخپله دارزښتونو دبحران كيسه ده ۔ موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې په رڼا ورځ يو ناموس په عامه لاره کې وهل کيږي اوورته اور اچول کيږي ۔ په داسې يوه ټولنه کې چې دلوې منصب خاوند په کې دگاونډي  هيواد جاسوسي  کوي·دغه جاسوسي كول يو وخت په افغاني ټولنه كې دننگ اوشرم خبره وه خو دغه كسان پرې نه شرميږي ۔البته ددې حالت دبدلون په لور حرکت شته خو دا حرکت ډير ورو اوبطي دي ۔ دلته زموږ دټولني له پاسه اسمان دتعصب اوخرافاتو ځای نيولی دی ۔ دروغ ، غلا تير ايستل اوپه رڼا ورځ دبيت المال په بډه وهل لاسبری فرهنگ دی ۔ دلته ديپلومونه په شوگير اوبې خوبۍ نه بلکې په پيسو تر لاسه کيږي ۔ يو وخت مو افسانه اواوازه اوريدلي وه چې په بهر ملکونو کې خرو ته ديپلوم اودوکتورا ورکوي ددې خبرو مصداق اوعيني انطباق اوس په افغانستان کې دی ۔

دارزښتونو  له داسې بحران نه وتل اوږودصبر  اوله زغم نه ډکه پروسه ده ۔ دقدم په قدم ثبات سره دبحران څپې ورځ په ورځ کميږي ۔

تر مخه تردې افغانې ټولنه يو ډول تړلي ټولنه وه ·دنورو گاونډيو ټولنو سره په تېره لويديځې نړی سره يې اړېكې دومره زياتي اوچټكې نه وي· فرهنگي اوټولنيز ارزښتونه اوسنن هم په خپل دوديز ډول پاتې وو· افراد په ټوله كې ددغه ارزښتونو رعايت ته په غاړې ايښودو اړ اومستوجب ول·  دغه پروسه كه له يوې خوا دټولنيزو –اقتصادي بدلونونو سره مخامخ شوه،نوی عناصر دټولنې جوړښت ته داخل شول ،نو له چټكو سياسي بدولونو نو سره هم مخامخ  شوه ۔د سياسي بدلونو نو سره  په موازاتو كې كه له يوې خوا نظامونه اوسياسې رژيمونه اودبهرنيانو راتگ اغيزمن وو ، نو له بلې خوا يو ډول كتلوي كډوالي اوگاونډيو هيوادونو ته مهاجرت بيا  بل فكتور وو چې دټولنې پخوانې شكل يې وننگاوه · په دې ډول ډېر دوديز ارزښتونه  له يو ډول بحران او دصادراتي پانگوال نظام په رامنځ  ته كيدو سره  له ننگونو سره مخامخ شو ل · داسمه ده چې چې په دې كتلوي مهاجرت كې ډېر نوی فكتورونه لكه عالي زده كړې  دبهرنيو ژبو زده کړې ، کامپيوتر ، نوی مهارتونه او نوی ليد توگي اودژوندانه دپر مخ بيولو نوی لارې چارې خپلې شوې خو ددې په خوا كې يو نوی نسل  چې كله هيواد ته راغې دگانډيو هيوادونو دټولنو ځيني منفي ارزښتونه هم دوی له ځانه سره خپل كړي  اوراوړل ·

د۲٠٠۱ كال دسپتامبر  له ۱۱ مې نيټې وروسته په اقتصاد كې لوی بدلون راغي · ټولنه هماغه ډول لگښتې پاتي شوه خو يوډول ذخيره شوې اوغير توليدې پانگه له كورونو اوجيبونو راووتله اوپه ښار كې په لويو بلډنگونو اونوې تاسيسياتو كې وبريښيده · بهرنيانو هم دافغانستان دپرمختگ په نوم څه پانگې را ايله كړې خو په  توليدې اوصنعتي سكتور كې ونه لگيدلې · دا ټول كارونه ديو ډول نا انډولۍ سبب شول چې په سطحه كې يې فرهنگي  اتموسفير له ثباته وويست · خو نوی يې ټينگ نه كړ ·

يو بل ډېر مهم فكتور چې دارزښتونو په بدلون كې رول لري هغه معاصره تکنولوژي اوپه خاصه توگه خبري اومالوماتي رسنۍ دي · په تيرو څه كم دوه لسيزو كې افغاني ټولنې مخ نه يوازې په ټولنيزه توگه دنورو ټولنو په مخ خلاص شو بلكې دټولنيزو رسنيو له لارې په بشړه توگه اوپه چټكې سره دنړيوالي ټولني پر مخ  هم خلاصه شوه · هغه قيودات او دوديز واله چې تر مخه په ټولنه لاسبرې وه په چټكۍ سره  درسنيو له لارې هم له ننگونې سره مخامخ شوه  ·

افغانستان دسولی سراب Afghanistan the Mirage of Peace په نوم کتاب ليکوالان کريس جانسن اوجولين ليزلې چې يو وخت يې په افغانستان كې په يوناما كې  كار كاوه په  خپل يادشوي اثر کې چې په ۲۰۰۴ کال کې چاپ شوی دی په افغانستان کې دنويو اوزړو ارزښتونو تر سر ليک لاندې يو بحث لري ·په دې بحث کې پر هغه بدلونونو خبري کوي چې نن ورځ ورسره افغاني ټولنه دخپلو زړو سننو ،دودونو اوارزښتونو په شتون کې  مخامخ ده ·ليکوال کيسه کوي چې دکابل په سرکونو کې کوچني جنسي گواښونه هره ورځ پيښيږي · دطالبانو پر مهال ميرمنې لا تر گواښ  لاندې وي هغوۍ له نارينه محرم پرته له کوره را وتلي نه شوې اودا بايد مالومه وايي چې دښځي سره نارينه ايا دهغي محرم يا زوی دی اوکه نه ؟ ځکه له دې پرته ورته دقدم وهلو اوپه لاره دتگ اجازه نه وه · خو له طالبانو وروسته کله چې بهرنيان دې هيواد ته راغلل ميرمني يا نجونې لويو څلور عراده  لرونكو گاډو ته خيژي اوپه ځينو داسې محافلواو مجلسونو کې گډون کوي چې الکهول هم په کي څښل کيږي  بيا دشپي ډير ناوخته دښار دسړکونو  پر سر له گاډو کوزيږي ·

دکتاب ليکوالان په داسې دوديزه ټولنه کې دلغړو فيلمونو  درواجيدو په باب هم خبري کوي چې دبهرنيو تلويزيوني چينلونو له لارې كتل كيږي  · همدارنگه نوموړې ددې ېادونه هم کوي چې دبهرنيو موسساتو دادارو مسولين له دې شکايت کوي چې هلته په اداراتو کې ځوانان دکمپيوتر اوانترنيت نه په گټه اخيستني سره لغړ مسايل گوري ·

ليکوال   ديو ه ملگري له خولې په افغاني ټولنه کې دکلتوري ټکر يا   ( Clash of Culture)په اړوند نورمثالونه هم ورکوي  هغه وايي چې زما يو ملگري له يوډير سخت محافظه كار مذهبې مشر سياف سره  درايور وو  ·دغه درايور  کيسه کوله چې سره له دې چې  هغه په عام محضر کې دبورقي حجاب اوستر خبري  كوي اوپري ټينگار کوی  خو په کور کې تلويزيون لري  چې لويدځي ټولنې ته پروگرامونه په كې خپريږي  اوارومرو چې حکمتيار به  هم په كور كې تلويزيون لري. دا په دې مانا چې دغه محافظه كار عناصر هم په يو ډول نه يو ډول  دلويديز مدنيت نه اغيزمن كيږي ·

نوموړی زياتوي چې دې وسايلو  ان ليرې کليو اوبانډو ته هم لاره کړي ده ·دمثال په توگه په دايکندي  کې دغرونو  اوغونډيو پر سر په ليري کورونو کې هم اوس امريکا ميشت ايراني چينلونه ليدل کيږي · دغه راز په ټول هيواد  کې خو هندي فلمونه اوسريالونه لا زيات نفوذ لري ·

دغه کلتوري ټکر نن په پراخه پيمانه په افغان دوديزه ټولنه کې رواج دی اوجريان لري ·يو وخت په ۹۰ يمو کلونو کې چې هيڅ نه ول ډير کسان به يوې ترانسيستور راديو ته راټوليدل او((دنوې کور نوې ژوند ))ډرامه به يې اوريدله ·خو نن افغانستان ديو ستر فرهنگي بدلون سره مخامخ دې · ځينې افغانان پخپلو منځو کې کښيني اوپه دې اړوند خبري کوي  هغه څه چې دبهرنۍ نړې له فرهنگي توکو سره مخامخ کيږي  وايي چې په دې عناصرو كې کوم يو يې واخلي اوکوم يو يې رد کړي ۔ په افغانستان کې ميډيا په تېره تلويزيوني چاينلونه  اوس دټولنې په ټوله بوده تنسته کې لکه يو جال ننوتي دي ۔ له همدي امله ځيني شيان دي چې مخه يې نه نيول کيږي · ليکوال ددې يادونه هم کوي چې دا سمه ده چې خلک بيوزلي دي اوديوې پيړۍ څلورمه برخه کلونه يې په جنگ کې تير شوي دي  خو اوس هم خپل نورمونه اومعيارونه لري اوپر هغو باندې پايبند دي ·که يو افغان له خپل يو ملگري نه پوښتنه وکړي چې کوم افکار افغاني هويت ته ډير بد اوناوړه تماميږي اوکوم ښه دی ؟ په ځواب کې به ووايي ((رښتيا،صداقت، يو والي، ملي وياړونه، غرور، له يو بل سره مرسته کول ، دپيسو په اړوند فکر نه کول، ژبه،اداب او زموږ ميلمه پالنه ډير مهم دي ·کورنۍ اهميت لري ·دامهمه ده چې دېوی کورنۍ غړي څرنگه په يو دسترخوان راټول شي ·ځوانان بايد هميشه دلويانو درناوي وکړي، خو دا سې دود نه لکه دچايو څښل  چې په دې اړوند ليکوال يوه کيسه را نقلوي په دې ډول :

يو افغان له بهر  ملک نه افغانستان ته راغلي وو بيا دکاکا کورته ورغي · هغه ورته وويل :

چای څښې ؟

افغان زلمي وويل -نه زه چای نه څښم · ايا جوش اوبه لرئ ؟

-کاکا يې په ځواب کي ورته وويل :نه جوش اوبه نه لرو۔

هلک وخندل ·کاکا يې ورته وويل :  اياته افغان يې ؟ موږ لا تراوسه خپل دودونه لرو . هغه مه هيروه  اوځان په نورو هم بر مه بوله ·

مالومه نه ده چې دا ښوونه به نوره څنگه وه اونړيوال فرهنگي يرغل  به دافغانستان په فرهنگ اوارزښتونو څرنگه اغيزي ولري ، سمه ده چې وايي پيسې مهمي نه دي · خو اوس ځيني کسان هڅه کوي دسياست اونشه يې توکو له مافيا سره يو ځاې شي ،پيسي پيدا کړي · بيا په همدغه پيسو جومات جوړوي · دياد كتاب ليكوال  ديوې موسسي دکارکوونکي له خولي يوه بله کيسه کوي وايي :

دنشه ېې توکو يو کاروباري ورته وويل چې زه بل واده کوم · داسې چې هغه يو څوک پيدا کړ اوکور ته يې مركه وروليږله اوخپله ورسره ورغی · دنجلې پلارته يې خبره ياده کړه·بالاخره دنجلۍ پلار ددې له پاره چې بهانه وکړي ورته وې ويل چې سمه ده خو ته به پنځه ويشت زره دالره ولور راکوي · دمافيا غړي ورته وويل دا سمه نه ده · پنځه ويشت زره دالر سم رقم نه دی، زه به تاته سل زره دالره درکړم ·

په دې كيسه كې گورو چې دپيسو ارزښت څومره زياتيږي · اوپيسې دلويانو له پاره ددرناوي ځای نيسي ·

همدارنگه داثر ليکوال يوه بله کيسه کوي چې دلومړۍ لويي جرگي دجوړيدو پر مهال يو شمير ستلايت تيليفونونه واخيستل شول اووويشل شول خو بيرته چا تسليم نه بلكې سترگې يې پرې پټې کړې · دتيلو په برخه کې ورته کيسه ده · پريکړه وشوه چې دورځې لس ټانکره تيل دلويي جرگي لگښت دی، خو يوازې درې ټانکره تيل لويي جرگې دلگښت له پاره لگول کيدل اونور په بازار کې پلورل کيدل ·پيسې يې دمسوولو غلو چارواکو  جيبونو ته اچول کيدلې · دا دسترگو په وړاندې لکه يوه پرده  چې تيريږي، پيښيدل ۔

په دې اساس گورو چې دارزښتونو سقوط پيل شوی دی ·دا کار هغه کسانو له پاره  چې نه قدرت لري اونه هم واک لري دزياتې ځورونې سبب کيږي  ·

په تعليمي برخه کې ان ډيرو چارواکو په پيسو ديپلومونه جوړ کړل  اوادعا يې دلوړو زده کړو کوله · خوپه هر صورت افغانان تاريخ لري ، فرهنگ لري اوفرهنگي ارزښتونه لري ۔

له بلې خوا  په دې فرهنگي ارزښتونو کې يوه  مساله دبډو نه اخيستلو اودعامه گټو درناوي وو۔

ښه مې په ياد دې چې يو وخت بډې اخيستل دپيغور او شرم سره مساوي خبره وه ۔خو نن فرهنگ گرځيدلی دی ۔ پخوا به چې زموږ په ټولنه کې چا بډې اخيستلي  دهغه زوی يې حرامي باله دا ځکه چې په حرامه ډوډۍ به  را لويدلو ·دا دپيغور جوگه وه ۔

همدارنگه جاسوسي يو بل عمل وو چې  دمخه يې يادونه وشوه  ·جاسوس په ټولنه کې په ډېر بد نامه ياديده ۔ نن زيات معلوم الحال کسان شته  چې هڅه کوي  جاسوسي اداري پرې حساب وکړي اوله دې لارې ژوند وکړي ۔دوی داسې کسان دي چي هيڅ شرم اوحيا نه لري ۔ دا څو محدود مثالونه دي ۔

لنډه دا چې درسنيو په مرسته هر ه ورځ په هيواد كې ځيني كارونه را برسيره كيږي  چې دټولنې دمثبتو ارزښتونو سره په بشپړه توگه مغايرت لري ·

يو ډېر مهم اوباارزښته اصل چې دارزښتونو دقوام اوټينگښت بنسټ بلل كيده هغه دين اومذهب وو · عام اوعادي خلك اوس هم هماغه سپيڅلي باور اوعقيده لري  ·خو ددين ټيكه دارانو له دين نه دوكان جوړ كړ · اسلام يې په بيلابيلو رنگونو معرفي كړ · ملا  چې په جومات کې په کمکۍ نجلۍ پر له پسې تېری کوي! ايا دخلكو په ذهن كې ديو عقيدي دبحران دپيدايښت سبب كيږي نه ؟

ټوپک لرونكو  چې ځانونو ته داسلام ،جهاد اوازادۍ دلارې فدايان بولي  په رڼا ورځ په غلا بوخت دي ·هغه سلطاني اووقفي اوعامه ملكيتونه چې له يما نه تر ما پورې په خپل ځای پراته وو داسلام اوجهاد په نوم يې ترې كرښې تاو كړي اوشخصي يې كړي·

په ټولنه كې وحشت اوبربريت دومره پراخه شوی چې دری ټوپکیان په دوه کلنه نیلوفر جنسي تېری وكړ!د اجنگي كلتور اويا دغه كلاشنيكوف كلچر له كومه راغې ؟ افغانانو په كلونو كونو ټوپك گرځولي دي  خو دسولي اودځان ساتني له پاره يې گرځولي دي · په قبايلي چاپيريال كې كه به يو چا دچا ناموس اوشتمنيو ته بد وكتل دعرف اودود له مخي به يې كورته اور اچول كيده  اوهغه به هم قصاص كيده ·خو نن نه هغه اسلام اونه هغه عرف شته دا ځكه چې جنگي فرهنگ لاسبري دی اودې اعمالو جنگي  فرهنگ دغلا اوتجاوز له فرهنگ سره برابر كړ ·  د جهاد د ستر نامه کاذب مدعیان، له اوږدو ږیرو سره، د هلکانو د زنګ او جامن ګډا په محفل کې تر ټولو پاس ناست وي!

ډېرو حضراتو د خدای او رسول لار پريښې او په قومي، مذهبي او ژبني تعصب پسې روان دي!

د جهاد د وخت د کونډو او یتیمانو د لوږې او بېوزلتیا چیغې تر آسمانه رسېدلې!خو جهادي قوماندانان  ورځ تربلې زيات دپانگې اوسرمايي په خدايانو بدليږي ·

دافغانستان هيڅ واكمن په دومره بی شرمۍ اوسپين سترگئ له گاونډيو ملكونو څخه دخپلو لگښتونو پيسې نه دې اخيستي خو په مخكيني رژيم كې په ارګ کې د امریکا او ایران د ډالري بوجیو د شتون خبرې را برسيره شوي  دي دا دشرم اوننگ خبره نه ده نو څه دي ؟

دفقر اوثروت ترمنځ توپير ځمكې اواسمان ته رسيدلی دی ·په لسګونه زره خلک وچه ډوډۍ نه لري؛ خو د سپیڅلو نومونو درواغجن مدعیان بلیونران شوي دي !

دین اوديني ارزښتونه ديوه دوكان په  متاع بدله شوې ·ځينو كسانو ددين نوم په ځمكه وويشت ·دين د دنیا د ګټو په وسيله بدل شو!

لنډه داچې :

کارل مارکس د خپلو ژورنالستیکی فعالیتونو په ترڅ کې په خپل وخت کې د استعمار په باب زیاتی مقالی لیکلی دی او له هغه جملی یی د هند  اوان په پښتونخوا سيمه کې چې کله بريتانوي پوځيان راغلل د بريدونو په باب زیات څه لیکلی دی.

په ځانگړي توگه نوموړي  په آسیا کی د استعمار ویجاړوونکو اعمالو په تیره د هند په لرغونی سنتی ټولنه کی ډيرو ناوړو چلندونو ته ګوته نیسی او هغه په ډاګه کوی. نوموړی هغه بدبختی چې په هند باندی د برتانوی استعمار له خوا نازلې شوی د هند د ټول تیر تاریخ د بدمرغیو په پرتله لویي او سترې بولی لیکی: «خو هیڅوک ددغه حقیقت په حقانیت کی، شک او شبهه نه کوی چې هغه بد مرغی چې د برتانوی استعمار په دوران کې په هندوستان باندی تحمیل شوې په حقیقت کې بل ډول بدمرغي ده، دا بدبختی د هغه بدبختیو په پرتله چې هندوستان په ټولو تیرو دورانونو کې تحمل کړی وه دومره درنه او ستره ده چې نه شو کولی د هغه د ژورتیا جاج ولګوو.»

نوموړی د خپل تحلیل په تعقیب زیاتوی، او د آسیایی استبداد وهلی ټولنی په شرایطو کې دغه ډول استبدادی ناخوالو ته اشاره کوی زیاتوی: «زه دلته د اروپایی ظالمانه استبداد په باب ، هغه استبداد چې تخم یی د برتانیا د شرقی هند کمپنی د آسیایی استبداد په شرایطو کی وکاره ،خبری نه کوم.

برتانوی استعمار په هندی ټولنه باندی د سختو مادی او معنوی ګذارونو سبب شو، تر هرڅه دمخه دغه استعماری استبداد د هند د لرغونی ټولنی مادی بنسټ ونړاوه، او هغه یی متزلزله کړ، او دا کار ددی سبب هم شو چې په فکری نظم کی چې له کلونو او پیړیو او دورانونو راهیسی د هند په لرغونی ټولنه کې موجود وو، هغه هم متزلزله او نسبتاً بی بنیاده او بی بنسټه کړی. هغه  په نوموړی مقاله کې زیاتوی: «….. له بلی خوا انګلستان د هندوستانی ټولنی اساسی بنسټ ویجاړ کړ. او تر اوسه یی د اصلاحاتو او نویو تحولاتو د منځ ته راوړلو له پاره هیڅ ډول هڅه نه ده کړی. د لرغونی دنیا له لاسه ورکول د نوی نړۍ له لاس ته راوړلو پرته د هندوستان د اوسنیو اوسیدونکو بدمرغیو ته ډير له غم نه ډک خصلت وربښلی دی….»

پورتني حالت زموږ په ټولنه كې هم صدق كوي  ·زوړ اوسنتي تهداب نړيدلي دي داسې نړيدلي چې دنوی بنسټونو دايجاد پر ځای په كې ټولنه دباور بحران ،دهويت بحران اودعقيدي بحران ، اوددې ټولو پرسر كې  دارزښتونو بحران ځای نيولی دی ·

خو اوس چې د ظلم او بي عدالتي راج چلیږي!او په دې وطن کې هر ډول ظلم، بې عدالتي، غلا، غلط کارونه، قتل، تیری، رشوت، اداري او اخلاقي فساد، د زور او زر د خاوندانو په ورځنیو کارونو بدل شوي!نومنفي  ارزښتونه له همدې ځايه خړوبيږي · اخلاقي فضيلت دخارو لاندي كيږي اودټولني اوراتلونكي نظام  انحرافات  ويروونكي اوډاروونكي خبرې لري ·خو كه سياسي نطام  دداسې حالت دله منځه وړلو له پاره دقانون تعميل اوپه ټولنه كې دقانون حاكميت پلي كول  هغه څه دي چې افغان ټولنه پكې له يوې خوا نوی اومدرن ارزښتونه خپلولای شي اوله بلې خوا له بحرانونو څخه ټولنه ويستلای شي · ملي حاكميت هم بايد دقانونيت دتعميل اودمثبتو فرهنگي ارزښتونو دودې له پاره مسولانه كار تر سره كړي ·

ددې مقالي  عمده ماخذونه :

۱·زمينه جامعه شناسي اكبرن ونيمكف  (اقتباس امير حسين اريانپور )

۲·اگزيستانسياليزم واصالت بشر  ·(ترجمه مصطفی رحيمي )

&Jolyon Leslie  ZED BOOK .2005  .Criss johnson   3. Afghanistan the Mirage of Peace

۴-پيرامون استعمار ·(ماركس ،انگلس ) مجموع مقالات (چاپ پروگرس -–يادداشتها ي برگرفته شده )

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.

Top Reviews