هنر د هنر لپاره او د ليکوال رسالت

هنر د هنر لپاره او د ليکوال رسالت
استاد اکبر کرگر

اکبر کرگر

د هنر د هنر لپاره او که هنر د ژوند لپاره يا ادب د ادب لپاره مساله په واقعيت کې دې خبرې ته اشاره ده، وايي هنر يوه خپلواکه پديده ده او د هېڅ ډول اخلاقي او ټولنيز رسالت تابع نه ده. د ځينو کسانو په فکر چې هنر نه بايد د ټولني د ښېگڼو او گټو او توقعاتو تابع شي چې هره پديده د گټې او زيان له سترگيو گوري او ارزښت ورکوي. هنر داسې پديده ده چې خپلواکه او پر ځان متکي ده، هدف يې له رشد او تعالي پرته بل څه نه دي، يوازې د ښکلا له پنځولو پرته بل هدف نه تعقيبوي.

دا ډول ليدتوگه په پښتو ادبياتو کې د هندي سبک په شاعرانو لکه حميد مومند او کاظم خان شيدا او نورو کې متجلي ده. هنر د هنر لپاره په نولسمه پېړۍ کې ظهور وکړ، چې د لرغوني يونان د پارناسيزم د مکتب پيروان و.

خو زه په دې نظر يم چې په دې هکله حکم کولو کې هم بايد احتياط وشي، په دې مانا که د مثال په توگه ابوالمعاني عبدالقادر بيدل د هندې سبک يو سرلاري وبولو، نو د هغه اشعار له ټولنيزو مسايلو او انساني محوري مسايلو ډک دي، په زرگونه عرفاني او اخلاقي وصيتونه او لارښوونې لري، مطلب دا چې د شعر يا هنر ښکلا به دا مانا ونه لري چې يوازې د ښکلا د پنځولو د مفکورې تابع شي، له بلې خوا روښانيان چې پير بايزيد روښان پيروان او په پښتو کې د لومړيو سترو او پنډو ديوانونو خالقان دي، سره له دې چې تصوفي او عرفاني افکار پنځوى؛ خو که د بېلگې په توگه د ميرزا خان انصاري ديوان گورو، هم مضمون (عرفاني تفکر او محتوا) لري او هم ښکلا چې معاصر شاعر او د غزل پلار حمزه بابا يې مجذوب دی.

همدارنگه يو مهال د متعهد يا ژمن ادبياتو پر وړاندې مفکورې زيات زور درلود، په تېره د شوروي د وخت ادبياتو چې د سوسياليستي رياليزم پيروانو څخه عبارت و، يا دا چې د يوې مفکورې او ايديالوژي د تبليغ په موخه ادبيات پنځول کېدل؛ خو له بلې خوا گورو چې ژان پل سارتر نه د دې لارې او نه د هغې لارې پيرو دى، يو ازاد او مستقل شخصيت او د خپل وخت يو سرشاره زړور او بې بديله روڼاندی تېر شوى دى. زما د شارل دوگول دا خبره ډېره خوښيزي چې وايي، کله چې سارتر کيڼ پلوې ورځپانه وېشله، امنيتي چارواکو اجازه غوښتله چې سارتر بندي کړي؛ خو کله چې مارشال دوگول خبر شو ویې ويل ولتر بايد بندي نه کړي. هماغه مهال دويم پاپ ژان پال سارتر د يو داسې ښوونکي په نامه ياد کړ، چې د انسانانو په ايمان کې خلل را ولي. يوه بله کيسه يې هم ډېره په زړه پورې ده، وايي:

کله چې اندر آس بادر د آلمان د سرلښکرو مشر له خوا بندي شو. سارتر دا «آشتاهام» په زندان کې د اندر ليدو ته ورغى، هلته شخړه پېښه شوه، دا پېښه اوس هم اورېدل کېږي. سارتر چې د جنرال دوگول پر خلاف ونه شول کړاى د فرانسې د مقاومت په نهضت کې د فاشيستانو پر ضد فعاليت وکړي، د محصيلينو په پاڅون کې او د ويتنام د جگړې پر ضد اعتراض او همدارنگه يې د شوروي اتحاد د اشغالگرو پر وړاندې فعال نقش درلود. سارتر يوازي يو ليکوال، ننداره ليکوال يا فيلسوف نه و؛ بلکې يو روښانفکر او د مسووليت د ژور احساس په لرلو سر روښانفکري په سارتر سره پيل کېږي.

په هر صورت وايي، چې د دويمي نړيوالي جگړي وروسته د فرانسې حالت بل شان و، چې د ليکوالو لوستونکو او بېلابېلو ټولنيزو ډلو ترمنځ حالت او د بېلابېلو سياسي جريانونو ترمنځ حالت په دې ډول و، چې د دوی ترمنځ يو ډول ورورگلوۍ رابطه ټينگه شوه، ليکوال وايي، ټولو دا هيله درلوده چې د فرانسي ټولنه به په گډه سره بدله کړي. دا هيله مندي چې د جنگ جگړې او د مقاومت د جبهې تر اغېز لاندې وه، د دې سبب شوه چې ليکوال چې تر هغه وخته پورې له عمومي ژوند څخه گوښی او سياسي او ټولنيو مسايلو ته يې مخ وو. عجيبه نه وه چې د ۱۹۴۵ کلونو نسل ژمنو ادبياتو ته مخه وکړه. ژان پل سارتر د دې لارې يو مخکښ و، سارتر په ۱۹۴۶ کال کې وويل:

«موږ غواړو چې د خپلي ټولنې چې موږ په کې ژوند کوو، په بدلون کې ونډه ولرو، موږ غواړو چې ادبيات خپله ټولنيزه دنده چې هېڅکله يې بايد له ياده نه واى وتلې، بياځلي په غاړه واخلي.»

سارتر ان تر دې پورې ويل چې ليکل د عمل دويم يا ثانوي شکل دى او په دې اساس ادبيات دنده لري چې د عمل د نورو اشکالو په څېر په خاصه توگه د سياسي عمل په څېر د ټولنيز او تاريخي بدلون کې ونډه واخلي؛ خو وروسته دغه فضا موجوده نه وه. همدارنگه سارتر د شعر او نثر ترمنځ هم بحث کوي او په «ادبيات څه شی دى» اثر کې نثر ژمنتيا ور مسووليت ته ډېر وفادار بولي؛ خو د هغه په نظر شعر دا دنده نه لري.

سارتر د ژونداو مبارزو په يوه مقطع کې د شعر او نثر ترمنځ يو ډول توپير ته قايل دى او د تعهد پر بنياد دواړه د عمل له مخې بيلوي. هغه شعر يو ناژمن ژانر بولي او نثر کې ليکوال د پيښو په وړاندې مسوول بولي. البته سارتر له مسالې سره هغه ډول چې د سوسياليستي رياليزم پلويانو کاوه، چلند نه کاوه؛ بلکې د هغه چلند ډېر ژور او له نوښت نه ډک و. که په لومړي سر کې لکه چې ومې ويل، سارتر يوازې يو ليکوال يا نثر ليکوونکى ژمنتوب ته قايل و، هغه هم ميکانيکي او دستوري ژمنتوب ته نه؛ بلکې د يو فلسفي تفکر او د نيستۍ او هستۍ د فلسفې د نړي ليد په بنياد و.

ژان پل سارتر پوښتنه کوي چې ليکوال څرنگه عمل کوي؟ په ځواب کې بيرته وايي: «ليکوال ليکل کوي او د ليکلو له لارې نړي بدلوي. د هغه په باور عمل له ازادۍ سره گډ او لازمي عنصر دى. يعنې د امکاناتو په چوکاټ کې داسې غوراوى دى، چې له مسووليت سره هم يو ځاى او ورسره اړيکه لري. ليکوال ځان مسوول بولي وايي کله چې د ازادۍ او مسوليت لرلو په وړاندې دنده لرل او د يو مسووليت په غاړه اخيستل سره لازم او ملزوم دي، نو د نثر ليکوال داسې څوک دى چې يو ډول دويمه درجه عمل کوي چې کيداى شي د هغه دا کړنه لوڅوونکی او څرگندوونکی عمل وبولو. نو په دې اساس حق لرو او څانته حق ورکوو چې پوښتنه وکړو چې د نړې کومه برخه دې ته اړه لري چې په ډاگه شي او نورو ته وښوول شي او د دې روښانولو او بربنډولو له لارې کوم بدلون را منځ ته کېږي.»

د سارتر په وينا، که ليکوال د نړۍ د یوې رڼا او ځلا په وړاندې چوپ کښېني يا سکوت وکړي؛ نو حق لرو چې له هغه دا پوښتنه وکړو چې ولې يې داسې ويلي او هاغه بل شان يې نه دي ويلي؟ اوس چې خبري کوي غواړي يو حالت ته بدلون ورکړي، ولې د دې چارې بدلون غواړي او د هاغه بلې چارې بدلون نه غواړي؟

البته دا د سارتر يو نظر دى. هغه د ژوند په يوه پړاو کې شاعر له هر ډول مسووليته ازاد او فارغ باله او ويل يې چې سمه ده چې د نثر ليکوال يې هم ليکي او شاعر هم ليک کوي؛ خو د دې دواړو د عمل او کړنو ترمنځ گډه وجهه نشته. بلکې يوازې د لاس حرکت دى چې کلمات کاږي. پر دې برسېره د ده دونيا د هغه بل له دونيا نه توپير لري. هغه څه چې د ليکوال لپاره رښتيني دي، د شاعر لپاره نه دي. سارتر له دې امله شاعر مسوول نه باله خو ليکوال يې مسوول باله. سارتر وايي: «دواړه هم ليکوال او هم شاعر د ژبې په باب دوه بېلابېل چلندونه لري.» هغه په دې باور دى چې شاعر په ژبه کې پاتي راځي، له کلماتو کار نه اخلي؛ بلکې تر دې حده ويلي شو چې هغو ته گټه رسوي. شاعران هغه کسان دي چې د ژبي په کارولو سره نه بوختېږي، يعنې نه غواړي هغه د وسيلې په توگه وکاروي؛ خو ليکوال هغه څوک دى چې له ژبې نه د خپل هدف لپاره کار اخلي؛ خو پوښتنه دا ده چې ايا شاعر څه شي نه په ډاگه کوي؟

سارتر وايي: «شاعران خبرې نه کوي، خو چوپ هم نه کښيي، خو د هغو پيغام بل څه دى. پوښتنه کېږي چې دهغو پيغام څه دى؟ په هر صورت سارتر تر ډېره وخته شعر او شاعري د ليکوال له کار سره يوشان نه بولي؛ خو د خپل اثر څخه دولس کاله وروسته کله چې د ليوپولد سدار سنگور د «تورې ارفه» په نامه شعري ټولگه چې په فرانسوي ژبه چاپ شوی، لولي. د سارتر فکر هم بدلېږي، د تورې ارفه د شعري ټولگې چاپ يو ژمن يا متعهد عمل بولي. په دغه اثر باندې له سريزي داسې جوتېږي چې سارتر په مستعمره هېوادونو کې له جلا زاويې څخه د تورپوستو د شعر ارزونه کوي. هغه وايي: «کله چې استعمارگر د دغه تورپوستو له خولو نه د چوپتيا پټۍ يا بنداژ ليري کوي، نو څه هيله لرئ؟. ايا ستاسو!(استعماچيانو ته خطاب) د ستايني سندره ووايي؟» سارتر د سریزې په متن کې د هستۍ او نيستۍ له فلسفي بنياد نه گټه اخلي، په لومړي مخ کي د تورپوستو له ليد او نظر يادونه کوي اوليکي چې موږ يعنې سپين پوستي بايد د هغه تورپوستي لړزا او خپگان احساس کړو، سارتر وايي سپينان يا سپين پوټکي له څو زريزو را هيسې د خپل ځان له ليدو پرته په بل څه فکر نه کوي، دوی په ځان مينان دي. سپين پوټکي په دي باور دي چې سپينان فضيلت لري، حقيقت او ښکلا لري او برتر اصل دى او تور رنگ د ماتم او مرگ رنگ دى، سپين پرې برتري لري. سارتر دغه اصل بدلوي او سرچپه کوي، وايي تور او تور رنگ د شرابو رنگ دى او سپين د ډوبې شوې او ډوبېدو په حال کې د رنگ الوتي بېړى رنگ دى.

سارتر وايي: «د حقيقي انسان غوښه د تورو شرابو په رنگ ده.» نوموړی د سورريالستي ادبياتو او شعر په اړوندو ليکل چې د تورپوستو شعر د دوه گونو ترمنځ هغه موجود توپير له منځه وړي؛ بلکې د تورو په گټه يې بدلوي. سوررياليزم په يورپ کې وټوکيد، خو بې روحه شو او په انتيل کې وغوړېد.

توروالی له دونيا سره يو ډول عاطفي چلند دی. سارتر وويل: «هستي توره ده… موږ اروپايان هسې غيرضروري او ليرې پراته موجودات يو. د ليرې پراته مفهوم د پرديوالي ماناته اشاره ده. د تور شعر چې پلوی (د مستعمرو په گټه) په رښتيا د انسانيت شعر دی. د ټولو او د ټولو لپاره شعر دی، د فرانسوي ژبو شعر زموږ د دوران انقلابي شعر دی.»

سارتر چې لومړۍ يې ليکوال ژمن باله وروسته شاعر هم ژمن بولي. د سارتر د ژمنتوب په ادبي نظرياتو باندې عمده انتقادونه د موريس بلانشو له خوا وشول. د بلانشو په باور هر ادبي اثر په بېلابېلو ډولونو يو ډول ژمنتوب لري. بلانشو وايي، چې ادبيات د واقعيت سره په ضديت کې رامنځته کېږي. ليکوال د خپل اثر په وړاندې ځان ژمن بولي، هغه وايي ادبيات نه شي کولای، د سياست په خدمت کې رامینځته شي، دا ځکه چې سياست د واقعيت يوه برخه ده او ادبيات د سياست نفي ده او مهمه دا چې د ځان نفي هم ده، د ليکلو عمل له دې امله مهم دي، چې د هر ډول قدرت پېژندنه ننگوي. سارتر وايي چې ما له کوچنيوالي له ادبياتو سره مينه درلوده او همدې مينې زه فلسفې ته راکښلم. له همدې امله هغه خپل فلسفي نظريات په ادبې اثارو کې ځاى کړي دي.

برنارد پنگو فرانسوي ليکوال ليکي:

لکه چې روژه کايوا ويلي ليکوال نه يوازې د کيسي ويلو يا د شرح او بيان لپاره نه ليکي؛ بلکې غواړي چې د خپل اثر له تخليق سره يو څه په نړۍ ورزيات کړي. دهغه دنده نه خوښوونه او نه هم ډاډگيرنه، بلکي دا ده چې د تفکر قوت په حرکت راولي. احساسات او اواندېښني او خيالات رابيداره کړي، حيرانتيا وزېږوي، ان تر دې چې هغه بايد اراده وکړي چې گوزار وکړي او خپگان راولي. حقيقي ښکلا همېشه د حيرانتيا سبب کېږي او هېڅ اثر د دې نامه وړتيا نه لري. مگر دا چې نوې لارې د لوستونکي په تخيل کې پرانيزي او ممکن امر د واقع کار له منځه راوښي. دا چې وايو ممکنه کړنې نه زما هدف يوه بله دونيا ده، چې په راتلونکي کې نېکمرغه ټولنه نه ده. هدف ترې همدا دونيا ده، چې موږ په کې ژوند کوو، خو هغه دونيا چې په بل ډول ليدل کېږي او وازمايل شي، د داستان يو ستر امتياز دى چې په دې ډول زموږ تجربه د ژوندانه په باب پراخوي.

مشهور ادب پوه ايليا ارنبورگ وايي:

هنر هغه څه چې د علم لپاره حقيقي او بديهي دي، تقليد او تکرار نه؛ بلکي زموږ په وړاندې د عواطفو دونيا راپرانيزي. ليکوال د بشر د پوهاوي لپاره کيلي ورکوي، هغه وايي چې په فرانسه کې يو ليکوال ما ته وويل: «د جنايت او مکافات په رومان کې چې د داستايفسکي ليکنه ده، يو ډېر ښه شی چې توصيف شوی دی، هماغه د راسکولنيکوف کوټه ده.» ما يې په ځواب کې سملاسي وويل: «دا توصيف له دې امله تا ته په زړه پورې دی چې تاسې پوهېدلي ياست چې راسکولنيکوف څوک دى.»

ژان ريکاردو وايي:

دوه نظره ما ته د منلو وړ نه دي: يو هنر د هنر لپاره او بل هنر د انسان لپاره. دا ځکه چې هنر هماغه انسان دى، دا داسې يو روښانه او څرگند فصل دى چې د هغه پر اثر چې د هغه له برکته تي لرونکي حيوان لوړ انساني پړاو ته داخل شوی دی.

له دې امله زما هدف دا دى چې ليکل يعنې څه؟ ايا د دې برخه ده چې انسان بايد وجود ولري يا په ساده بيان انسان بايد وکولاى شي چې ولولي يعنې بايد له لوږي ونه مري؟ ادبيات هماغه څه دي چي يوازې په موجوديت يې څرگندوي چې لوږه د انسان ننگ او رسوايي ده.

په ډاگه وايو چې ايا موږ نسبت هغه موجوداتو ته چې له ادبياتو بهر دي، د اندېښنې هېڅ احساس نه کوو؟ خو نه هغه چې هر ورځ زرگونه زرگونه تنه په ويلت يا وژنځاى کې وژل کېږي؟

خو سارتر د خپلو خبرو په تعقيب وايي: «ادبيات اړتيال ري چې عمومي او نړيوال وي؛ نو ليکوال که غواړي چې وينا يې ټولو ته وي او ټول يې اثار ولولي، بايد د اکثريت په ليکه کې ودرېږي يعنې د دوه ميليارودو وږيو انسانانو په ليکه کې.

د ليکوال په نظر دا مفکوره ډېره د پام وړ ده او تصادفي خبره هم نه ده چې ادبيات د استثمارېدونکو لپاره د پوهېدنې وړ نه وي، دا ځکه چې ادبيات له دې پرته څه کولی شي چې ورته ويلي شي. چې يوازې همدا د نه پوهېدنې واټن چې هغوي وروسته پاتي او لسونه دي او نه بايد داسې پاتې شي.

په دې اساس زما په نظر ادبيات نه يوازې د خلکو له ازادۍ سره مخالف نه دي، بلکي ان د هنر په عنوان هماغه څه دي چې دې ازادي ته حقيقي مفهوم وربخښي.

هو ادبيات د هنر په توگه هغه کارونه کولی شي، کولی شي انسان رامنځته کړي او په همدې اساس ده چې که وجود يې تل چمتو نه وي، نو تاسو ته وايم چې د وروسته پاتې هېوادونو موجوديت، سياست، ژوند او مرگ هېڅ ارزښت نه لري.

ماخذونه

په پورته ليکنه کې له لاندي اثارو په ازادانه توگه گټه اخيستل شوې ده:

سيندونه او اندونه، لومړي ټوک، د ليکوال اثر، (د سارتر له فصل).

وظيفه ادبيات، د (ابولحسن نجفي ژباړه)، د بېلابېلو ليکوالو د مقالو ټولگه.

د ليکوال نور خپاره واره يادښتونه.

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.

Top Reviews