افغانې ټولنه او د روحانيت نفوذ

رقض سماع
رقص سماع

 

استاد اکبر کرگر
استاد اکبر کرگر

استاد اکبر کرگر

په ټولو عنعنوي ټولنو كې روحانيت، مقدسات او مذهبي موسسات د زيات قدر او درناوي څخه برخورداره وي. دا اصل په افغاني ټولنه كې هم په دقيقه توگه صدق كوي. په تاريخي لحاظ مذهبي مشرانو د مثبت اوبا ارزښته ازادي غوښتونكي  اودعدالت په پلې كولو كې دهغوۍ  له رول څخه څوك سترگي نه شي پټولاى. خو دې كې هم شك نشته چې دزورگيرو قدرتونو اتكاء اوځان ساتنه دساكرال موسساتو پورې هم تړلې وه.

كه له كلي څخه پيل وكړو، گورو چې په كليو كې ملا د دغه روحاني موسسو دهستې اوزړي حيثيت لري،  ملا په اغلب ډول سره په كليو كې ژوند كوي، جومات  د افكارو د تبادلې او د پوهي د ترزيق او رسولو او انتقال مركز وي، ملا پنځه وخته لمونځ وركوي، د نوې زيږيدلي ماشوم په غوږ كې اذان كوي، خو ملا په كلي كه دكلي د ملك اوخان له خوا غوره كيږي.  يوه مساله چې د ملايانو د معيشيت اوژوند پورې اړه لري هغه دموقوفاتو شتون و چې زياتره دغه قشر ترې گټه اخيستله، خو دامير عبدالرحمان خان په دوره كې دغه موقوفات ټول لغوه او ملي اعلان  شول. په دې كار سره يې په هيواد كې د روحانيونو خپل سري او  واكمني كمزورې كړه. په دې ډول ملا اړ شو چې ددرمند پر سر له خلكو عشر اوذكات ټول كړي، اويا د مړي په مراسمو كې د تدفين اوتكفين پر مهال د ورثې له خوا خيرات واخلي. پاتې دې نه وي چې د ملا د ژوند په تامين كې دكلي خان اوملك ډير ه ونډه لري.

په افغانستان كې په بېلابېلو سيمو كې د ملا ټولنيز موقعيت جلا دى. په قبايلي سيمو كې ملا د قبيلي له افرادو په ټيټه پوړۍ كې دى. دا ځكه چې د قبيلي د افرادو برخه نه شي گڼل كيداى. خو داعظم سيستاني په قول په درانيو اوپه نورو خلكو كې ملا دپوهي په تناسب له لوړې مرتبې څخه برخمن دي . ملا په ولسونو كې له داسې مراسمو لكه: نكاح، ماشومانو ته د زده كړي له ليارې  تغذيه  كيږي.

ځينې ملايان چې په نورو هيوادونو كې يې زدې كړه كړي وي د زياتې پوهې خاوندان وي، خو زياتره كليوال ملايان ان سواد هم نه لري يوازې د قران پاك څو ايته يې په ياد اوپه محافلو كې يې لولي.

په كليوالو سيمو كې ممتازه ملا هغه دي چې لس دولس طالبان ولري اوهغو ته زده كړه وركړي.دوى په دينې تعليماتو كې د قران پاك تفسير، فقه حنفي، حديث او هم د عربي ژبي صرف ونحو زده كوي، څرنگه چې په افغانستان كې داسې لويي مدرسې موجودې نه وې نو طالبان اړ كيدل چې هند ته ولاړ شي اوهلته په ديوبند مدرسه كې زده كړه وكړي. الغازي امان الله خان په خپل وخت كې افغانستان ته د دغه مدرسې ملايانو راتگ  بند كړ۔ دا ځكه چى د ديوبند مدرسه دانگليس تر نفوذ لاندې وه. امان الله خان د دې تشې د ډكولو له پاره په ۱۹۲۸ كې د ملايانو د روزنې له پاره يوه مدرسه جوړ كړه، چې په هغه كې اسلامي علوم تدريس كيدل، وايي چې له مخكينيو ملايانو به ازموينه اخيستل كيدله چې كه لياقت به يي نه درلود نو د ملايي له كاره محروم كيدل. دا كار چې اصلا يو ښه كار وو خو د ملايانو دقهر اوغضب سبب شو ۔ ۔

يو بل تحميل شوى قشر چې په پښتنې ټولنه كې دزيات نفوذ اوواك خاوندان شول له سيدانو څخه عبارت دي.

سيدان هغه كسان دي چې ځانونه دحضرت پيغمبر له کورنۍ څخه بولي. په پښتنې قبيلوي سيستم كې سيدان ځانونه له قبيلوي سيستم څخه لوړ گڼي. دوى په دې سيستم كې نه دې شامل. له بلې خوا دغه قشر يا ټولگى په قبيلوي لانجو كې د ناپييلو رول لري او زياتره وخت پيښي اوشخړې ددوى په منځگړيتوب سره اواريږي. خواجگان هم چې شمير يې محدود دى ځان د حضرت پيغمبر دلومړي خليفه اولادونه بولي اودغه راز حضرتان ددويم خليفه پورې ځانونه تړي.

سينځل نويد په خپل اثر (( Religion Response to Social Change in Afghanistan 1919-29 )) دوه ډوله مذهبي مشرتوب په ډاگه كوي. يو يې مفرط مذهبي ډله چې شپه اوورځ په عبادت اخته وي اواولياكرام هم ورته وايي اوبله يې مذهبي مشران دي چې په سيمه ييزه فعاليت اودندو سره تعريف كيږي. نوموړي د  اوليور روي له قوله ليكي: څرنگه چې د اسلامي مذهبي عالمانو له خوا دين ته ډير ستر خدمت شوى دى، دغو كسانو چې خپل ټول ځان او ژوند د الله تعالی په لار كې خدمت ته وقف كړى دى اوپه مثالي توگه روحاني ژوند لري. ان پادشاه هم له دغه كسانو مشوره اخيستله هم يې په سياسي دلايلو اوهم يې دمذهبې دلايلو له مخې ترې لاس نيوی  كاوه . په افغانستان كې د صوفيانو د طريقت مشرتابه د طريقت پيروان او هغه روحاني شخصيتونه چې د عالي روحانيت پورې مربوط وي د مشرتابه دعوه كوي. په عمومي توگه دغه كسان چې د روحانيونو په نوم ياديږي، د دوى اوامر په خلكو كې له  زيات درناوي څخه برخمن دي. اوځينې كسان خو لا دوى دخداى ددوستانو په نوم يا اولياپه نوم يادوي. هغه كسان چې لوړې معنوې مرتبې ته رسيدلي وي . دوى اكثرا د سيد، حضرت، پادشاه، شاه، شهزاده، نقيب، مير، ميا، ايشان، خواجه، اخندزاده او صاحب زاده په نومونو ياديږي،  هغوى چې په نژادي لحاظ د وتليو شخصيتونو پورې ځان تړلي بولي ۔

دسينځل نويد په قول دشمالي مغربي سرحدي صوبي ( خيبر پښتونخوا ) دبرتانوي سياسي ايجنت په توضيحاتو كې ځينې مفاهيم په دې ډول توضيح شوي دي. سيد چې جمع يې سادات دي يواځې دپيغمبر اولادې ته كارول كيږي. اوپه قبايلو كې پراخ نفوذ اوشهرت لري، ميا گان د روحاني مشرانو اولاده گڼل كيږي· اخندزاده گان يا پيرزاده گان دمذهبي مشرانو اولاده ده چې سيمه ييز شهرت لري. صاحب زادگان دهغو ملايانو اولاده وي چې په مذهبي تعليماتو كې يې زيات شهرت درلود ۔

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.

Top Reviews