په افغانستان کي نه  دولت، نه د ټولني حاکمیت او نه ملت شته دی

اشرافیت سیاسی

دستگیر روشنیالی

دولت له قوم، نژاد، مذهب یو خپلواک سياسي جوړښت دیل، که دولت نژادي وی په ټولنه کي نژادي تبعیض ته، که قومي وي قومي تبعیض ته او که مذهبي وي مذهبی تبعیض ته رسمیت او مشروعیت ورکوي. همدارنګه د دولت مشروعیت او قوت په ټانکونو او توپونو کي نه، د ټولني په باور کي دی او د ټولني باور د ټولني د حاکمیت په عملي کولو کي تر لاسه کيږي.

د سياست او سياسي ژوند تر ټولو مهم او بنیادي مفهمونه. دولت، حاکمیت او ملت دي او دا دري کولاي شي په يوه ټولنه کي ثبات تامین او د پرمختګ په لور يي لارښوونه وکړي. نن په نړۍ کي د مدرن او بريالی دولت ځاکړتيا د فرد او قدرت تر منځ په رابطه کي دی. دا رابطه مستقیمه او بی واسطي رابطه دی. ددي رابطي ماهیت په قدرت کي نه د فرد په حق دی. د قدرت او فرد تر منخ دا ډول رابطه په ټولنه کي د دولت بی طرفي تضمین کولاي شي، دولت ټولنيزه او فکري پشتوانه موندلي شي او د ټولني باور تر لاسه کولاي شي او بيا جګړي او بلواګاني نشي کولاي دا ډول دولت نسکور کړي. له بده مرغه په افغانستان کي تر اوسه دا ډول دولت نه دی ايجاد شوی او هغه دولت چي له وګړو سره د نژاد، قوم، مذهب … به معیارونو تلنه کویي نه دولت پاتي کیږي او نه د انسان او زمان غوښتنو ته ځواب ويلاي شي.

حاکمیت دوه ډوله دی، د ټولني حاکمیت او ملي حاکمیت او دا دوه جلا مفهومونه دي د ټولني حاکمیت د ټولني واکمني دی چي په سیاست کي د ټولو د برابر ګډون له لاري عمل کوي او ټولنه د انتخاباتو له لاري د حاکمیت او رهبري کولو حق تمثیل کوي.

ملي حاکمیت د هيواد په قلمرو واکمني دی. د ټولني د حاکميت په عملي کولو کي د دولت او ټولني تر منځ رابطه د باور په رابطه بدليږي او هم خپلواکي شا ته نه ګرزيدونکي ځانګړتيا پیدا کوي. په افغانستان کي د ټولني حاکميت د قوم ، مذهب، زور، بيګانه پالني  په نومونو غلا شوی دی او دلته د سیاسي پوهي او سياسي جوړښتونوخلاف حکومت ته د حاکمیت تعریف ورکړل شوی. پداسي حال کي چي حکومت حاکمیت نه دی او حاکمیت حکومت نه دی. دا حاکميت دی چي په يوه ټولنه کي حکومت، د حکومت تګلاره ټاکي او حکومت ته مشروعیت ورکوي. حاکمیت د حکومت په پريکړو کي نه، د ټولني په پريکړو کي ځان ښيي. حکومت انتقال کیدونکی او ويشونکی دی. خو حاکمیت نه انتقال کیدونکی او نه ويشونکی دی.

په افغانستان کي ملت نه دی جوړشوی. « افغان ملت» يو ټولنیزـ سیاسي واقعیت نه دی. ملت داسي ويشلی نه وي. په ملت کي په زرګونو انسانان د نفرت، تعصب او تبعیض په لمبو کي نه سوځي. ملت د داډول جګړو او بلواګانو په میدان نه بدليږي. له بده مرغه د ملت جوړول په نوبت د پرولتري انترناسیونالیزم، د سیاست د قومي او مذهبي کولو، د لويو غلو دثروت ټولولو، د بهرنيانو د يرغلونو او لاسوهنو او د سياسي اسلام او امت قرباني شوی دی.

په ملت جوړولو کي  نه قوم په ملت بدليږي، نه ملت د قومونو مجموعه دی او نه تاجيک + هزاره+ ازبیک + پښتون…مساوي په ملت دي. په يوه مذهب يا يوه قوم پوري مربوط يو سړی په ویترین کي کينوی او دي ته بيا ملت او ملي وحدت وایی.

په قوم کي هغه ارزښتونه نشته دي چي ملت ورباندي جوړ شي. د ملت جوړولو بنیاد فرد دی. په قوم کي فرد او په ځانګړي توګه ښځه سمبول ته پاتي کيږي او په اساني د قوم د دودونو او رواجونو قرباني کيږي. دین هم د ملت جوړولو اساس نه دی. د اسلام او عيسویت د پیروانو په لسګونو خپلواک ملتونه شته دی. ژبه هم ملت جوړونکي نه دی. د ډیرو ملتونو کډه ژبه انګلسي دی او څو ملتونو په عربي ژبه خبري کوي. په ملت جوړولو کي کي اساس د فرد ازادي او د افرادو برابري دی. ملت د انسانانو تر منځ د ګډو ارزښتونو، برابري او ازادي په بنيادونو جوړيږي. په ملت کي دينونه، هويتونه او ژبي د حقونو په برابري کي د يو بل تر څنګ موجود او عمل کوي. په ملت کي تر ټولو مهم او اساسي بنیادونه، يو حاکمیت « د ټولني حاکمیت» او يو قانون « قانون چي د افرادو د برابرو حقونو ساتونکی او تضمین کونکی وي»

په ملاواکي کي نه د ټولني حاکمیت شته دی او نه هغه قانون چي د افرادو د برابرو حقونو ساتونکی او تضمین کونکی وي شته دی.

په ملاواکي کي له ملت جوړولو لاسونه پريمینځي. نه ملا په ملت باور لري او نه ملت په ملا جوړيږي.

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.