موږ ته دخدایی خدمتګارو پیغامونه !
استاد عبدالغفور لیوال
خدایی خدمتګار څوک وو او موږ څوک یو ، راځئ دابه سره په لنډو وپېژنو :
لومړی به خدایی خدمتګار ددې غورځنګ دبنسټوال ارواښاد باچاخان له خپلې ژبې وپېژنو ( لنډیز) :
(په ۱۹۲۹ کې چې موږ له لاهور څخه راستانه شو نو په اتمانزوکې مو لویه جلسه وکړه ، په جلسه کې مې خلکو ته وویل : تاسو خو ویده یاست ، سړی خو لاڅه کوئ، چې دهېندوانو ښځې هم رابېداره شوې او له خپلو سړیو سره یوځای دملک دازادۍ جدوجهدکوی … زما خبرو پرخلکو اغیز وکړ، سبا ته زموږ دکلی یوشمېرځوانان راغلل ، چې راځئ یو جماعت جوړ کړو ، ما ورته په دې اړه دبیا بیا فکرکولو سپارښتنه وکړه ،خو دوی هرراز سرښندنې ته چمتو وو، په درېیم ځل چې راغلل نو ما ورته وویل چې دخدای دمخلوق دخدمت لپاره دراپاڅېدلو پښتنو په جماعت به داسې نوم ږدو چې دپښتنو په ذهن کې دخدای لپاره دخدمت خیال پیداشی ، ځکه له دوی سره خو دخپلو خلکو دخدمت خیال هسې هم نشته ، دشپې زما ذهن ته دخدایی خدمتګار نوم راغی او سبا ته دټولو همدا نوم خوښ شو . چې وروسته یې په پښتنو کې بشپړ اثر رسوخ پیدا کړ…) ( زما ژوند اوجدوجهد۳۵۶-۳۵۸ مخونه ) .
موږ څوک یو ؟
دخدایی خدمتګارو دتحریک ترجوړېدو نږدې یوه پېړۍ وروسته دهماغه بابا زوزات چې لاهم دوه پریوه لاره نه ځو ، وږی ، بربنډ ، نالوستی ، متشدد ، دسیمې او نړۍ دزورورو ترپښو لاندې دل شوی ، وران ویجاړ، احتیاج، سوالګر او دپردیو په لاس ، ټوپک او اشاره دخپلو وروڼو او خویندو وژونکی او خپل کورورانونکی وګړی ، چې دهغې زمانې افغان شعور ته هم بېرته نه شو وررسېدلای .
هغه ولس چې له تاریخی پلوه په دوه درې ټوټو ویشل شوی وو ، خو اوس به دنړۍ داسې هېواد کم پیدا شی ، چې زموږ کډوال نه وی په کې پراته ، هغه ولس چې له سوری شېرشاه اوسترخوشاله نیولې تر باچاخان پورې یې ډیر مشران دیووالی ،خپلواکۍ ، پوهې او پرمختګ په ارمان زاره چاودی خاورو ته تللی دی .
زه غواړم همداسې یوه ولس ته دخدایی خدمتګارو لرغونی پیغام په همدې نننی دوزخ کې یوځل بیا تکرار کړم ، ګوندې دهاغو مېړنیو له نیت ، ارادې ، او موخې یې زده کړای شو . هسې هم زما له نظره تاریخ پرته له دې چې موږ پند ترې واخلو ، زده کړه ورڅخه وکړو او پر بنسټ یې خپله راتلونکې جوړه کړای شو ، بل هېڅ ارزښت او ویاړ نه شی ګڼل کېدای .
اوسنی افغانان او دملی مشرۍ تشه :
زموږ دلروبرو افغانانو یوه اوسمهالې ستونزه دداسې ملی مشرۍ تشه ده ، چې دکړکېچ پر مهال دیوه لوی اکثریت دراخوځولو وس ولری او دمثبت بدلون رامنځته کولو په لوری یې رهبری کړای شی .
خدایی خدمتګارو دهمداسې یوې مشرۍ درامنځته کولو تاریخی هڅه پیل کړې وه .
خو دوی ته مشری دپاچاهی په مانا نه وه ، بلکې دولس درهبرۍ او له بدمرغۍ څخه دژغورنې دهڅې په مانا وه : باچاخان دملی مشرۍ تعریف لاپخوا کړی و:
(( داتاسو چې زما دبادشاهی چغې وهئ ، نو چې داتحریک موږ شروع کړی دی ، داخو دباچایۍ دپاره نه دی ، چې زه باید بادشاه شم .
اوکه چیرې تاسو ما بادشاه کړئ نو اول خو په اسلام کې باچایی نه شته او بل داچې ستاسو به خاورې په سر شی او زما به مزې وی .
نو تاسو پوه شئ ، چې نه ما او نه بل خپل باچا کړئ .
موږ باچایان جوړول نه غواړو ، باچایانو ته موضرورت نشته .
زموږ به یو مشر وی او دقوم په رایه او مرضا او مشوره به وی او هغه سړی به وی ، چې هغه نیک او ایمانداراو دقوم او ملک خیرخواه وی . تکلیفونه او قربانی او ډیر خدمت یې دقام او ملک کړی وی او چې ددې مشرۍ اهلیت او پوهه هم په کې وی . )) جدوجهد ۵۲۷ م .
تاسو ولیدل چې پاچاخان دخپل تحریک یوهدف داباله ، چې افغانان دیوې ملی مشرۍ خاوندان شی ، داسې یوه مشری ، چې باداری نه، بلکې دقوم خدمت وکړای شی .
بابا دملی مشرۍ دتشې ارمان یوبل ځای هم کړی دی :
(( خلک وایی پښتون ترقی ونه کړه او په ورانو لارو روان شوی دی . لیکن حقیقت دادی ، چې پښتنو ته چا سمه لاره ښودلې ده ؟ چا ورانو نه منع کړی دی او دوی منع شوی نه دی ؟
هی افسوس دنورو قومونو په شان ددوی غمخور نه شته ، ددوی شپون نه شته ، ځکه خو یې شرمښان خوری او ماتوی .)) جدوجهد ۳۱۷م
عجیبه داده چې تر دې ارمانه نیمه پېړۍ وروسته لاهم زموږ شپون نه شته او لامو هم شرمښان خوری او ماتوی
ټولیز ټیټ شعور :
هم دخدایی خدمتګارو په وړاندې او حتا نن زموږ دنسل په وړاندې دپرمختګ پرلار یو لوی خنډدجمعی شعور ټیټه کچه ده . یا خو خپل دوست ودوښمن نه شو پېژندلای ، چې ناوخته یې وپېژنو له هغه څخه دځان ساتلو پر نومهالو وسایلو نه پوهیږو او تر ټولو بده یې لادا چې لاهم دپوهې ، زده کړې او موډرنیزم په ارزښتونو نه یو خبر ، ډیر ځله دخپلو خلکو دانسانی ژوند دشرایطو دښه کولو وسایل او لارې چارې کفر ګڼو . خدایی خدمتګارو په دې اړه څه فکر کاوه ؟
(( سیاسی شعور په یوه قوم کې داسمانه نه راځی .
او چې په کومو قومونو کې دسیاسی شعور خلک پیدا شی نو خپل قوم پسې وګرځی ، هغوی کې سیاسی شعور پیداکړی .
مسلمانان ډیرښه قوم دی ، خو په هغوی کې داسې خلک تر اوسه پورې پیداشوی نه دی .
تاسې دهندوانو او مسلمانانو دې لیډرانو ته فکر وکړئ .
دهندوانو مشران او لیډران قوم پرست دی ، خو دمسلمانانومشران او لیډران خان بهادران او خان صاحبان وی . )) زما ژوند او جدو جهد ۴۲۷ مخ .
له خپلواکۍ سره زموږ چلند:
خدایی خدمتګار تحریک پوهېده ، چې دخپلواکۍ ترګټلو یې ساتل ارزښتمن دی . ښایی دا خبره به دهمدې روښانتیایی غورځنګ موندنه وی ، چې افغانانو تل دجګړې میدان ګټلی دی ، خو دسیاست هغه یې بایللی دی .
باچا خان ویلی وو :
(( زما دولس تاریخ دګټو او دمېړانې دکیسو څخه ډک دی . ولې دلته کمی هم شته . هغه داچې دډیرو قربانیو ورکولو نه وروسته هغه څه چې ترلاسه شوی دی ، هغه خپلوکې ددوښمنیو اوذاتی حسد په وجه بایلل شوی دی، دوی ته تل خپلو کې دبې اتفاقۍ په وجه تاوان رسېدلی دی ، بهرنی قوت په دوی بریالی شوی نه دی ، ایا څوک دجنګ په میدان کې ددوی مخه وهلای شی؟ )) ایکنات سوران ، حضرت باچا خان ، ژوند او فلسفه ۵۵
ددې زړې کیسې برخې برخې مو څو څو ځله وازمویلې ، له انګریزانو څخه بری مو یوځل اوبو یووړ ، له روسانو څخه ګټلی دجنګ بری مو بل ځل دخپلو خلکو دوینو په سیلاو کې لاهو کړ.
دباچا خان داپوښتنه همدا اوس هم ددې هېواد دخلکو په ذهنونو کې انګازې کوی ، چې ولې دروسانو ترشړلو وروسته لاپسې ډیر ووژل شو ، لوټ شو ، وران شو ، وسوزیدو او تر ننه مو همدا حال دی ، چې روس مو ویوست پنجابی، عرب ، چین او چیچین راننوتل ، چې هغوی ولاړ ل شپږ دیرش نور راغلل ؟ او اوس هم له ځانه سره پوښتنه کوو : آیا موږ خپلواک یو ؟
دافغان انسان بې ارزښته وینه ، بې ارزښته ژوند :
پاچاخان اودخدایی خدمتګارو ډیر روښانفکره غړی ، دې ته متوجه شوی وو ،چې دافغانانو دتباهۍ ، غلامۍ او وروسته پاتې والی لوی لامل دادی چې دخپلوخلکو وینه ورته ارزښت نه لری ، پردی یې ځکه وژنی ، چې دوی سره یوبل وژنی . پر دغې سیمه دلومړی ځل لپاره دیوه سیاسی غورځنګ له لوری دانسان وژلو غندنه او په دې اړه دخلکو دذهنیت دروښانولو هڅه هم خدایی خدمتګارو راپیل کړې ده :
له بابا به یې واورو :
اې پښتنو وروڼو ! یو کافر خپل ورور وژنی ؟
تاسو چې ځان ته مسلمان وایئ بیا ولې یو پښتون بل پښتون وژنئ؟ ج ج ۳۱۶
موږ چې ځانته مسلمانان وایو او پښتانه یو ، موږ دې خپل پښتون مسلمان ورور وژنو ، شرموو او مخبری دې پرې کوو. دعاوکړئ ، چې موږ ته خدای پاک پوهه او علم راکړی .
۳۱۷جج
خو خدای خبر چې ولې ، لاهم ددغه ستر افغان دعا نه ده قبوله شوې ، ځکه تر ننه ، هو تر همدې یویشتمې پېړۍ پورې موږ یوبل وژنو او ښه پریمانه یې وژنو ، پاکستان ، ایران انګریز ،امریکا ، روس او بل اوبل مو پر اوږ وټوپکونه ایښی او ډزې کوی ، خو په کې لویږی زموږ زلمی ، په وینو لړل کیږی ، زموږ بېخبره ولس او خلک.
پردی به مو ترهغو وژنی ، چې موږ یوبل وژنو .
له خپلې نیمایی هستۍسره زموږ چلند :
دپښتنو دغیرت ټول زور دښځو ، تربور او پرمختګ په وړاندې راټول شوی دی ، هغه پښتون ډیر غیرتی ګڼل کیږی ، چې ښځه یې تریوسلوشلو پردولاندې پټه کړې وی او دټیکری پیڅکه یې ان ډاکتر هم نه شی لیدلای ، نرپښتون هغه دی ، چې خپل تربور ووژنی او ذلیل یې کړی او ترټولو خیرن ، محروم ، وروسته پاتې او له موډرنیزم سره وران پښتون ترټولو باغیرته ګڼو .
خدایی خدمتګارو دغیرت ددې زاړه مفهوم په وړاندې دپاڅون هوډ وکړ ، خو موږ ورڅخه تر ننه ځوریږو :
بابا ویلی وو :
به غیر دښځو نه یوقوم ترقی نه شی کولای ، ولې چې زموږ دکوراو بچو ټول پرورش دهغوی په لاس کې دی او زموږ دګاډی چې کومې دوه پایې دی یو سړی او بله ښځه ده نو تاسو په خپله خیال وکړئ ، چې یوه پایه پنچر وی نو ګاډی به څنګه ولاړ شی ؟
بل ځای یې ویلی وو :
زما خیال ورځ په ورځ دجینکو تعلیم او تربیت طرف ته زیاتیږی . ولې چې زه داخبره دقوم دپاره خطرناکه ګڼم ، چې هلکانو له خو دې تعلیم ورکړی شی او جینکۍ دې دعلم نه محرومې پاته شی .
چې ددې نتیجه به داوی چې زموږ هلکان خو به اول جاهلانو ښځو سره ودونه نه کوی او که چیرې وهم کړی ، نو اکثر به یې کور سمون نه خوری او همیشه به په کې کشمکش وی .
چې ددې نه زموږ ملک او قوم ته دیو لوی نقصان رسېدو اندیښنه ده .
لیکونه ، لومړۍ برخه ۱۵ مخ
بابا ډیر ځله دوړو نجونو له ورکولو څخه سر ټکولی دی ، او له دې یې شکایت درلوده چې نیمایی توان مو دکور دتورو تنبو شاته کینولی دی .
دا تراژیکه کومیډی لاهم روانه ده ، لاهم له ښځو سره تاوتریخوالی دخبرونو سرټکی دی او له زده کړې څخه خو یې لرې ساتل دغیرت معیار ګڼل کیږی .
هېواد ودانی :
باچا خان او خدایی خدمتګارو داموندلې وه ، چې دافغان ولس دژغورنې راز په خپل لاس ددوی دملک په ودانۍ کې دی . له خپلو اقتصادی سرچینو څخه کار اخیستل او پرخپل توان او امکاناتو تکیه یې ورښووله . زموږ دا ستونزه نن لاپسې ښکروره شوې ده ، هغه وخت خو مو لا په دودیزو اشرونو خپلې ویالې او لارې جوړولې اوس دهغو دابادۍ لپاره هم امریکا او انګریز ته په تمه یو ، دکور دشا لښتی هم باید موسسه پاک کړی او دکورخځلې هم که بل څوک راو باسی ډیره ښه به وی .
بابا خپل کارونه خپله کول ، ما یې یوه ویډیو ولیدله ،چې په کې بابا هند ته ورسېده ، له الوتکې چې کوز شو ، دهند دلومړۍ وزیرې په ګډون نیمایی سرکاراو په زرګونو خلک ورته هوایی ډګرته راغلی وو ، سم چې دالوتکې له دروازې راووت دتشریفاتو مامورینو ورمنډه کړه ، له بابا سره دهغه دجامو او اړتیاوو یو کوچنی پنډوکی و، چې په سپین ټوکر کې غوټه شوی و، مامورینو ترې اخیسته خو بابا ورنه کړ ، راکوز شو ، داځل کوم وزیروروړاندې شو ، هغه ته یې هم ورنه کړ ، دفلم بله صحنه په دولتی مېلمستون کې وه چې بابا هلته بوول کېده ، تروروستیوشیبو یې خپلې جامې ترڅنګ نیولې وې . موږ خو لا یوکوچنی ریاست ګوټی ته نه یو رسېدلی ، چې دګاډی دروازه په بل پرانیزو او لکه ناوې په ډېرو نخرو راکوزیږو .
دایوازې اخلاقی لوړتیا نه وه ، بلکې بابا غوښتل داخلک پر خپلو پښو ددرېدلو چل زده کړی : بابا اصلی غیرت داګاڼه چې خپل ملک او خپل هېواد ودان کړو، معاصر غیرت همدا دی ، هغه ویل :
اې پښتنو ! ستاسو کور وران شوی دی راپاڅئ او خپل کور بېرته ودان کړئ ! او داخبره یاده لرئ ، چې تاسو دیوه باتور نسل سره تعلق لرئ ! ایکنات سوارن ۴۰
بې تمې ټولنیز سیاسی کار :
ښایی په نړۍ کې به لږ ولسونه دافغانانو په څېروی ، چې دخپل ګډ برخلیک لپاره خپلخوښی او داوطلب کارته یې ملاوې ماتې وی ، دځان ژغورنې، هېواد ژغورنې ،یوبل ته دمرستې ، بې اجورې او بې تنخواګډه هڅه چې ټول چاپېریال یې هوسا شی ، نه یې پخوا پېژنده او نه هم نن ارزښت ورکوی . دخدایی خدمتګارۍ درامنځته کېدو یولامل دهمدې تشې ډکول و : باچاخان وایی :
موږ پښتانه خدایی کار او خدمت هغه کار او خدمت ته وایو ، چې بې دکومې تمې ، غرض او اجرت نه دخدای دپاره کوو، او خدای خو خدمت ته ضرورت نه لری ، دخدای دمخلوق خدمت دخدای خدمت دی . جج ۳۵۶
ښایی خدایی خدمتګار لومړنی افغانی غورځنګ و، چې دې باورته ورسېده : ترهغې چې ټولنه هوسا نه شی ، فرد نه شی هوسا کېدای .
نن هم له هماغې ځانځانۍ څخه ځوریږو ، هغوی چې پیسې ، زور ، پوهه یا صلاحیت لری ، په هماغومره ګټه یې بسیاینه کړې ، چې دده او دکورنۍ ژوند یې پر ې وشی ، نوریې که ګاونډی ناروغ او هېوادوال وږی او وزګار و، دی دمسئولت احساس نه کوی .
خدایی خدمتګارو دټولنیزې رفاه عملی چوکاټ او فکر وړاندې کړ ، خو موږ ترننه عملی نه شوکړای .
هویت او پېژاند
خدایی خدمتګار غورځنګ دخپل ولس د پوپنا کېدو پیل دا ګڼلی و، چې هویت ، ژبه اوپېژاند یې ورڅخه ولوټل شی . دوی لیدل چې چاپېریال یې دانګریزی کېدو خواته روان دی او نسل په نسل یې ژبه یا انګریزی کیږی یا اردو کیږی او یاهم نورې حاکمې سیمه ییزې ژبې ورڅخه میدان ګټی . ښایی همدا جاذبه به وه چې دهغه مهال ګڼ لیکوال ، شاعران ، رسنوال او فرهنګیان ورسره ملګری شول . همدوی اجمل خټک غوندې شاعر،مهدی شاه پاچاغوندې کیسه لیکوال او دوی ته ورته ستر نومونه وروزل او دپښتو ادبیاتو یوخورا ځواکمن نسل ته یې دراهسکېدو لاره هواره کړه .
لسیزې لسیزې وروسته زموږ دهویت ، ژبې او فرهنګ دژغورلو هڅې لاهم دومره نه دی پیاوړې شوې ، چې دیوه پیاوړی ملت په توګه زموږ دبشپړې ویښتیا ، روښانتیا او ژغورنې لامل شی . موږ دژبې محدوده لاهم په شعر او کیسه کې ساتلې ده او دنوې ټکنالوژۍ ، ساینس ، پوهنتون ، ادارې ، سیاست ، تولید او اقتصاد ترافغانی کېدو پورې مو نه ده ورپراخه کړې .
ماته خو په علمی، ساینسی او سیاسی اقتصادی برخه کې خپله ژبه هماغومره خواره ښکاری ، چې باچاخان ته دخدایی خدمتګارو دغورځنګ دراپیلیدو په کلونو کې ښکاریده ؛ هغه فرماییلی وو :
حقیقت دادی چې دغه وخت په پښتو کې هیڅ نه وو، او نه پښتودچا یاده وه او پښتون قوم دومره ناپوهه ، نادانه و، چې داخپله ژبه ورته سپکه ښکارېده . او چې کوم قوم ته خپله ژبه سپکه شی نو هغه سپک شی او چې خپله ژبه ترې ورکه شی نوورک شی . جج ۳۳۴
ټوپک که قلم ؟
دافغانانو لویه ستونزه داده چې دهر ټولنیز درد دارو په جګړه کې وینی ، دهرې ستونزې حل ورته ټوپک ښکاری ، پردیو یرغلګرو ته خو یې نېغ نېغ کوی ، خو په کورکې یې په تربور باندې هم ورسیخ کړی او په کوټه کې خپله ښځه هم پرې ګواښی . داهغه ولس دی ، چې لا هم ټوپک ورته ناموس ښکاری او دټوپک او ټوپکوال په ستاینه کې یې ښې پریمانه لنډۍ او سندرې هم خوندی کړې دی .
نن ، چې دټوپک زمانه تېره شوې ده او نړۍ هرکار دقلم ، پوهې او تکنالوژۍ په زور کوی ، پښتون لالا همدا کرغېړن وژونکی دغاړې ګاڼه کړی دی او لروبر یې کوی .
دخدایی خدمتګارو دې ته پام و، ځکه یې ویلی وو:
((نن ورځې د پښتنو لپاره دټوپک ضرورت نه شته دی . بلکې دقلم ضرورت دی ، ولې چې زموږ دملک آزادی به په ټوپک نه وی ، بلکې په قلم به وی . لیکونه اوله برخه ۴۳مخ
زموږ له بې اتفاقۍ نیولې ، تر ولږې ، محرومیت او نورو سلو ټولنیزو ناروغیو پورې ټولې دخدایی خدمتګار و له خوا پېژندل شوې وې ، علمی او عملی نسخې یې ورته رامنځته کړې وې ، خو زموږ په حال ژړا په کارده ،چې دخدایی خدمتګارو درې نسله مو را سترشول ، زاړه او مړه شول ، خو زموږ ناسم عادتونه بدل نه شول او نن هم کټ مټ له هماغو زاولنو ټپونو ځوریږو، چې خدایی خدمتګارو یې د درملنې هڅه کړې وه .
دومره پېغامونه یې راته پریښی دی ، اوس نو موږ ته بویه چې څه ورسره کوو،
باباخو په ښکاره ویلی و :
یابه یو کیږو ، ګنې ورکیږو !