ضیاألحق شمس، څېړونکی او افغان ټولنپوه
د افغان سولې او جګړې مسأله لسیزې کېږي چې دوام لري. په دې اوږده مهال کې، ځینې وخت د خبرو اترو امکان لوړ شوی او ځینې وخت جګړې دوام موندلی. هر کال، د کلنۍ ارزونې په پای کې نړۍوال بنسټونه د ملکي وګړو د وژنې په پار خپلې اندېښنې څرګندوي. په رسنیو کې دا میاشتې د افغان حکومت او مخالف لوري وضعیت تر پخوا یو څه بېل څرګند شو. د سولې د مذاکراتو پیل، او د دواړو لوریو مخامخ کېناستل، مهم ګامونه وه. سره د دې چې پوهېږو دلته دوه لوري نه، بلکې تر شا یې لوی سیمهایز او نړۍوال لاسونه دي چې خپلې ګټې او خبرې لري، مګر ظاهرا دا لوري سره خبرو ته کېني. د خبرو په څو میاشتني بهیر کې نړۍوالو او سیمه ایزو شنونکو سره د هیلو او تمو داسې فکر هم وکړ چې دواړه لوري، خپل توپیرونه لري، چې په ځانګړو کلتوري چوکاټونو کې منځ ته راغلي او اوس مهم دي. ومو لیدل چې دا لړۍ دې ته هم ورسېده چې د ځینې مفاهیمو په تعریف او نه تعریف سره ښکېل شول. د جمهوریت پلوو دا فکر چې (کوم اسلام) او د طالبانو دا شعار چې (هر څه اسلامي) وي، ښکاروي چې د سیاسي دریځونو تر شا نرم او محتوايي توپیرونه شته چې مسأله لا درنه کوي او هواری یې مودې غواړي.
په دې لیکنه کې د دواړو لوریو د دریځ په هکله یو ټولنپوهنیز تحلیل وړاندې کېږي، او ځینې فرضیات لري، مثلا، دواړه لوري افغانان دي، مذهبي – سیاسي ادعاوې لري، مذاکراتو کې خپل حقونه لري. دواړو لورو منلې چې هرې خوا ځانګړو تجربو سره ژوند کړی، په داسې څه یې باورونه جوړ شوي چې بالآخره د یو بل په وړاندې یې مخالفت ته درولي. د ټولنپوهنیزو مخکړنو یوه د متضادو ارزښتونو چوکاټ دی چې د ټولنو ځینې مسألې پکې شنل کېږي.
پیلنۍ تمه دا ده چې دواړه لوري، ټول څارونکي او سولېتههیلهمن خلک د واقعیتونو په ځینو ترخو او اساسي څنډو سره وپوهېږي. سیاسي سوله، د قدرت د موازنې لړۍ پورې نښتې وي، کله چې دا موازنه بدله شي، شرایط بدلېږي. بناء د هوښیارۍ ده چې سوله باید د سیاسي تړون تر شا فرهنګي او ارزښتیز ژوره او پراخه لمن ولري.
داسې ښکاري چې دواړه لوري متضاد ارزښتونه لري. دا لوري یوازې نن منځ ته نه دي راغلي؛ د څو لسیزو په اوږدو کې له تاریخ، عرف او مذهبه را پورته شوي ارزښتونه د دوي په تن او روان کې ناست دي. دواړو خواؤ د ټولنې، شرایطو او وضعیت بېل ډول ادراک کړی چې اوسنی دریځ د همغه بېل ادراک عملي بڼه او ښکارنده نتیجه ده.
ارزښت او قدرت
د دې لپاره چې دواړه لوري د خپلو ارزښتونو د پاللو لپاره ځان مسؤل ګڼي، خپلې ګټې ورته همسې تعریف شوې دي، بناء داسې دریځونو کې غورځېږي چې له بل سره تضاد لري او دغه تضاد، هوار نه بلکې سره ويې پالي. په ټولنیزو او عرفي سترګو، د سیمهایز ژوند د جوړښتیزو بېلګو یوه دا ده چې کلي، ډلې، خېلونه او وګړي په خاصو خواؤ او اړخونو کې له یو بل سره سیالۍ لري؛ د واک سیالي، د ټبر سیالي، د شتمنۍ سیالي، د زور سیالي، د اړیکو او نفوذ سیالي او داسې ډېرې نورې. دا سیالۍ په لوړه کچه وګړي ټولنیز کوي، روزي او ځانګړي خویونه ورته ورکوي. د ارزښتونو تضاد په چوکاټ کې دا سیالي لویه شوې او داسې احساسېدلی شي چې که دا وګړي سره رقابت او تریخ دریځ و نلري، داسې انګېري چې ژوند یې ځانګړی اثر نه لري. د مسألې رواني زېرمه ډېره پخه، ټولنیزه یې پراخه او سیاسي – مذهبي ښکارېدنه یې جدي ده.
د «اغېز» او «لوري» د درلودلو او ثابتولو لپاره کوښښونو ډول ډول مسائل منځ ته راوړي چې که څوک وغواړي دا مسائل هوار کړي، نو تضاد ته رسېږي او کړکېچ ته اوړي. ځکه خو د ټولنیزو علمونو کارپوهانو ته ښکاري چې د مسألې اصلي ريښه فرهنګي ده چې سیاست ته غځول شوې، او حل لارې یې هم باید لومړی په فرهنګ بیا په سیاسي چلند کې ولټول شي. وګړي ته یو څه داسې ارزښت موندلی چې باید یې ترلاسه او برلاسی کړي، کنه خپل لوری او هویت ورته چندان ماناداره نه ښکاري.
د یو ارزښت کلکنیول، تر هغې کچې چې پرې د ژوند او سر محاسبه وشي، د یو ډول عرفي همغږۍ او د ځواک په سرچینه بدلېدلی شي. داسې لوری اخیستل، حتا که د ژوند په له لاسه وتلو هم کېږي، خپل مطلوبیت ساتي. او دا ټول حالت او مانا ورته انسانان ورکوي. کله چې شرایط متضاد او ارزښتونه مخالف وي، هر لوری چې لږ انعطاف وښي، ورته د ناکامۍ او بایلې احساس پیدا کېږي. د متضادو ارزښتونو له خوا منځ ته راغلي لوري او ذهني کلکوالي کې د عیني ګټو تعامل کول، یو لوری پاس وړي او بل څنګ ته کوي، داسې وضعیت کې تعادل ساتل که ناممکنه نه وي خپلې ستونزې او سختۍ لري.
دا یوازې د اوسنیو افغانانو ذهني وضعیت نه دی، په تاریخ کې د دوي عیني واقعیتونه هم داسې بېلګې ثابتوي. تاریخي جګړې، معاهدې، خپلواکي، مدرسه او مکتب، رسنۍ او … ټول همدا محتوا له ځانه سره وړي راوړي.
مشروعیت
دواړه لوري د اوسني دریځ د مشروعیت لپاره ځینې پخې سرچینې له ځانه سره لري. هر څو د سرچینو وېش دا نه ښکاروي چې کوم لوری دې مستحق وي، اما مهمه ده چې د کشالې د حل لپاره یو پراخ او اغېزناک منطق جوړ شي. که هر لوری خپلې ګټې یوازې پام کې نیسي، نو د مذاکرې او هواري منطق له منځه وړي.
جمهوري لوري د سیاست په نړۍوال او غیرعرفي مانا درېږي، ګټې او راتلونکي منافع ورته له همدې مسیره ښکاري، د یو پراخ عقلاني سیاسي سیسټم د جوړولو لوری تعقیبوي. طالبلوری د عرف او مذهب، چې یو ډول تعیینوونکي سرچینې دي، مهمه برخه په ځان پورې ګڼي. هر څو هېڅکله دا سمه نه ده چې طالبلوری دې یوازې د مذهب سرچینې په خپلواک کې ولري؛ د مذهب سرچینه په داسې منحصر ډول کارول، د شرایطو ستونزه ښکاروي. طالب لوری تر اوسه د بېلابېلو دیني پوهېدنو امکان او واقعیت نه دی منلی، او دا یوازې اوسنی کار نه دی.
حکومتونو ډېره کمه د دیني تعبیر او تفسیر هڅه کړې، بلکې لږ مهال یې د نفی کوښښ هم کړی، مګر ولې باید په داسې یو دوامداره شرایطو کې د دین په سر د خبرو او ګڼو لیدلورو د منځته راتلو بهیرونه بېخي نه وي؟ دا هغه پوښتنه ده چې مذهبي کرکټرونو او دولتوالو نه باید وشي. کابل پوهنتون کې اوس هم فلسفه او شرعیاتو پوهنځی په ګډې موضوع خپلواکه ناسته نه شي کولی. که حکومتونو د دیني تفسیر او څو ډوله روایتونو د منځته راوړلو هڅې کړې واي، نن به دا کشاله یو څه وړاندې تله او آسانه به هوارېده. لږ تر لږه دا پوښتنه به نرمه وه چې «کوم اسلام»؟
له بلې خوا، طالبانو نه په وار وار د بدلون تمه تکرارېږي او بېرته ماتېږي. ګومان وي چې دوي له نويو شرایطو سره ځانونه سم کړي، خو – قطر کې له اوسېدو پرته- لا داسې څه نه دي ثابت شوي. په کیفي توګه له طالبانو او د هغوي له کړو د کرکې کچه لوړه شوې احساسېږي. دا شان حکومتي ویاندویانو په دې وضعیت کې په بده کچه د ولس له عواطفو سره لوبې کړي دي. مانا یې دا چې د مطلوب جمهوريت د ارزښتپاللو بیه لوړه شي او منل شوې قرباني دوام وکړي.
پایلې او د ځانسمګڼلو بیه
کله چې ارزښتونه متضاد وي، پایلې یې حتا د داسې شرایطو منځ ته راتلل دي چې لا مهم ارزښتونه قرباني کړي. د بهرنیانو مداخلو، ډول ډول ناانډوله پرېکړو، د مهمو مسألو سطحي ګڼل او کرکه ایجادول هغه څه وه چې دا تضاد یې لا شدید کړی. یو بل ته رواني او ارزښتیزه صدمه ورکول او تاوان اړول، کشاله اوږدولی او لانجه غځولی شي. تضاد کې د یو لوري بایله او یا ضعیفول، عقدې او بدې خاطرې پاته کېږي. اوږدمهاله کې به دا تمې چې مقابل لوری ماتېږي، د جګړې د دوام لامل ګرځي.
راتلونکی یې تر نن لا خطرناکه دی، هر کله چې ډول ډول ارزښتونه د افرادو په تن او روح او روان کې وغږول شول، بیا یې پام کې نه نیول د افرادو او ټولنیزو ډلو پام نه غورځول دي. بیه یې لا زیاته او درنه ده.
د حکومت له خوا دا طرح شوی ادغام یوه سیاسي کتنه ده چې غواړي ټولنیزه او فرهنګي چاره حل کړي. دوی یې ښه وايي، خو که همدغومره ښه چې یې وايي عملا ممکن شي؛ مګر امکان یې لرې دی.
د ګټې ژور تاوانونه
د ګوانتانامو، بګرام، پلچرخي او نورو زندانونو اغېز د افغان ټولنې پر وضعیت، د تضاد د صفونو تقویه کول وه. د اسلامي نظام پر سر خبرې کول او بیا د سولې او حکومت جوړولو طرحې، د همدغو بنسټپال کلتور پر ځینو څنډو بیا څرخېده او ګرځېده دي. د یوه ارزښت، کلک غورځول، د هغه لا کلکول او د راپورته کولو طریقه ده. د متضادو ګټو پلویان چې کله سره نښلي، ورته خپلې ګټې لا ښې روښانه کېږي؛ دوي که اوس سره کومې پایلې ته هم ورسېږي، د راتلونکې لپاره د چلندونو او پرېکړو یوه نوې بېلګه یې هم ځان ته جوړه کړه.
د دغه ډول تضاد ګټې، د دواړو خواؤ د ارزښتونو تازه کول، قوي کول او ځانګړي کول دي. کوم استخباراتي او لوی اړخونه چې دا کړۍ لوبوي، د راتلونکې لوبې لپاره، قضیې ته لوری ورکوي. د شته وضعیت دوام به لا مذهبي کلکوالی تازه کړي. دا درک چې څوک په حقه دي، په افغاني کلتور کې، له عملي پایلو را اخیستل کېږي. یانې که جګړه دوام هم کوي، د دوي د ارزښتونو د شفافوالي لامل ګرځي، همدا مقاومت دوي ته دا مانا ورکولی شي چې دوي په حقه دي او خدای له دوي سره دی.
شرایط دې بدل شي!
که هر څوک په داسې شرایطو کې واقع شي کېدی شي ځان سم وګڼي. حقیقت د شرایطو په هملورې تعامل کې وګړو ته تعریفېږي. د متناقضو مرکزونو تضعیف، د اقتصاد او کلتور همغږي، د عامه افکارو او سیاسي پرېکړو واقعي همغږي، د رسنیو او بنسټونو تر منځ د ګډو ګټو تعریفول، د غیرضروري پرېکړو او خلکو غولولو له سیاسته لاس اخیستل، هغه څه دي چې شرایط بدلولی شي. طالب لوری یا په جګړه او یا هم په سوله شرایط بدلولی شي، چې اوږده او دوامداره ښکاري، مګر دا چانس افغان حکومت ته شته چې لاس په کار شي. حکومت که وغواړي ځینې مهم ګامونه واخلي، د شرایطو هغه اړخ دې ژر بدل کړي چې فرهنګي دی، د روانو سیاسي-مذهبي کړکېچ مانايي برخه، سمبولیکه، اصولي او ارزښتیزه برخه. په فرهنګ کې د اوسنۍ کشالې د ارزښتونو ختنځایونه دي. حقیقت د ګڼو روایتونو په توپیر باندې وېشل کېدلی شي. تر څو پایله دا شي چې یو لوری په بشپړه توګه ځان برحق ونه ګڼي. نسبي کول د ارزښتونو، د تعامل امکان لوړوي او د انعطاف سیاست منځ ته راوړي.
حال دا چې په دغه برخه کې هېڅ ډول پانګونه او تمرکز نه دی شوی، افغان حکومت غواړي دا خبرې په هر قیمت چې کېږي وکړي، او ګورو چې هره ورځ دا بیه لوړېږي او د ملکي وګړو د ژوند په بیه وړاندې ځي.