دفکر او عقل اسارت، یا ذهني غلامي
دستگیر روشنیالی
د فکراو عقل اسارت د انسان لاسونو او پښي ځولانه کول نه دي، د فکراو عقل تړل دي.
بی فکري او له عقله کار نه اخستل د موږ ذهنونه د واقعیت او حقیقت په ځاي د افسانو او خرافاتو منلو ته چمتو کړي دي.
د فکر او عقل اسارت ترټولو سخت او د اوږدي مودي اسارت دی. د انسان د فکر او عقل په اسارت نيول د انسان د کمزوري کولو او تحقیر کولو په معني دی. انسان په فزيکي لحاظ دير کمزوری موجود دی. د انسان زور او بری په فکر او عقل کي دی. انسان د فکر او عقل په زور ځان له تاريکی را باسي، انسان د فکر او عقل په زور په طبعیت او په ستونزو غلبه کوي. انسان په خپل شاوخوا د غني د تارونو په شان د اسارت بندونه د فکر او عقل په زور شلوي. د انسان د فکر او عقل په اسارت نیول له انسان د زور او بری اخستل دي. له نورو ژونديو موجوداتو سره د انسان برتری په فکر او عقل کي دی او د فکر او عقل اسارت کول له انسان ددي برتري اخستل دي. چيری د انسان فکر او عقل تر اسارت لاندي وي، هلته د ستونزو پیږندنه، په ستونزو غلبه کول او پرمختګ هم نه وي
که د فکر او عقل اسارت د واکمنو په سیاست بدل شي هدف يي د ټولني يرغمل کول او ټولنه د بي فکرانوپه لښکر بدلول دي نن په افغانستان کي ملاواکي له ټولني سره همدا چلند کوي.
په دي برسیره تاريخ، افساني، خرافات هم د فکر او عقل يرغمل نيونکي دي. عاطفي او خيالي شعرونه او هغه شعرونه چي يوازي په شکل او قافيه تکيه کوي هم د فکر او عقل له اسارت سره مرسته کوي. دا ډول شعر ونه په تاثیراتو او پايلو پسي ځي، نه په علت او عمل پسي.
“عقل مه غواړه طالع غواړه رحمانه
عقلمن د طالعمنو غلامان دي” رحمان بابا
تاریخ هم د فکراو عقل اسارت نيونکی دی. تاريخ د فکر او عقل په زندان بدليږي. د تاريخ په زندان کي پاتي کیدل د فکر او عقل يرغمل کول او د نن او سبا بی اهمیته کول دي. تاريخ پرون دي او موږ په نن او سبا کي ژوند کوي. موږ تاريخ ته د زده کړي له پاره ورخو، نه هلته د ژوند کولو له پاره.
د موږ په فکرونو او عقل افساني او خرافات د غني د تارونو په شان را تاو شوي دي. هغه باورونه، ګومانونه، عادتونه چي د ناپوهي، ډار، جبر په اساس را منځ ته شوي وي علمي او عقلي اساس و نه لري افساني او خرافات دي. په ټولنه کي مسلط ذهني حالت موږ ته وایی، دلته خرافات څومره پراخ او څومره پیاوړي دي. جادو. فال نيول، ، روي او ديبيان، زیارتونه او خوردي، بوت او بوت پرستي…
ډیرو انسانانو خپل عقل او فکر خرافاتو ته سپارلي او په دي باور دي چي د زیارت په تودولو، د جادوکر د سوټی په ښورولو، د پیر په چوپ کولو، د بوت په وړاندي په کونډو کیدل او زاري کول به يي د ژوند ستونزي حل کړي. په افسانو او خرافاتو باور کول د فکر کولو او له عقل د کار اخستلو لوی مخنیونکي دي. څومره چي علم او عقل محدود کيږي په هماغه اندازه خلک د ستونزو د حل له پاره افسانو او خرافاتو ته مخه کوي. څوک به لوی زیارت او څوک به کمکی زیارت تودوي. څوک به د بوت په وړاندي ګوندي وهي او څوک به د پیر د کرامت غوښتنه کوي.
کله انسان او کله يي فکر تر اسارت لاندي وي. کله غرونه، دري، میدانونه او کله فکرونه او استعدادونه تر اسارت لاندي وي او تر ټولو سخت او اوږد اسارت د فکر او عقل اسارت دی.