زه خو چې رښتيا درته ووايم څو لسيزې کېږي چې د واقعيتونو له دونيا نه، يا له فاني دونيا نه ابدي هغي ته راغلي يم خو دا به هم تاسو ته ووايم چې يوه شېبه د ځمکې د سر له دونيا بې غمه نه يم. هر څه داسې په رڼو او غړيدلو گورم، لکه چې اوس هم ژوندی يم او د ځمکي په سر له تاسو سره گرځم. زما د ارواحو دونيا رنگينه دونيا ده اوس چې په هر څه سترگي پرانيزم يوازې يوه کلمه ښه په برجسته او غټو تورو ليکل شوی وي: تسليت. د تسليت کلمه اوس نه يوازې دود دى بلکې د ژوند طرز او سلوک گرځېدلي دي. تسليت په هر څه او د هر څه لپاره کارېدلي شي. دا کلمه اوس يوه د ژوند او د روزگار کلمه ده.
نو نن هم تاسو ته تسليت وايم. نن مې سترگې پټې شوې اوسم د واره څلويښت کاله مخکې دور ته ورستون شوم. زه د کابل پوهنتون له ليلي نه په تراټ د حقوقو پوهنځي په لور په ځغاسته يم، سم د واره مې ټولگی پيل کېږي. د فلسفې استاد مې تباشير په لاس په توره تخته د د اهورا او اهريمن کلمي رسموي. استاد په دقيق انداز د بشريت اسطوره بيانوي. هغه د نوي او زاړه د علم او جهل د رڼا و تورتم د اهورا او اهريمن ترمنځ جگړه شرح کوي.
استاد وايي:
په پيل کې روښنايي وه، روښنايي او رڼا د ټولو شيانو ماهيت او اصل و او د ثواشه (مکان او افلاک) زروان(زمان) ځاى درلود، نور يا روښنايي نوراني او رباني موجودات وزېږول چې ډېر ستر يې زروان (ناپايه زمان) و چې هغه ته يې ناپايه زروان او خداى زروان هم باله، هغه ابدي پادشاهي درلوده.
نو زروان په زرگونه کلونه قرباني ورکړه چې له بطن نه يې دوه بچيان وزېږېدل، يو اورمزد او بل اهريمن: اورمزد چې د قربانيو په برکت پيدا شوي و او بل اهريمن چې د ترديد شک او وسواس ثمره وه چې په زړه کي به يې تېرېده. زروان وويل: هر يو چې ما ته ژر راشي نو د عالم او کايناتو پادشاهي به د هغه وي.
بدخصلته اهريمن خپله تنه څېرې کړه او په منډه ورغى. زرواندرنگ خداى په خپل وړاندې يو بدمرغه او ذليل موجود وليده، ترى ویې پوښتل تاسې څوک ياست؟ بدخصلته او شرير اهريمن وويل زه ستا زوزاد يم، زروان وويل: زما بچى بايد نوراني، خوشبويه وي، خو ته تورتم، ظلماني، او گنده يې. همدا وخت کې نيک بخته نوراني اورمزد يا اهورا د هغه بل زوى په ښکلي څېره او نوراني او معطره بڼه کې راښکاره شو.
زروان پوه شو چې دا زما حقيقي بچى او زوزاد دى، نو ورته ویې ويل: تر دى شېبې چې تاسې د هستۍ په ډگر کې قدم ايښى ده د هغه روښنايي په پيل کې چې زما ابداع او زما زيږنده ده ما قرباني ورکوله، سرښندنه مې کوله نذراني مې ورکولي، نو له دې وروسته ستا د قربانۍ او نذرانو وار دى، لعنتي اهريمن په قهر شو ویې ويل، تاسې وعده نه وه کړې چې دواړو بچيانو کې چې هر يو تا ته ژر درشي د کايناتو پادشاهي به د هغه وي او هغه ته به يې ورکوي؟
زروان وويل: زه به نهو زرو کلونو د مخه ستا لاس په نړۍ کې پري نه ږدم چې څه ته ور اوږود شي دا ځکه چې ستا د ظلماني او پليد ماهيت نه کرکه لرم خو بدخصلته اهريمن يوازې له تېر وخت نه خبر وو اوله راتلونکي ناخبره و. کله چې پوه شو چې نور له ماتي سره مخامخ دى د هغه تور او ظلماني سپنجي حالت تېرېدونکي دى او د اورمزد يا اهورا سلطنت نوراني، دايمي او ابدي دى نو تورتم ته ننووت او دري زره کاله په تورتم او تياره کې ساکن او بي حرکته پاتي شو. اورمزد پورته او اوهريمن کښته و، د اهورا ټول موجودات په معنويت کې وو.
درې زره کاله شا ته پاتې شول چې اهورا اهريمن وليده او د جنگ لپاره راميدان ته شو. دا دوران د نور او تورتم د مينې او کينې، د ظلم او عدالت د ابادي او وراني د يو ځاى کيدو دوران و چى پيل شو. د اهورا او اهريمن د نهه زره کالو جگړه پيل شوه. اهورا چې تنه يې له روښنايي، رښتيا و او د پوهې او معرفت نه مالامال وه سپاهيان يې خپل ودرول، د پوهې او معرفت ارباب د سپېڅلتيا ابدي مظاهر يې رامنځته کړل چې نظم يې درلود. پاکي يې درلوده، کمال يې درلوده، او ابديت يې په برخه و. اهورا وځلېده چې په زرين تخت کښېني، د هغه اراده د لمر له ارادي سره يو ځاى کيږي، ټول يو شان فکر کوي، يو شان خبرې کوي او يو ډول چلند او بيا اهورا پرښتې زېږوي. لکه «رشن» يا د رښتياوو پرښته او نور چې هره يوه د خير او فضيلت سرچينه وه.
***
استاد د اهورا و اهريمن جگړه تر دې ځايه راورسوله. زياته يې کړه، دا جگړه لا دوام لري. د کابل پوهنتون د همدې جگړې يو سمبوليک ډگر دى دا جگړه په دې ډگر کي د دې ځای له جوړېدو راهيسې پيل شوه، ما ته ياد شي چې يو وخت چې تنکي زلمي وم او د پوهنتون په خوا کې نږدې په يوه ليسه کې مې درس وايه يو ماسپښين له خوبه را پاڅېدم، رښتيا مازديگر و، د تمانچې ډزې مې واورېدې.
مرادتازه په تازه له ښاره راغلي وو ، خلاصي تڼي په يو ه شليدلي کټ کې چې پياړمه يې هم په ځمکه پرته وه پروت و ، دجاندادمور ورته چاى را ووړ ، پياله يې ورډکه کړه ۔خو په مرادکې دستړيا له وجهې متره نه وه چې ان پياله پورته کړه .
دجانداد مور يې دکار په باب وپوښتل :
هغه زياته کړه : نن دکاروبار مزه نه وه . په کراچې کې مې پياز او کچالو اونوره ترکاري اچولي وه ۔ دښار گوټي په کوڅو کې وگرځېدم ، ډېرو لږو خلکو زما سودا واخيستله : زه بيا بيرته لوې سړک ته را ووتم ۔ دسړک پر سر مې کراچۍ ودروله ۔ دښاروالي کسان را غلل پرته له دې چې پوښتنه وکړي زما کراچئ يې چپه کړه ، بيا مې ډير وخت عبث شو چې هغه را ټول کړم اوبيرته کراچې ته حرکت ورکړم .
هغه ورته وايي : انديښنه مه کوه دستونزواوسختۍ داسې ډېرې ورځې تېرې شوې دا به هم تېرې شي . لږ وخت پاتې دى که خداى کول جانداد به په خير سره زده کړه خلاصه کړي ۔ ارو مرو به مامور شي دمعاش خاوند به شي . نو بيا به تاسې هم اړ نه ياست چې کراچۍ کوڅه په کوڅه وگرځوۍ او روزې پېدا کړۍ .
دکتابونو اخيستل اړين دي ، زه يې کتابونو ته سودا اخيستي يم ۔ هغه وويل : زه بايد دپوهنځي د دورې دپاى ته رسيدو په موخه علمي رساله وليکم ۔ اورسالي ته کتابونه په کار دي ، روزگار هم داسې دى ، چې نه کار شته اونه هم روزگار ۔
مراد ته ويل کيږي : خداى به خير کي . سودا مه کوه ، زه به له گاونډي ميرمنې يو څه پور کړم ۔ جانداد ته يوازې څو مياشتې پاتي دي ۔ هغه به خداى له پوهنتونه فارغ کړي ، زما اوستا د دواړو نيستي به وشليږي ، اميدونه به مو گلونه وکړي ۔
ارواح مې ټوله کيسه را ته وويله. نودارواحو دښار يوه کيسه دا هم ده ۔ چې جانداد پرون زما ابدي دونيا ته راغلي دي . اوس دلته دغم اودرد ،خپگان ،لوږې،تندي او هيڅ احساس نه کوي .
دکيرکهگارد خبره به دې اورېدلي وي چې وايي :
«هغوۍ چې ناښاده اوخپه دي له دې امله چې له مرگه ډاريږي خو اخير موږ دامواتو دانجمن غړي دلرغوني روم دسپاهيانو په څير له مرگه نه ډاريږو ۔ موږ له مرگه بد تر مصيبت پيژنو ، چې په ټوله کې اوله هر څه زيات دژوند کولو مصيبت دى .
په رښتيا که داسې انسان يا ادم زاد وي چې نه شي کولي مړ شي ،هغه څه چې « دسرگردانه يهودي » په کيسه کي نقل شوى دى ،سمه وي . نوبيا ولي شک وکړو چې هغه نا خوښى انسان ونه بولو ؟ بس يوازې هغه وخت کولي شو ووايو ولي زموږ دپام وړ قبر تش دى ،علت دادى چې ډېر خواشيني انسان هغه دى چې نه شي کولي ومري اوخوښ کس هغه دى چې وکولي شي . »
Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.