د ځوان نسل تر ټولو مهمه دنده د سياست ژغورل او په بله خوا د سیاست اړول دي

چرا ما نمی­‌توانیم گفت‌وگوی سازنده داشته باشیم؟
گفت و گو

دستگیر روشنیالی

د ځوان نسل تر ټولو مهمه دنده د سياست ژغورل او په بله خوا د سیاست اړول دي. سیاست له خپله اصلیت جلااو يرغمل شوی.

موږ بي شماره سیاست کونکي لرو او دوي بي له سياسي زده کړو سیاست کوي. د دوي په منځ کي د سياسي انديښمند پیدا کول اسانه کار نه دی. په افغانستان کي بي له سياسي زده کړو سیاست شوی او کیږي. دا نه يوازي د نن، د پرون ستونزه هم وه او د نږدي راتلونکي ستونزه به هم وی. دا بي شماره سیاست کونکي په سياست کي په ټولنيزي او فکري پشتوانه پسي نه ګرزۍ او اهمیت نه ورکوي.  دوي د سیاست په فلسفی اوعلمي محتوا فکر نه کوي او نه ورباندي پوهيږي. دوي له سياسي مفهومونو( دولت، حکومت، ملت، ملي وحدت، حاکمیت، مخالفت، دوښمني … سره ډیربد او ناسم چلند کوي او په خاي يي نه استعمالوي. د دوي د سياست کولو پشتوانه زور، ثروت، میراث او بيګانه پالني دي. دوي په سیاست کي له تفاهم، ديالوګ، مصالحي کولو بيګانه دي.

د وروستيو لسیزو واکمنو د همدي ډول چلند په کولو سره په ټولنه کي  واټن، بي باوري او مخالفتونه را پیدا کړل او بيا په هغوي د خشونت، زور او نفي کولو فرهنګ تحميل کړ. همدا دوي وو او دي چي سياسي مخالفتونه  په سياسي دوښمنیوبدلوي او هرمخالفت ته د دوښمني تعریف ورکوي. همدا دوي دي چي  په ټولنه کي يي د پراخ قومي تعصب او پراخي مذهبي بنياد ګرایی د ودي امکانات او زميني مساعدي کړي.

دا اوس يو منل شوی تفکر دي چي اوسنی تراژیک او نامعلوم حالت د افغانستان د يو په بل پسي واکمنو د سياسي بی سواديو، سياسي بي عقليو او ساده ګيو، د ناسنجول شويو سياسي پريکړو، فرمانونو او حکمونو پايله دی.

په افغانستان کي قدرت استبدادي، انحصاري او توتالیتر ځانګړتياوي لري اوسیاست  د همدي ډول قدرت په وسیله بدل شوی. همدا نن قدرت د ملا په انحصار کي دی او په ټولنه مسلط سياست په استبدادی او توتالیتر ماهیت بر سیره شا ته د ګرزولو پياوړی تمایل لري او ټوله هڅه يي دادی  پروني استبدادی فکرونه د ژوند په لارښود بدل کړي. داسي فکرونو چي له ازادي او برابري سره نه پخلاکيدونکي دي او غواړي تول هغه اصول او ارزښتونه چي د ازادي او برابری په لور د ټولني لارښوونه وکړي  له ټولنیز ذهنيت محوه کړي.

افغانستان نوی سیاست کي نوی سیاسي چلند او نوی سياسي فرهنګ ته ضرورت لري او ددي ايجاد ا و وده به د ځوان نسل کار وي .  سیاست کول باید په همیشنۍ توګه له سیاسی زده کړو سره مل وي تر څو د سیاست په تعريف، د سیاست په دنده او د سیاست په فلسفي او علمی محتوا( هميشه بدلیدونکي محتوا )  پوهه تر لاسه شي. يو سياسي فرهنګ چي د محوه کولو او نفي کولو په ځای په تفاهم ، زغم، دیالوګ، گذشت او مصالحه کولو ولاړ وي. مخالفتونه ومني، انتقادونه او غږونه واوري او مخالفت ته د دوښمني تعریف ورنه کړي.

ځوان نسل ضرورت لري سياست د علم او هنر په توگه زده او تمرين کړي. ځوان نسل له ټولني سره مرسته وکړي چې سياسي شي. سیاست په ټولنه کي مفهوم پیدا کوي. سیاست د ټولني هرغړي متاثیر کوي او سیاست د ټولني کار دی. له بده مرغه ټولنه په پراخه توگه له سياست بيگانه  او لري ساتل شوي دی.همدا پراخه سیاسي بيگانگي ده چې سياست د څو وگړو، څو ډلو  او ملايانو په اسارت کې دی او دوي په نوبت له سياست سره د خپل مالکيت په شان چلند کړي او کويی. دا د سیاست اصلیت نه دی.

زه ځوان نسل ته مشوره ورکوم،  که د ځوان نسل د سياسي تفکر په مرکز کې انسان وي دا به بي له شکه ځوان نسل ته د دې امکان ورکړي چې په ډاډمنه توگه د سياست خپلواکي تامين او تضمين کړي، سیاست خپل اصلیت ته راوګرزوي او بيا به څوک سياست د ايديولوژي، د قوم، د مذهب، د ثروت، د کورنۍ  په نوم نه يرغمل کوي. بیا به انسان د ژوند حق په دومره اسانې نه اخستل کېږې، په ډاډمنه توگه به دانسان د سپکولو، توهېن کولو او ځورولو مخه ونيول شي او د هغه د حقونو، ازاديو او کرامت درناوی به وشي.

سياست د ټولني د لارښووني علم دی، کوم چې وده کوي، نوی کيږي اوبدليږي. سياسي پوهه هيڅکله نه تکميل کيږي. سياست د ټولني له تنظیم کولو سره کار لري او ټولنه د يوه ژوندي ارگانيزم په څير په هميشنی حرکت او بدلون کي دی او د دې معني دا ده چې سیاست په همیشنی بدلون او حرکت کي دی او ځوان نسل خپله سياسي  پوهه اوخپل سياسي استعداد ته په هميشنۍ توگه وده ورکړي.

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.

Top Reviews