زهر دارو – دارو زهر

محب زغم
محب زغم

زهر دارو – دارو زهر

محب زغم

محب زغم
محب زغم

جاراراکا د لاتینې امریکا خطرناک زهري مار دی. دا مار دومره چټک خوځېږي چې د سترګو د ځمبلو د وخت په څلورمه برخه کې چیچل کوي. زهر یې دومره قوي دي چې په هرو دریو چیچل شویو کسانو کې یو تن یې مري. د جاراراکا زهر د انسان په بدن کې د وینې د درېدلو نظام ګډوډوي او اکثره وخت چیچلی کس د وینې د بهېدو له امله مړه کېږي. ساینسپوهان کلونه کلونه د دې مار د وژونکو زهرو په څېړلو بوخت وو. دوی د زهر ترکیب معلوم کړ او هره ماده یې بېله کړه او د مختلفو درملو په جوړولو کې یې ورنه کار واخیست. دوی په دې زهرو کې یوه نادره ماده ومونده چې د ماغزو سرطاني حجرې پرې پېژندلی شو. د حجرو د ظاهر له مخې د سرطاني او غیر سرطاني حجرو توپیرول ډېر سخت وي او اکثره وخت چې جراحان د سرطان د لرې کولو لپاره جراحي عملیات کوي، ځینې سرطاني حجرې ترې پاتې کېږي چې بیا بېرته وده کوي. نن سبا ساینسپوهان د جاراراکا د زهرو هغه مخصوصه ماده د مغزو په سرطان د اخته کس بدن ته ور پېچکاري کوي. بیا یې په مخصوصه وسیله د مغزو عکس اخلي. په عکس کې سرطاني حجرې په بېل رنګ ښکاري او جراحان پوهېږي چې د مغزو کومې برخې باید لرې کړي.

همدارنګه د لړم، غڼې، زهري کربوړي، زهرجنې چونګښې او نورو خطرناکو ژوو له زهرو څخه د لوړ فشار، شکرې، د وینې ناروغۍ او مختلفو نورو ناروغیو د درملنې لپاره ګټه اخیستل کېږي. د دې زهرو ترکیب ساینسپوهانو ته د ډېرو ګټورو درملو د جوړولو نسخې په لاس ورکړې دي. دلته د حضرت عبدالقادر بېدل خبره سړي ته یادېږي چې وايي:

یک کف خاکی در این حرمانسرا بی کار نیست

سنګ هم کیفیتی دارد که مینا کردنیست

خو انسانان که له یوې خوا د علم په برکت زهر په دارو بدلوي، له بلې خوا د جهل په وسیله ځینې ښکارندې چې په اصل کې د دارو حیثیت لري، په زهرو اړوي. په دې ډله کې تر ټولو مهمه ښکارنده دین دی. دین د انسانانو لپاره دارو دی. دین د پلټونکي انسان هغه پوښتنې ځوابوي چې ساینس او فلسفه یې تر اوسه پورې ځوابونه نه دي موندلي، لکه موږ له کومه راغلي یو؟ چېرې ځو؟ چا پیدا کړي یو؟ ولې یې پیدا کړي یو؟ پس له مرګه ژوند شته، که نه؟ او لسګونه نورې پوښتنې. د استاد پسرلي خبره:

مرګ به آرام وي، که به ستړیا وي؟

وروستی پړاو دی، که به لا بیا وي؟

که بیا وي، چېرته؟ که نه وي، ولې؟

ورکو ته مخ کې، بیا ورکېدا وي؟

پر دې سربېره دیني باور انسان ته هغه سکون ورکوي چې په بل شي کې یې نه شي موندلی. انسان ته د خپلو عزیزانو د مرګ زغمل ډېر سخت وي، انسان په ژوند کې له ډېرو داسې پېښو، ناکامیو، ستونزو او بدمرغیو سره مخ کېږي چې زړه یې ماتوي، نا هیلی کوي یې او د کار او مبارزې سېکه یې ختموي. په داسې وخت کې انسان داسې تکیې ته ضرورت لري چې قادر مطلق وي، په هر څه وپوهېږي او د خیر او شر اداره یې په لاس کې وي. داسې تکیه یوازې په دین کې موندلی شو. نو دین زموږ د اروايي کشمکشونو، ناقرارۍ، ناهیلۍ او ناکامیو دارو دی.

 له بلې خوا، هر دین په اصل کې د اخلاقیاتو منظومه ده. هر دین د انسانانو تر منځ د انساني ټولنیزو اړیکو د سمبالولو لپاره اغېزناکې او ګټورې لارښوونې لري. د اسلام پیغمبر ﷺ خو پخپله ویلي دي چې «زه یوازې د دې لپاره مبعوث شوی یم چې اخلاقي فضایل کمال ته ورسوم.» اخلاق د ټولنیز ژوندانه لپاره دارو دي. اخلاق د هر چا شخصي حریم، سر، مال او عزت خوندي کوي، نو که د ټولنې ټول وګړي اخلاقي وي، ظلم، تېری، قتل او قتال، غلا، فساد، رشوت او اختلاس او نور رذایل به نه وي. نو په دې لحاظ دین د ټولنې لپاره دارو دی.

له بده مرغه نن سبا زموږ اسلامکارو دین، چې د فرد او ټولنې لپاره د دارو حیثیت لري، په زهرو بدل کړی دی. د دین په نامه بمونه ږدول کېږي، انتحار او انفجار کېږي، انسانان د پسونو غوندې حلالېږي. دلته د دین په نامه قتلونه کېږي او قتل تر ټولو لویه بد اخلاقي ده. انسان د پوهې او ټکنالوژۍ په مرسته له زهرو نه دارو جوړ کړي دي، خو همدې انسان بیا د کرکې او جهالت په وجه دارو په زهرو اړولي دي.

انسان څومره ښایسته دی

انسان څومره بدرنګ دی

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.

Top Reviews