هووارد زين؛ تروريزم او جگړه

د ارواحو دښار کيسې
اکبر کرگر

هووارد زين؛ تروريزم او جگړه

محمد اکبر کرګر

اکبر کرگر
اکبر کرگر

د ۲۰۰۱ كال د سپتامبر له یوولسمې نيټې وروسته چې كله امريكايي ځواكونو د طالبانو پر ضد له تروريزم سره د مخالفت په نامه كوم نړيوال عمليات پيل كړل، له هغه وروسته د هووارد زين له خوا د تروريزم او جگړې كتاب چې د مركې په ډول ترتيب شوي و، خپور شو. زما يو دوست دغه كتاب ماته راوسپاره او ما بیا له انګریزي پښتو ته وژباړه.

 اوس چې دغه كتاب بيا د چاپ لپاره يې د اړتيا له مخې تابيا شوې ده، اړينه ده چې د سرېزي په نامه هم يو څه ورزيات شي.

تر هر څه مخکې اړينه ده چې د اثر د ليكوال په باب لنډ مالومات وړاندې كړو، همدارنگه د پوځي عملياتو دا دعا په باب هم لږ څه او لنډه رڼا واچوو. اړينه ده چې وښيو او په دې خبرې وكړو چې د خيام  د مشهور شعر مطابق دا روښانه كړو، چې وايي:

شيخي به زن فاحشه گفتا مستی

هر دم به پاى ديگران پابستی

گفت شيخا من چنان كه گوى هستم

اما تو چنانكه گويي هستي؟

۱. هووراد زين څوك دى؟

پروفيسور هوارد زين د امريكا له ډېرو پياوړو روښانفكرانو څخه دى. نوموړي د جنگ، نژاد پالنې، سياسي علومو، ټولنيز عدالت او په ځانگړي توگه د تاريخ په باب زيات اثار ليكلي. هغه په روښانه او څرگنده ژبه ليكل كوي او د مسايلو ژورو ته داخلېږي.

سره له دې چې نن ورځ به د هغه عمر له نوي كالو پورته وي، خو د هغه عمر او بوختيا د هغه په روښانه او صريحه ژبه كومه اغېزه نه وه. هغه په خپلو اثارو كې د جنگ او د خلكو د مبارزو په تاريخ خبرې كوي. سره له دې چې نوموړي په دويمه نړيواله جگړه كې د امريكا په هوايي پوځي برخه كې كاركاوه، نن ورځ په ټول قوت سره د جنگ مفكوره غندي او محكوموي يې. د زين لپاره دويمه نړيواله جگړه وروستى جگړه وه، چې كېداى شي له هغه نه يادونه وشي. نوموړي په ياده جگړه كې ستر جنايتونه مشاهده كړي او په همدې اساس له جنگ سره سخته كركه او دوښمني لري.

هووارد زين په يوه كارگره كورني كې په يوه بيوزلي سيمه كې زېږېدلی دی. په ځوانۍ كې يو كارگر و، د دويمي نړيوالي جگړي په اوايلو كې پوځ كې شامل شو. له هغه وروسته د دولت د مرستو په اساس چې له پخوانو سربازانو سره يې كوله، په كولمبيا پوهنتون كې شامل شو او د تاريخ په برخه كې يې د دوكتورا تر درجې پورې زده كړې وكړي.

د جگړي او تروريزم كتاب له انتوني ارناو سره د مركو په بنياد جوړ شوى او ترتيب شوى دى. انتوني ارناو له هووارد زين سره يو ځای د سوسياليزم د بين الملل ټولنې غړى و. په همدې مركو كې د جنگونو تاريخ شاليد ته هم پاملرنه شوې ده.

دا كتاب چې په افغانستان باندې د امريكا د بمباريو په شرايطو كې ترتيب شوى دى، په پايله كې په سيمه كې او په منځني ختيځ كې په وروسته پايلو هم خبري شوې دي. هووراد زين په دې كتاب كې جوتوي چې امريكا څرنگه يو عظيم افغان ولس سپك او تحقير كړ. له اسمانه يې د كانسرو قطۍ او يو يو ډالر ورته واچول، خو له دې ترمخه يې خپلو اعمالو ته پوره زمينه برابره كړې وه. لومړي يي د جهاد په نوم يو منحط لښكر وروزه او بيا يي دغه نقش طالب ته وسپاره، چې تر ننه لا روان دى.

۲. دولتي او نادولتي تروريزم

د يوې فرعي سريزي په توگه يادونه كوم، چې د افغانستان د اوسنۍ غميزې پيل په نني متن كې له دويمې نړيوالې جگړې وروسته پيل شو. دونيا دوه قطبي شوه، د امريكا متحده ايالاتو څو واري فشار وارد كړ، چې افغانستان له ايران او پاكستان سره يو ځاى د بغداد په نظامي تړون كې شامل شي. د پښتونستان له داعيې لاس واخلي، له پاكستان سره نږدې اړيكې ولري، هڅه وكړي چې د پښتنو د حق خوداراديت يا خپلواكۍ مساله عامه ذهنيت ته داخله نه شي. له شوروي اتحاد نه واټن ونيسي. دا ټولې خبرې او داسې نورې زياتي په هغه پروپوزل كې راغلې دي، چې د هلمند د پروژې د سر سلاكار له خوا ليكل شوی او بيا په واشنگتن كې د افغانستان په سفارت كي ژباړل شوی او ټايپ شوی او له هغه وروسته پادشاه محمدظاهر خان او نورو مشرانو ته رسپارل شوی و؛ خو د هغه وخت افغان مشرانو دې وړانديزونو ته په احتياط ځواب وركړي او د افغانستان ناپيلتوب يې ساتلي وو.

د لويك ادمك د ليكنو له مخې افغان مشرانو څو وارې، امريكا متحده يالاتو ته د مرستي او په هېواد كې د اقتصادي بدلون غوښته كړي وه؛ خو هغوی دا غوښتنه نه وه منلي، ان تر دې چې د افغانستان او پاكستان پرتلنه يې د «خرسوار او موټر سوار» په عبارت كړې وه. افغانستان اړ شو چې د عصر او دوران د غوښتنو له مخې له شمالي گاونډي نه مرستې وغواړي. دا كار وشو او دې بهير بيا يو بل پړاو را دبره کړ.

كله چې شوروي په افغانستان كې ښكېل شو، همدغه نقطه وه چي د افغانستان غميزه پيل كېږي. په دې مانا چې امريكا، لوېدېځ او په تېره پاكستان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره پانگونه كوي او دا پانگونه په جهادي ډلو او ټپلو په افغانستان كې د ترهگرۍ پيلامه، په هېواد كې د توندلارو مذهبي افراطي ډلو له خوا پيل شوه. د كابل پوهنتون، لغمان، پكتيا او پنجشېر پېښي د اوسني پاتې نسل له حافظې نه ليرې شوې نه دي.

 په هر صورت جهادي غوبل او طالبي ناورين د هر افغان په حافظه كې تل ژوندی دی، خو د امريكا متحده ايالات له تروريزم سره د جگړې په موخه دې سيمې ته راغله.

 همدا ځواك په نړې كې يا د ځمكې په سياره كې د خپلو كړنو يوه ماضي لري. پوښتنه دا ده چې ايا تروريزم په كوم لوري كې موقعيت لري. په دې باب د امريكا د مشهور سياسي او فرهنگي شخصيت نوام چامسكي په نظرياتو سره اوږه په اوږه د نژادي توپير، بې عدالتۍ او همدارنگه د جنگ او تېري په وړاندې مبارزه كوي، ليدلي شو.

نوام چامسكي په خپله يوه مركه كې د مشهور ژورناليست اندره اولچك سره په خبرو كي ليكي:

«كله چې كريستف كلمب د امريكا په قاره گام كېښود، هلته د ۸۰ تر ۱۰۰ میليونه بومي خلك اوسېدل. هلته تمدن وجود درلود، ښارونه موجود ول. تجارتي روابط موجود؛ خو په ډېر لږ وخت كې په سلو كې ۹۵ نفوس په دغه نيم كره كې له منځه ولاړ. دغلته چې نن ايالات متحده امريكا ده، لس میليونه بومي خلكو ژوند كاوه، خو د۱۹۰۰ كال د احصايي له مخې دغه شمېر ۲۰۰ زرو تنو ته راكم شو. دا ټول ترخه حقايق دي چې د زياترو روښانفكرانو سترگې پرې پټېږي.»

 له دې ويناوو څخه چې د حقايقو له مخې ده، نن هم هماغه سياست او تگلاره د امريكايانو په تن او وجود او عمل كې ځاى لري. چامسكي زياتوي: «نن امريكا په دې ايډیا مسته ده، چې كه نن موږ فوسيلي محصولات ترلاسه كړو او هغو د استخراج تكنيك ته وده وركړو. د سعودي عربستان په څېر له انرژي پلوه خودكفا شو؛ نو بيا امريكا كولی شي په زياتره هېوادونو خپله سلطه ټينگه كړي. همدا خبره د اوباما په خبرو كې هم په ۲۰۱۲ كې څرگنده شوه.»

هلوكاست اوجينوسايد د امريكايي سياست بنسټيز تيزس دی، هغوى د خپلو موخو په خاطر هر هغه عمل ته لاس اچوي چې د بشريت په تاريخ كې يې ساری نه وي.

اندره ولچك اروپايي ژورناليست چې په امريكا كې يې ژوند كاوه، له نوام چامسكي سره په خبرو اترو كې وايي:

په هغو ټولو هېوادونو اوسيمو كې چې د اروپا د استعماري امپراتوريو لاسبری و، هلته د اجباري كارونو لومړنۍ اردوگاه يا كمپونه نه يوازي په المان كې رامنځته شوي؛ بلكي په مستعمره هېوادونو يعنې كينيا او جنوبي افريقا كې د بريتانيا د امپراتورۍ په وسيله رامنځته شول. هغه هلوكاست چې په اروپا كې رامنځته شو او يهوديان او كوليان يې قربانيان وو، لومړنی هلوكاست په المان كې نه و؛ بلكي له هغه دمخه د امريكا د قارې په جنوب دماغه كې او په زياترو نورو سيمو كې د عامه وژنې او قتلونو سب و. المانيانو د «هه ره رو» د قبيلې اكثره خلك په ناميبيا كې له منځه يوړول؛ خو په دې باب نه په المان او نه خو په نورو اروپايي هېوادونو كې خبرې رامنځته شوې. دغه جمعي وژنه نه توجیه درلوده او نه هم منطق، دا يوازې له بومیانو سره د المانيانو كينه او كركه وه.

دلته چي موږ د استعمار او اشغالگرو په باب څه وايو، كومه نوې خبره نه ده. كارل ماركس د خپلو ژورناليستي فعاليتونو په لړ كې د انگليس د استعمار په باب ځيني رپوټونه چمتو كړي چې د «پيرامون استعمار» په كتاب كې چاپ شوي دي. هغه وايي: «موږ بايد له ياده ونه باسو چې دغه له وړتيا څخه بې برخې ژوند چې د هند ولسونو درلود، بې حركته او د گياه په څېر و. له بلې خوا په خپل مخالف قطب كې د وحشي ورانوونكو او په پټو سترگو د بې پيزوانه او نه مهارېدونكو ځواكونو د رابرسېره کېدو سبب شو. په هندوستان كې يې ان له وژنو او قتلولو څخه مذهبي دود جوړ كړ. بايد له ياده ونه باسو، چې كوچني كلي او تولنې له هغو اختلافاتو سره چې په خپلو منځو كې يې درلودل، د مریيتوب ټاپه يې هم درلوده، نو استعمار د دې پر ځاى چې انسان د پيښو او واقعاتو فرمانبردار مقام ته لوړ كړي، برعكس يې د هماغه پېښو او واقعاتو مريي كړ، چې دوی د ټولنې دا خپلسري تكامل په نه بدلېدونكي طبيعي قسمت بدل كړ. په همدې ډول د طبعيت قهرجن كيت يې ترې جوړ كړ. د دغه روش حقيقت په دې كې راڅرگندېږي چې انسان دغه د طبعيت بادار او حكمران په اطاعت او درناوي سره د شيادي او سابالا په نو م غوا ته گونډه ووهي.»

نوام چامسكي يادونه كوي چې په وروستيو كلونو كې په شرقي كانگو كې ډېرې تراژيكي پېښې وشوې. احتمالا له ۳ نه تر ۵ ميلیونو پورې كسان ووژل شول. څوك د دغه جناياتو مقصر دى؟ دا قربانيان د پوځي ملېشو له خوا ووژل شول. خو د دې مليشو شا ته څو مليتي شركتونه او حكومتونه وو. اندره ولچك زياتوي چې په كنگو كې له ۶ نه تر ۱۰ میليونو خلكو ووژل شول.

همدارنگه د امريكا د متحده ايالاتو په تاريخ كي يوه ډېره له شرم او خجالت نه ډك داستان په ويتنام باندې د هغو يرغل و. په ۱۹۶۰ كال كې كنيدي د متحده ايالاتو هوايي ځواكونو ته امر وكړ، چې جنوبي ويتنام بمبارد كړي. هغه پوځيانو ته كامل اختيار وركړی و، چې په ځنگلونو او كروندو باندي ناپالم او كيمياوي بمونه وغورځوي. دوى داسې كارروايي وكړه، چې هدف يې د ميليونونو كسانو ليرې كول او تېښتې ته اړ كول و، چې خپل كلي ښارونه او د ښارونو شاوخوا تشې كړي.

 چامسكي وايي: «د دغه كيمياوي و سلوكارولو اثرات دا دي چې تر اوسه لا له خلكو قرباني اخلي. كه د سيگون روغتونونو ته ولاړ شئ، دا قربانيان ليدلي شئ. كولي شئ ناقص الخلقه جنينونه ووينئ او هغه ماشومان چې له ميندو زېږېدلي او يا راځي ټول تر دې اغېز لاندي دي چې د ويتنام خاوره يې له زهرو ډكه كړي وه.»

د امريكا متحده ايالاتو د ۵۲B  الوتكو په وسيله د لاوس او كمبوديا كلي بمبارد كړل چې دا دوه هېوادونه له ويتنام سره همغاړي نه شي. میليونونه خلك يې ووژل. د نهو كالو په دوران كې (۱۹۶۴ – ۱۹۷۳) دوه میليونه ټنه بمونه په لاوس ورپرېوتل او د بمونو هر مخزن په سلگونو نور كوچني كروي شكله بمونه درلودل، تر اوسه لا په زرگونه هغه نه دي چاودلي او په خاورو كې پټ دي.

اندره ولچك ليكي: «زه يو وار بيا نسل وژنې ته اشاره كوم، دا شمېره چې ترهوونكي او له ډاره ډكه ده، په تېر كال كې كله چې ما فيلم ډكاوه، «بن كالالا» د كانگو په جمهوريت كې د جمهوري رياست يو نامزد وويل چې موږ د ۶ نه تر ۸ میليونه خلكو قربانيانو په باب خبرې كوو.

خو ځينې وايي د قربانيانو شمېر لس ميليونه و. په رواندا كې په ۱۹۹۴ كې ۸۰۰ زره كسه وو، خو نړيوال پر هر څه سترگې پټوي او د كانگو د ۸  تر ۱۰ ميلیونو قربانيانو خبره نه كوي.

نوام چامسكي د افغانستان په باب د لوېديځو ژورناليستانو له وجدانه پرده پورته كوي او لیکي: «كله چې امريكا په افغانستان حمله كوله، زه په اسلام اباد كې وم. زياتره ژورناليستان د دې لپاره چې د جنگ صحنې ته نږدې وي، اسلام اباد ته راتلل. زيات شمېر خبرنگاران هلته راټول وو. هڅه يې كوله د افغانستان د جنگ په باب رپوټونه جوړ كړي. هماغه داستان تكرارېده. د هوټل په بار كې كېناستل، څښل يې كول او كار يې كولو. يو وار يو امريكايي راكټ په كابل كې د الجزيرې تلويزيون په ودانۍ ولگېد. هغه يې ويجاړ كړ، ويل يې چې دې هدف كې اشتباه شوې وه. د راپورترانو عكس العمل دا وو چې د دې خبر په اړوند يې په ملنډو ويل او ټول په دې موافق وو چې دا حمله د هغه ودانۍ د تخريب لپاره شوې وه، خو يو يې هم حاضر نه شو، چې رپوټ وركړي. دا ډول پېښه د اردن په لوېديځه څنډه كې هم شوې وه چې راپورترانو سم رپوټ نه چمتو كاوه.

پورته چې موږ څه وويل، دا څو لنډ مثالونه و. په معاصر تاريخ كې او همدارنگه د استعمار او له هغه وروسته د امپرياليزم په تاريخ كې داسې بېلگې بې شانه ډېرې دي. ترهگري يا تروريزم نوى عنوان او سرخط دى. دا سر خط په زوره مغشوشېږي، چې څوك پوه نه شي چې اصلي ترهگر څوك دى. ترهگر هغه څوك دى چې ترهگر زېږوي. هم په خپل عمل سره چې د عكس العمل په توگه يې راهڅوي او هم يې پخپله تنظيموي او په وسلو او مالي لحاظ يې تمويلوي. په افغانستان كې يا د افغانستان په مورد د ترهگرۍ لوبه دويم واريانت دى. جهاد د محمد داوود د حكومت پرضد پيل شو، جهادي په اصطلاح مشران په هماغه وخت كې وتښتېدل. هغوی چې بارداره شول طالبان يې وزېږول او طالبان چې بارداره شول اوس يې آى اس اس يا داعش زېږولی دی.

۳. بلهاري افغانستان

په ۲۰۰۱ كال اكتوبر كې د امريكايي پوځونو له خوا د افغانستان اشغال پيل شو. نن د افغانستان عمليات د امريكا لپاره په نړۍ كې ډېر اوږود جنگ گڼل كېږي؛ خو كوم جنايات او ډله ييزې وژنې چې له پيل نه تر اوسه په افغان ولس تپل شوې دي، ټول حاضر نسلونه يې شاهدان دي.

د لومړي وار لپاره په ۲۰۰۱ كال د اكتوبر په ۷ نېټه د يكشنبې په شپه د امريكا او انگلستان ځواكونو په كندهار، ننگرهار، كندز، جوزجان، لوگر، تخار، نيمروز او غزني كې د كروز ميزايلو یرغلونه وكړل. په درې اوونيو كې له زرو كسانو زيات خلك ووژل شول.

د گاردين د رپوټ له مخې په هماغه وخت يو كاروان چې د ختيځو ولاياتو قومي مشران پكې و، بمبارد شو او ۶۵ كسه پکې ووژل شول. د ۲۰۰۱ كال په ډسمبر كې ۳۸۰۰ غيرپوځي خلك د بمبارد په وسيله ووژل شول.

په ۲۰۰۷ كال كې امريكايي جنگي الوتكو هرات ته نږدې بمبارد وكړ، په ۴۲ كليو کې ۱۶۰۰ ماشومان ښځې ووژل شوې او ۱۰۰ كورنۍ بې كوره شوې.

د شينډنډ په عزيزاباد كې په ۲۰۰۸ كال د بمبارد په اثر ۹۰ تنه غيرپوځي كسان ووژل شول. په فراه ولايت كې ۱۴۵ كسه ماشومان او مېرمنې ووژل شوې.

په ۲۰۰۹ كال كې امريكايي الوتكو په نرنگ ولسوالي كې په يوه مدرسه بمبارد وكړ، ۱۸ تنه يې ونيول، لاسونه يې پرې وتړل او بيا يې ووژل.

په ۲۰۱۲ كال په واشنگتن كې يو امريكايي افسر د «ساتل» په محكمه كې اعتراف وكړ، چې د كندهار پوځي اډې ته نږدې يې په يوه كلي بريد وكړ او ۱۶ كسان چې زياتره يې ماشومان و، ووژل او ان د قربانيانو اجساد يې وسېځل.

د ۲۰۱۵ كال په اكتوبر كې د كندز په روغتون بمبارد وكړ، چې ۴۲ كسه بېگناه خلك يې ووژل.

د پيل نه تر ۲۰۱۶ كال پورې نږدې ۱۷۳ زره كسه افغان ملكي وگړي ووژل شول او همدومره لا زيات ټپيان شول.

امريكايانو په روان كال كې ۳۵۰۰ بمونه غورځولي دي، خو دوی د ملكي خلكو په وژلو سترگې پټوي.

په همدغه كال كې دغه بمبارد وروستي حد ته ورسېد. په ۲۰۱۹ كال كې دغه بمبارد ۷۴۲۳ بمونو ته ورسېد.

د دونالد ترامپ په راتلو سره ټول قوانين او د مخنيوي اصول له پامه ليري شول او په شدت د ملكي خلكو وژنه زياته شوه. دوه كاله دمخه امريكايانو د دبمونو مور د ننگرهار په اچين كې وكاروله.

 د امريكا د دفاع پخواني دفاع وزير د دې بمب په باب وويل چې دا بمب په ايران كې د ځمك لاندي غني سازۍ د له منځه وړلو په هدف طرح شوي و. دغه بمب ۹ متره اوږود والی او لس ټنه وزن درلود او هدف يې د جي پي اس په وسيله پيدا كاوه او د دې بمب د قدرت د زيادښت لپاره يې د دالمونيوم پودر ورزيات كړي وو.

په دې اساس د بمبونو مور كارونه په اچين كې هيڅ توجيه نه لري، بلكي امريكا غوښتل دغه وسله دلته وازمايي، هيڅ بل ځاى ورته موثر نه و او همدارنگه په دې وسيله يې د امريكا دوښمنو يا رقيبو هېوادونو لكه روسيې او چين ته د يوه خبرداري مانا درلوده.

دا له منطق نه ليرې خبره وه چې داسې بمب په دغه ياده سيمه كې وكاروي. دا ځكه چې ډېر زيات فشار په ځمكه وارد شو. هغه زهري مواد چې په بمب كې و، د يو نيم كيلو متر په شعاع يې ځمكه زهرجنه كړه. هدف هم دا و چې دغه شعاع وازمايي.

داعش په ټول ځواك سره په افغانستان كې موجوديت لري، دې بمب ونه شول كړاى خلكو ته د ترهگرۍ په ضد د جگړې ځواب ووايي. په داسې حالاتو كې په افغانستان حاكم واكمنان اوس د تاريخ له سختو پوښتنو سره مخامخ دي.

پوښتنه دا ده چې ولې د مور بمب يا مادر بمب كه واقعاً يې هدف ترهگر وي په سوريه او عراق كې چې د داعش مركزونه لري نه كاروي. په پاكستان يې ولې نه كاروي چې د ترهگرو د روزنې مدرسه ده. كه هدف يې ترهگر وي، ولي يې د ترهگرو د روزني په كمپونو نه كاروي. د طالبانو پر ضد عملياتو كې دوى وكړاى شول، په څلوېښت ورځو كي د طالبانو جرړې ختمې كړي؛ خو په تدريج سره د دې لپاره چې د خپل اشغال د دوام دلايل پيدا كړي او طالبان بيا حاكم كړي، په ورور ورو يې طالبان په سيمو لاسبري كړل. هغوی چې پرون ترهگر وو، نن د افغانستان له دولت پرته ورسره كښېني او پريكړې كوي.

نن دا خبره روښانه ده چې ترهگر يوازې ډلې او وسله وال گروپونه نه دي، بلكي د نړې لوی طاقتونه دي، چې هم ترهگر دي هم ترهگر روزي او هم ترهگر تمويلوي. دا كتاب «جگړه او تروريزم» همدا مسأله روښانوي.

د امريكا او د هغه د پلويانو جگړه په اصطلاح د ترهگرۍ پر ضد نه؛ بلكې د ترهگري د روزني په موخه ده. دا مالومه نه ده چې د دې لوبي اصلي قرباني يعنې افغانستان ځمكنۍ بشپړتيا او سلامتيا به څرنگه وي؛ خو اوسني زمامداران به يې هم تاريخ ته ځواب ووايي.

 

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.

Top Reviews