شعر او ارواپوهنه

هنر د هنر لپاره او د ليکوال رسالت
استاد اکبر کرگر

شعر او ارواپوهنه

کارل گوستاويونگ له نظره :

خلاقيت  دذهني ازادۍ په څير درازونو ټولگه ده  ۔ ارواه پوه کولی شي دبهيرونو يا ذهني جريانونو په لړ کې دواړه پريکړې تشريح کړي ۔ خو نه شي کولي هغه څه چې دفلسفي ستونزې په توگه يې مطرح کوي دهغې لهپاره دحل لاره پيدا کړي ۔ خلاق انسان يوه داسې پيچلې پوښتنه ده چې ښايي هڅه وکړو چې له بيلابيلو لارو ورته ځواب ووايو۔ خو هر وخت  نتيجه نه لري ۔ حقيقت دادی چې اوس مدرنه ارواپوهنه ددې مخنيوی نه کوي چې دهنرمند پوښتنې ته راوگرځي اودهغه په هنر تمرکز پيدا کړي ۔ فرويد فکر کولو چې نوموړي داسې يوه اساسي لاره اوپروسيجر پيدا کړی چې دهنرمند دشخصې تجاربو څخه دهنري کار تجربو باندې پوهيدنه ترلاسه کولی شي ۔ داسمه ده اوډير زيات امکانات  په دې لوري اواستقامت کې پراته دي ۔ خو د ا مفکوره د پوهيدو وړه ده  کيداى شي  هنري کار دعصبي اخلال په څير بېرته  درواني ژوند غوټو ته ورستنيدنه وي چې موږ يې کامپلکس بولو  ۔  دادفرويد يو سترکشف وو چې دعصبي نااراميو يو علت په رواني قلمرو کی دی چې له هيجاني حالاتو څخه  راټوکيږي اويا دماشومتوب له ذهني تجربو څخه راولاړيږي ۔ دفرويد ځينې پلويانو    رانک   Rank اوستيکيل   Stekel  په خپله څيړنه کې همدا لورې تعقيب  اوډيرو مهمو نتيجو ته ورسيدل ۔ دا په بشپړه څرگنده ده اوانکار ترې نه شي کيدای  چې دشاعر رواني استعداد دهغه په کار کې هر لورته خپلې ريښې ځغلوي ۔ په دې څرگندونو کې خو داسې کوم نوی شی نشته چې شخصې فکتورپه ستره پيمانه دشاعر په انتخاب کې اغيزمند دی اودهغه له موادو کار اخلي ۔ سره له دې چې په حقيقت کې بايد فرويدي ښوونځي ته اعتبار ورکړل شي  چې تر کومه حده دې نفوذ ته رسيږي ۔ اوله کومو لارو تجربو ته رسيږي ۔ اواغيزې يې په کومو حيرانوونکو طريقو سره څرگنديږي

فرويد رواني ناروغي  دسيده رضا اوقناعت دبديل په توگه رايادوي ۔ له دې امله ځينې شيان نامناسب ٬ غلط ٬ فريب کارانه اويوه سهوه اوپه خپله خوښه دسترگو پټول بولي ۔ دهغه له نظره دا کار يوه اساسي نيمگړتيا ده  چې بايد موجوده نه وای ۔ لکه څرنگه چې عصبي نارامي له اخلال پرته په ټولو مظاهرو سره کومی چي په مجموع کې دنورې راپارونې اوقهرونې سبب کيږي نور څه نه دي ۔ داځکه چې داحساس وړاومانا نه لري ۔ اوکيدای شې څوکسه به يې ښه وبولي ۔ خو شعر ياهنري کار په عصبي هيجان سره تقريبا تر پوښتنې لاندې واقع کيږي کوم چې دتحليل اوشننې په توگه کيدای شي دشاعر دسر کوب شويو غوښتنو په توگه وڅيړل شي ۔ نو په دې ډول ځان دمذهب اوفلسفې سره ډير نږدې احساسوي اوپه دې اړوند دفرويد دارواپوهنې سره په ورته رڼا کې  نسبت دی ته چې دهغو شخصې غوښتني تشريح شي ٬اوپه دې اعتراف وشي نو  هيڅ اعتراض نه رامنځ ته کيږي ۔ پرته له دې چې هنري کار يې دفکر کولو وړ نه وي ۔ خو بايد داسې ادعا وشي  چې دهنري کار په دې ډول تجلي اوشننه باندې حساب وشي اوبيا په کاتيگوريک ډول له پامه وغورځول شي   ۔دشخص ځانگړنې چې دهغه په هنري کار کې تشريح کيږي ضروري نه دي ،په حقيقت کې تر زياته حده دهغه دځانگړنو يا ځانگړو خصوصياتو سره مقابله کوي چې لږ ترلږه يې دهنر پوښتنه ده ۔ کوم شی چې په هنري کار کې ډير اړين دی دادی  چې هنري کار بايد دهنرمند دشخصې سلطنت له پاسه  راڅرگند شي ۔ اوديو شخص اوبشر په توگه دشاعر روح اودزړه خبره وکړي ۔ شخصي عنصر يو محدوديت دی اوان تردې چې دهنر دواکمنئ په قلمرو کی گناه ده ۔ کله چې د((هنر )) شکل په ابتدا کې شخصې دی نو غوښتنه کوي چې داسې چلند ورسره وشي چې دعصبي قهر په بڼه  وو ۔ کيدای شي په دې مفکوره کې دفرويد دښوونځي له مخې داسې ارزښت اواعتبار وي چې له استنا پرته د هنرمند ځان غوښتنه وگڼل شي ۔ کوم چې دهغه په وسيله نامنکشفه شخصي دهستونو اودخپل سري جنسي تمايلاتو ځانگړي نښې ولري ۔ بيان اوڅرگندوني يوازې هغه مهال ارزښت لري چې دهنر مند له پاره ديو شخص په توگه څه نه وي ۔ دهغه ظرفيت اواستعداد  ديو هنرمند په توگه ٬ نه يوازې فردي جنسي اونه عمومي جنسي روابطو ٬ نه جنسې اړيکو په احساس سره وي ۔ هغه داسې يو غير شخصي هدف دی ان غير بشري ۔ ديوهنرمند له پاره په خپل کار کې نه ديو بشر په توگه ۔

هر خلاق شخص يو ثنويت لري يا په طبيعي توگه دتناقضاتو يو ترکيب دی ۔ له يوې خوا هغه دخپل شخصي ژوند په مقياس يو انسان يا بشر دی ۔۔په داسې حال کې چې له بلې خوا هغه يو غير شخصي خلاقه جريان دی ۔ څرنگه چې دبشر په توگه کيدای شي له وحشته ډک اواز راپورته کړي موږ بايد دهغه رواني جوړښت اواډانې ته پام وکړو چې دهغه غوښتني اوشخصيت په کې پيدا کړو ۔ خو موږ يوازې هغه وخت کولی شو چې هغه وپيژنو اوديوهنرمند په توگه دهغه دهنري برياوو دليدلو اوکتلو له لارې دهغه  ظرفيت وگورو۔موږ بايد يوه غمگينه اوناخوښې سهوه وکړو که هڅه وکړو چې  ديوه انگريز ښاغلي دژوند طرز اواکر تشريح کړو يا دپروسې افسر اويا ديو مذهبي کاردينال په اصطلاح شخصي عناصر ۔ دښاغلي افسر اومذهبي روحاني نقش دغير شخصي رول په توگه اودهغه درواني جوړښت دپرديو اهدافو په توگه ارزښت پيدا کوي ۔ موږ بايد ددې تضمين وکړو چې دهنرمند نقش اوفعاليت يو رسمي ظرفيت دی چې ډير خلاف يې هم حقيقت ته نږدی دی ۔

هنر يوډول ذاتي اوطبيعي حرکت دی  چې له بشر يت سره سروکار لري اوهغه وسيله گرزوي ۔ هنرمند يو داسې څوک نه دی چې په پرله پسې اوازادانه توگه هستونه وکړي کومه چې پخپله پای لري ۔ خو هغه يوځلي هنرته اجازه ورکوي چې هدف يې له دې لاري پوهيدنه ده ۔ ديو انسان په توگه کيدای شي  داسې چلندونه ولري اودشخصي تمايلاتو اهداف ولري خو ديو هنرمند په توگه هغه يو فرد دی چې عالي احساسات لري ۔ هغه يو اجتماعي فرد دی ٬ داسې چې پرمخ ځي اودبشريت تحت الشعور اوفزيکي ژوند ته بدلون ورکوي ۔ ددغه ستونزمن جريان يا دفتر اجرا کول کله ناکله هغه له پاره اړين دي چې دخوښۍ له پاره ځان قربان کړي اوهر هغه څه چې ژوند جوړوي ديو منظم اومعمول بشري  موجودله پاره گټور ژوند رامنځ ته کوي ۔

دا ټول همداسې دي داعجيبه نه ده چې هنرمند په ځانگړي توگه دارواه پوه چې تحليلي ميتود کاروي هنرمند ورته په مشخصه توگه ځانگړي قضيه نه ده ۔ دهنرمند ژوند پرته له دې چې له لانجې ډک وي نه شي کولای چې په خپل درون کې له دوه ځواکونو سره جگړه وکړي له يوې خوا دعامه بشري خوښۍ ددوام له پاره د ارضا ء قناعت اوپه ژوند کې مصونيت څخه عبارت دی اوله بلې خواهغه بې باکانه اشتياق دی چې کيدای شي دهستونې له پاره دهغه شخصي غوښتنې اوتمايل تر پښو لاندي کړي ۔ دهنرمند ژوند ديو قانون په توگه په لوړه پيمانه دنه ارضا کيدو جوگه دی چې دې ټکي ته تراجيک نه شو ويلی داځکه چې دهغه دروني اضطراب چې دبشر په دننه کې شته ددې له امله نه چې تداوي لري اويا وجيبه لري ۔

مهمه نه ده  که شاعر پوهيږي چې هنر يې يوه سرچينه اومنبع لري اوله هغه سره يو ځاى وده کوي اوپخوالي ته رسيږي يا داسې گڼل کيږي  چې خلاقه يا هستوونکي فکر له يوې تشې را باسي ۔ دموضوع په اړه دهنرمند دا حقيقت نه بدلوي چې دهغه خپل کار ور څخه په هسې شان لوييږي لکه يو ماشوم چې له مور څخه زيږي اوبيا لويږي ۔ بايد يادونه وشي چې هستوونکي بهير ښځينه کيفيت لري ۔ اوخلاق کار له نا خبره يا ناخود اگاه شعور له ژورور څخه را ولاړيږي ۔ ويلي شو  چې دميندو له قلمروه را پورته کيږي ۔ نو کله چې خلاق ځواک بريالي کيږي نو انساني ژوند دفعالي ارادي په مقابل کې دفعالي ارادې په وړاندې دناخود اگاه شعور تر واک لاندې جوړيږي ۔ اودشعور ځان ويني ( ايگو ) تر ځمکې لاندې جريان سطحې ته را بهر کيږي ۔

دشعر هنر  ( ۲)

خو دا ټول چې څنگه دي   ۔دا څه عجيبه نه ده چې هنرمند په ځانگړي توگه دارواپوه له پاره چې له تحليلي متود نه کار اخلي يو په زړه پورې مساله ده ۔  دهنر مند ژوندنه شې کيدای نسبت دې ته چې له  جنجال نه ډک وی ۔  دوه ځواکونه دهغه په وجود کې په شخړه بوخت دي ۔ له يوې خوا دخوشحالي،رضايت ، اوپه ژوند کې دخونديتوب لهپاره د عامه  ليوالتيا له بلې خوا   اوله بلې خوا دتخليق له پاره بې رحمانه رغبت دي ، چې کيدای شي دهر ډول شخصي تمايل څخه لوړ  وي ۔ دېوې تگ لارې په توگه دهنرمندانو ژوند په ډيره زياته اندازه دقناعت وړ  نه دی ۔ چې دې ته موږ تراژيک نه شو ويلي-  چې دبشري اوشخصي اړخ دسپکاوي له امله نه هم درغوونکې وجيبې له کبله  ۔ پهدې برخه کې په قانون کې  ډيره لږه  استثنا شته چې شخص بايددتخليق داور له پاره دالهی موهبت په وړاندې خپل رغبت ادا کړي ۔ دا ددې له کبله چې زموږ هر يو کس ان دزيږيدو په مهال په ټوله انرژۍ اواکر  سوغات ورکړي ۔ زموږ په جوړښت  کې  يو ستر ځواک به  ټول شيان ټينگ را ونيسي خو دا انرژي به په انحصار کې وي ۔ ډيره  لږه به يې  چې هيڅ ارزښت ترې نه ترلاسه کيږي، پريږدي ۔ په دې ډول هستوونکی ځواک کولای شي بشري نبض ترداسې درجې غوښتنه وکړي  چې شخصي ايگو ، ټولو ناوړه کيفياتو اوبې رحميو ،ځان غوښتنو او( جاه طلبيو )اوبي ځايه اوبې گټې (چې خود کاره ايروتيزم يې بولي )ځانگړنو ته  وده ورکړي  اوان هر ډول شرارت ته په دې ډول يا ترتب سره  چې د ژوند جرقه وي  اوهغه پخپله دپه بشپړه توگه له  خواشينۍ اوخپگان نه  ليرې وساتي ۔

دهنرمند خود بخودي ايروتيزم د هغه ماشومانو حالت ته ورته دی چې لا قانوني عمر ته نه وي رسيدلي يا دخپلو غوښتنو څخه کلونه کلونه غافل او  ناخبره وي دهغه خلکوله زيان رسوونکو اثراتو څخه چې دوی ته مينه اومحبت نه ورکوي ،ليري وساتل شي  ۔ هغوۍ چې نامناسبه ډول وده کوي اولوييږي ۔هغو ې چې دزيات شمير نيتونو په خاطر ډيرو ناوړه كيفياتو ته وده وركوي اووروسته ديو نه ماتيدونكې ځان غوښتنه روزي ،په ژوندكې دهغه د ماشومتوب دنه مرسته كيدونو خويونو چې په فعالانه توگه داخلاقي نورمونو اوقانون خلاف سپكاويو اوگناهونو موجب گرځي·

موږ پهدې كې څه شك كولی شوچې دادهنرمند هنر دی چې هنرمند تشريح كوي · اونه په بشپره اوكافي توگه دهغه دشخصي ژوندانه شخړه ؟  دا هيڅ نه دي  خو دحقيقت له افسوس نه ډكي نتيجي دي چې هغه يو هنرمند دی · –

دا چې ويل کيږي ،يو سړی  چې دزيږون له وخته راهيسې ورته ديوې سترې دندې په نسبت عادي فنا اومرگ په باره كې ورته  ويل کيږي ۔ دځانگړي وس اوتوانايي په  وسايلوسره  په خاص استقامت کې دانرژۍ يو دروند لگښت دی ۔ چې په ترتيب سره دژوند په  بل اړخ كي خالي كيږي اوجريان پيدا كوي ·

دا هيڅ فرق نه کوي چي يا شاعر پوهيږي چې دهغه کار هستونه ده ، وده کوي اوله هغه سره پخوالي ته رسيږي  اويا که فکر کوي چې د غور اودقت له لارې  هغه توليدوي چې هيڅ  گټه نه لري ۔حقيقت نه بدلوي ،لكه څنگه چې يو ماشوم له خپلې مور نه غټيږي ،داسې دهغه دمسالې نظريه هم نه بدليږي  ودهغه هستوونكی كار هم نه بدلوي ·دهستۍ پروسه  ښځينه کيفيت لري، اوتخليقي کار دتحت الشعور له ژورو نه را پورته کيږي ۔ ښايي  موږ يې دميندو له قلمروه ووايو  چې هستوونکي قوت تفوق پيدا کوي بشري ژوند دفعالي ارادي په وړاندې دتحت شعور په وسيله اداره اوجوړ شوي وي اودځانځانۍ له شعور څخه  لاندې يا پټ شوي جريان نسبتا دپيښو دبې مرستې شاهد څخه بل څه نه شي کيدای ۔

په دی لړ کې دشاعر كار دهغه په برخليک اودهغه په فيزيکي ودې بدليږي ۔ دا گويته نه وو چې فاوست يې وزيږولو  ،بلکې فاوست وو چې گويته يې هست کړ ۔ نو فاوست څه دی۔ يوازې سمبول دی ؟ په دې وسيله زه په اليگوري ياد استعاره په مانا نه پوهيږم ۔ له دي  ټکي سره  ټول  اشنا دي ۔ خو يوه اصطلاح داده چې ديو څه په وړاندې دريدل په څرگنده توگه دپوهيدنې وړ نه دي  اوتر اوسه پورې ژور فکر ژوندې نه دی ۔ په دې باب يو  داسې څه شته  چې دهر جرمن په روح کې ژوند کوي ، گويته دا  مرسته وكړه چې هغه وزيږيږي ۔ کيدای شي چې موږ هر هغه څوک تصور کړو ،خو دفاوست  جرمنی ليکنه يا همدارنگه   زردشت داسې وويل  ؟اثرونه  دواړه په يو څه راڅرگندوي اوپه جرمن روح کې انعکاس کوي ۔ داسې اصلي تصوير ښۍ لکه چې جاکوب بور کهارت يو وخت وويل چې  د داداکتر يا ښوونکي انسان  څيره ده ۔دادعاقل انسان  دزړبيلگې ېا ارکي تايپ تصوير دی ۔ دفرهنگي سباوون يا دفرهنگ له پيله  راهيسې ناجي يا ژغورونکي په غير فعاله توگه دانسان په تحت الشعور کې  ځای نيولی دی·ويښ اوبيدار دی او هر کله چې وخت تير شي اوبشري ټولنه  د يو لړ تيروتنو مرتکبه  شي ،خلك بې لاري شي احساس كوي چې ښوونكی يا لارښوونكي يا ان داكتر ته اړتيا لري · دعاقل انسان دبرترۍ زړبيلگو تصاوير و شمير زيات  دي خو دفرد په خوبونو اويا د هغه په هنري کار کې دعمومي نظارت ترمهاله پورې نه را ښکاره کيږي ۔ کله چې شعور ي ژوند ديو اړخيزه يا دناسم چلند له مخې مشخص شي نو بيا فعاله كيږي ۔ ښايي يو څوک ووايي چې  ((دغريزي له مخې )) دافرادو په خوبونو كې را څرگنديږي  اودهنر مند په ليد اوخوبونو اواټکلونو را ښکاره کيږي اودفزيکي تعادل په پيل کې ذخيره کيږي ۔

په دې ډول دشاعر کار دهغه د ټولني له معنوي اړتيا سره سره چې ژوند په کې کوي، يو ځای کيږي  اوددې دليل له پاره دهغه کار دهغه دشخصې برخليک په نسبت که هغه پوهيږي اوکه پري نه پوهيږي  دهغه دكار جوهر دهغه له پاره وسيله ده  اوهغه يې تابع دی  ،موږ هيڅ دليل نه لرو چې تمه ترې وكړو چې موږ ته يې تفسير كړي ۔ هغه يې په ډيره ښه توگه په خپل وجود کې اجرا اوشکل وركوي  ،تعبير  بايد نوروته پريږدي چې په راتلونکي کې يې تر سره کړي ۔ دهنر ستر کار لکه خوب ليدل دي ۔ ددې  ټولو مخکينيو نه روښانتياوي خپل ځان نه تشريح کوي اوهيڅکله څرگنده مانا نه لري ۔  خوب ليدل هيڅکله نه وايي چې :(( ته بايد)) يا دا(( يو حقيقت)) دی ۔ يو داسې تصوير را پيژني  چې لكه په طبعيت كې يو بوټي ته دودې كولو له اجازې سره ورته اوموږ ترې بايد خپله نتيجه واخلو ۔که يو شخص ډاروونکی خوب وويني نو ددې مانا داده چې يا خو هغه ډير زيات ډاريږي ۔يا داچې نوموړی ديو بل نه مستثنی دی ۔ که هغه ديو زوړ هوښيار سړي خوب وويني ۔ کيدای شي ،ددی مانا داوي چې هغه به ډير پيدا گوژيک يا تربيتي وي ·همدارنگه هغه دريږي اوښوونکي ته اړتيا لري ۔ په عاقلانه توگه دواړو ماناوي هماغه شی ته راځي لکه چې  هنر مند پرې اقدام کړي وو ۔ دپوهيدلو مانا داده چې موږ بايد اجازه ورکړو چې موږ ته هغه بڼه چې  موږ يو وار شکل ورکړی وو رد كړي  ۔ وروسته موږ دهغه تجربو طبعيت پيژنو او وينو چې هغه داسې څه ترسيم کړي چې انبساطي اوبيرته تر لاسه کوونکی ځواب دجمعي روان چې د شعور په كښتنۍ اود انزوا ،اشتباهاتو ،

دردونو اوكړاوونو سره  پروت دی·

دا چې هغه دژوند په ډير پيچلي جوړ ښت كې  نفوذ كوي  چې په هغه كې انسان  موجود وي كوم چې عمومي اهنگ ټول بشريت ته زمزمه كوي  ،اوافرادو ته اجازه وركوي  چې دخپلو احساساتو په باب تفاهم وكړي  اوټول بشريت مبارزې ته را وبولي ۔

دهنري تخليقي کار راز دادی اواغيزمنتوب  هغه مهال را منځ ته كيږي  چې عرفاني سمبوليك حالت   (Participation mystique) ته ورستون شي دتجربې په دغه سطحه كې  چې په انساني لحاظ نه په فردې توگه  ژوند كوي· په دې سطحه كې ديو انسان غم اوخپگان نه شي محاسبه كيدلی  ،بلكې په بشرې كلي مفهوم كې محاسبه كيږي · له دې امله په هنر كې ټول جريان عيني اوغير شخصي دی ·خو سره له دې چې ډېر لږ دمنلو وړ اويا منل شوی شهكار نه دی ، خو ډير كوچنې اوكمزوری يې هم موږ ته حركت را كوي · يا موږ له ځانه سره بيايي · داچې ولې دهنرمند شخصي ژوند دهغه ه كار كې ضروري نه دی  بلكې يا ډيره زياته مرسته كوي اويايي  دروي · هغه كولی شي  چې يو بې ځايه  ،چټي ،بې ادبه كركتر وي  ،عصبي اويا رواني ناروغ وي  يا ښه اوسيدونكي اويا جنايتكار وي · دهغه شخصي دنده كيدای شي په زړه پوري وي  خو په شعر كې شاعر پخپله نه شي تشريح كيدای·

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.

Top Reviews