محمد اکبر کرگر
شرقي فرهنگ د يو ډول روحاني اومعنوي ارزښتونو مجموعه ده. د اسلام سپيڅلی دين د افغانانو په فرهنگ اوټولنيز ژوند كې ژورې ريښې لري اويا په بل عبارت ټوله بوده اوتنسته يي له اسلامي عالي ارزښتونو جوړه ده. زموږ په هيواد كې د اسلام مقدس دين د علم، پوهې او ترقۍ له پاره مثالي اونمونه يي ارزښتونه را منځ ته كړي دي. اسلام اواسلامي مناسك د پرديو په وړاندې تل زموږ د خلكو او اولسونو ديووالي اوپاڅون له پاره دالهام منبع وه.
د علم او پوهې په برخه كې موږ وينو چې زموږ په هيواد كې د اوږدې كورنۍ جگړې وروسته د شلمې پيړۍ په سر كې مدرن تعليم رواج شوچې دحبيبې ليسې په پيل سره پيل شوله. هغه د مخه زموږ د هيواد زياتره پوهان او عالمان عارفان او صوفيان٬ فلاسفه اوحكيمان، شاعران او اديبان د اسلامي زده كړو له مركزونو٬ مدارسو او جوماتونو څخه راوتلي دي.
وايي چې د هارون الرشيد او مامون الرشيد په وختونو كې د بغداد په نسبت په بلخ كې دمدارسو شمير زيات و. او د دغه مدارسو نصاب هغه مهال يوازې په دينې علومو پورې محدود نه وو، بلكې ټول مضامين اوعلوم په كې شامل و.
زموږ د هيواد په كليو او ښارونو كې جامع جوماتونه د ټولنيزو پريكړو مركزونه دي. دغه راز مسجدونه د علم اوپوهي د زده كړې مركزونه هم دي، زموږ د هيواد ډير نامتو پوهان له همدغه جوماتونو څخه را پورته شوي دي.
خو پر دې ټولو سربيره چې ملې اسلامي ارزښتونو زموږ د هويت په ساتلو اوكره كولو كې مهم رول لوبولى دى، د ناپوهواو د پرديو سازمانونو له خوا د استخدام شويو ملايانو ډير بد تصوير زموږ په فرهنگ او ادب كې پرې ايښې دى.
زياتره څيړونكي د ملا په اړوند يو خاص تفسير لري چې البته د اسلامې زده كړو، پوهي او اصولو څخه جلا دى. د ملا په اړوند دغه تصوير د روحانيت د موسسې په باب تصور نه دى، بلكې د روحانيت له موسسې څخه د ناوړه گټه اخيستنې اوناسمو تعبيراتو په باب تصوير دى.
دپښتنو ټولنه په اوسنيو شرايطو كې يوه تيت پرك اوخوره وره پرته ټولنه ده. د ټولنيز اقتصادې ودې نشتوالی ددې سبب شوى دى چې يو ډول نه تواميت اونه انتيگريشن موجود اولاسبرى وي.
هغه څه چې په عامه سطحه په ټولو لرو او برو پښتنوكې شريك دي، هغه پښتو ژبه اوپښتنولي ده. پښتو اوپښتنولي د دوى د يووالي او نږديوالي عمده فكتور دې.
د انگليسي پوه والتر بيلو(H.W. Bellew) په قول چې په نولسمه پيړۍ كې د پښتنو د ټولنې د بېلابېلوقشرونو او ډلو څيړنه كوي.او د( A GENERAL REPORT ON TH YUSUFZAIS)په نوم اثر يې كښلى دي، د روحانيت په باب وايي: ((روحاني د ملاطبقه(كلاس)٬ يا د روحانيت نظم )) استانه کې وایي، ملا د روحانيت يوه فعاله كتله ده. د مذهبې ژوند له پاره د نړۍ يا د دونياپريښودلوپه خاطر دوی خپله انرژي د اسلامي احكامو زده كړې او درس وركولو په لار كې لگوي. استانه يا استانه دار كيداى شي خپل ځان دمذهبې احكامو له پاره وقف او يا وقف نه كړي.له دې امله كه دوى دا كار كوي دوى په اټكلى توگه خپل پلويان را پورته كوي، خو يو لوى اكثريت ورسره زيات خوښ وي. دوى دونيايي ژوند په خوشالۍاو نيكمرغۍ سره پرمخ بيايي. دوى د مذهب له پاره خپل ژوند وقف كوي. په ټولنه كې د دوى كلاس اوس د پاملرنې وړ دى. ملاپه څلوروكتگوريو(برخو)كې پيژندل كيږي. امام-ملا– شيخ – اوطالب العلم.
امام په ساده توگه يو د جماعت مشر دى چې په جومات كې را ټوليږي، يا جماعت ورته ويل كيږي. همدارنگه رسمي دنده لري، دجومات په اړوند په لمانځه كې ړومبنى مقام لري اوپه ځينو مواردو كې قران لولي او هغه تشريخ كوي. هر جومات خپل امام لري يا پيشوا ورته ويل كيږي. دفتر اولقب دواړه ورته ميراثي دي.
ملا يو معمول روحاني دى، په عمومي توگه څو ډوله اړيكي د هر جومات سره لري. هغه اذان كوي، لمونځ وركوي، اوكله چې امام نه وي، د هغه په غياب كې امامت كوي. همدارنگه طالبانوته مذهبي درس وركوي. د لمانځه وركولو شكل د اسلامي دوكتورين په اساس او د كلي ماشومانو ته درس وركوي چې څرنگه د لمانځه ډولونه زده كړي، همدارنگه دوى اكثرا د امامت په چوكاټ كې بريالي دي، لقب او دنده اكثرا ميراثي ده.))
خداى بخښلي كانديد اكاديميسين ابراهيم عطايي ليكي:
((مذهبي مشر ته ملاويل كيږي، ملاسربيره پردې چې مسجدساتي لمونځونه هم وركوي. دمړې دگور اوكفن خدمت هم كوي. نكاح تړي. ملا د سپين پټكي په نامه په ننواتې كې هم ځي اوكله چې د دوو رقيبانوترمنځ توده جگړه روانه وي نوملايان قرانونه پرسرنيسي او د جگړې ډگرته داخليږي اوپه دې ډول جگړه بندوي.
كله كله په جرگواو مركوكې اصلي غړيتوب اخلي خوپه لويو جرگوكې ملا د جرگې اصلي غړى نه وي. بلكې د دعا له پاره هلته ورځي. په دغسې جرگو كې ملا له جرگو څخه ليرې كښيني اوكله چې جرگه فيصله صادروي نوملاته دعوت وركوي اوهغه دخير دعا كوي. د ځينو جرگو په پاى كې چې خيرات كيږي، د هغه سرپرستي په منظم ډول د ملا په لاس وي.)) دپښتنو دقبيلوي حقوقي اصطلاحاتو قاموس ٠ ۲۵۶ مخ
په وړو كليو كې يو او په لويوكليوكې ترڅلوروپورې جوماتونه وجود لري، دكلي خلك په گډه سره دجومات له پاره ملا نيسي، دكلي خلك ملا ته سړي سر ( نارينه چې لمانځه ته ځي) د اوړي اومني په درمندونو كې غنم، جوار د(اړى) يا امامتۍ په نوم وركوي. پردې برسيره ملا ته سرسايه ٬ خيرات ٬ زكات٬ شكرانه او د اوسيدلو له پاره كور يا كوټه هم وركوي. همدارنگه خلك د غم اوښادۍ په حالاتو كې د ملا له پاره برخه هم ورليږي. ملايوازې د خپل ځان او د كور د افرادو له پاره جامې اخلي چې په ځينو وختونو كې د كلي شتمن اشخاص ملاته د جامو د اخيستلو له پاره نغدې پيسې هم وربخښي، په كليو كې ملايان دا دندې تر سره كوي:
۱. دكليو د خلكو له پاره پنځه وخته لمونځ وركوي، اذان وركوي اومذهبي احكام تبليغوي.
۲.په جوماتونو كې ملايان نجونو اوهلكانو ته درس وركوي اولمونځ ور زده كوي، نجونې چې لږې غټې شي نو بيا جومات ته نه ورځي، په جوماتونو كې دوه ډوله كسان درس وايي:
يو هغه كليوال هلكان دي چې يا سهار د وخته او يا له ښوونځي وروسته جومات ته ورځي اوهلته مذهبي درس وايي.
بل هغه ماشومان يا هلكان دي چې په جومات كې په دايمي توگه مذهبې درس وايي. دوی په لومړي قدم كې دچړي په نوم ياديږي، د چړي دنده دا وي چې مشرو طالبانو اوملا ته دكلي دكورونو څخه ډوډۍ يا خواړه چې دټوك يا چنډې په نوم هم ياديږي ٬ راټولوي. همدغه چړيان چې كله لږڅه زده كړي اولږ لوي شي نو دطالب په نوم ياديږي.
ملا همدارنگه دنوې زيږيدلي ماشوم په غوږ كې داذان كولو دنده لري.كله ناكله دم اوتعويذ وركوي ٬ د قران مجيد په ختم كې برخه اخلي اوختم كوي. د مړي دتدفين اوتكفين مراسم اومذهبى مراسمو څارنه اوپالنه هم كوي.(۲)– ۲۰۸ مخ دپښتنو ټولنيز اقتصادي جوړښت
الفنستن چې د نولسمې پيړۍ په سركې افغانستان ته راغلي اويو معتبر كتاب يې كښلى دى، د ملا په باب او د هغه د نقش په باب داسې يو تصوير وړاندي كوي وايي:
((په ټولنيز ډول دوى فعال اوپه نسبې توگه لايق كسان دي اود خپلې ډلې دگټو ښه پروا ساتي اواحتياط كوي چې خپل لوړ والی خوندي وساتي. دوى دخپل ملك دډيرو برخو خاوندان دي ٬ دځوانانو روزنه دقانون تنفيذ اوپه ټول ملك كې د قضا اداره چې د پاچا تر واك لاندې، دوى ته ورسپارل شويده او دغه امتيازات له هغه احترام سره يوځاى چې په ناپوهواوخرافات خوښوخلكوكې د دوى د علم په وجه دوى ته كيږي، ملايان په دې قادر گرځوي چې په ځينو خاصو حالاتو كې په افرادو او ان د اشخاصو په يوې ډلې باندې نږدې نامحدود قدرت ولري. حاكمان اونور ملكي مامورين تر څارنې لاندې ونيسي٬ اوځينې وخت پخپله پاچا وبيروي اوزيان ورته ورسوي. په مسلمانانو كې هغه وخت چې له شريعت نه خلاف كارونه كيږي، له دغه قدرت څخه بده استفاده كيږي، خو په عين وخت كې زياتره وخت د ملايانو له دغه نفوذ څخه د مملكت په ډيرو برخو كې چيرته چې د عامه سولي د ټينگولو له پاره نور وسايل وي، د شخړو او دعوو په فيصله كولوكې په گټور ډول استفاده كيږي. د دغسې مذهبې شخصيتونو لښكرې زياتره وخت د هغسې دود، دولسونو په منځ كې له اوږدو چپنو سره ښكاره كيږي چې دجنگ له پاره تيار اواماده وي.)) ۲۲۱ مخ دكابل سلطنت بيان دپيښور چاپ
الفنستن زياتوي:
له هغوملايانوپرته چې دينې منصبونه لري، يا له دولت څخه وظيفې اومعاشونه اخلي ٠٠٠٠ اوتر هغو لا ډير دكليو ملايانو ته چې د فصلونو يو څه ورته وركول كيږي، ډير نور ملايان د ځمكو يوه برخه د بخشش په توگه په لاس كې لري، چې يا يي پاچا يا يي دكليو مشران وركوي. اويا ځيني افراد يې د ميراث نه ورپه برخه كوي. ځينې نور ملايان دشرعي قانون په تدريس اوتمرين ژوند كوي، نور يې په مكتبونو كې تدريس كوي اويا دشتمنو كسانو د زامنو شخصي معلمان وي. ځينې نور يې د تبليغ په كار لگيا دي. او اولس يې ژوند ورتامينوي٬ ځينې په هغو اوقافي وظيفو ژوند كوي ٬ چې دولت اوكلي يې شاگردانو ته ورپه برخه كوي چې د هغو په ملك كې سفر كوي اوځينې نور ملايان يا كوم كسب اويا دهقاني كوي. او يا په خپلو نورو وسايلو خپل ژوند تامينوي اوپه خپله خوښه خپل تحصيل پر مخ بيايي اوسرگرمۍ لري.)) ۲۲۳ مخ هماغه اثر
دمذهبې اوفلسفې انگيزې سربيره ؟