دستگیر روشنیالی
د موږ ستونزه سياسي نه، فکري دی. يو په بل سياسي بدلونونو د ستونزو د حل په ځای نوي ستونزي را منځ ته کړي. نن د فکرونو بدلون له پخوا سل ځله چټک شوی دی او نن د فکرونو بدلون د پرون په شان د پیړيو او لسیزو لاره نه وهي. اوس دپوهانو او لیکوالانو دنده دي چي د ټولني د فکري بدلون له پاره نوي استراتژی جوړه کړي، له يو بل سره نظريي او تجربي شريکي کړي. په ځانګړي توګه نوی نسل ته خپلي تجربي، خپلي تيروتني، خپلي نیمګړتیاوي ور انتقال او دا به له هغوي سره د يوي ازادي او عادلانه ټولني په جوړولو کي مرسته وکړي.
پوهان او لیکوالان د ټولني موجود ذهني او فرهنګي محدودیتونه وپیږني، نوي فکرونه ايجاد کړي او د پرونيو فکرونو انتقاد کول په خپله د نويو فکرونو له ایجاد او ودي سره مرسته کوي. وچ او نه بدليدونکي فکرونه چي انسان په ځان بي باوره کوي و غورزول شي او فکري انرژی د پرون په ځاي د راتلونکي له پاره مصرف شي. بي له شکه پوهان او ليکوالان د ټولني په دهنیت تاثیر لري او د بدلون او پرمختګ په کارکي لويه ونډه لرلاي شي. اوسني اومعمولي سیاستونه او فکرونه د واقعیتونو په توضیح کولو او بدلولو کي پاتي راغلي.
د يوي ښي راتلونکي له پاره تر ټولو مهمه دنده دا دی چي دا ميليونونه ځپل شوي، توهين شوي، ځورول شوي خلک په دي باوري شي چي دا موجود حالت د دوي تقدیر او قسمت نه دي. دا خلک په دي باوري شي چي سیاست زور، فساد، غلا، تحمیل، دیکته کول او توهین کول نه دی. د دوي د باورونو او فکرونو بدلون کولاي شي خپل برخلیک، ټولنه او تاريخ له ناڅاپه، تصادفي او د وژونکو بدلونونو له تکرارونو وساتي، ظلم او استبداد د تکرار په ځای لغوه کړي او ددي تکرارونو توره دايره د همیشه له پاره ماته کړي. د موږ سياسي تاريخ د وژونکو او سوزونکو تکرارونو تاريخ دی. دا اوسنی حالت د همدي تکرارونو پايله ده.
د دنیا تجربی او واقعیتونه هم موږ ته ددي درس راکوي، دا فکرونه دي چي دنيا يي بدله کړي او دا فکرونه دي چي دنيا يي دي ځای ته را رسولی ده. د دنیا موجود پرمختګونه او دا لويي لويی لاس ته راوړني د لويو فکرونو پايلي دي. دلته له فکرونو مطلب خپلواک او ازاد فکرونه دي، نه تر اسارت لاندي او يرغمل شوي فکرونه. ننۍ اروپا د لويو امپراطورانو د کار پايله نه، دا د لويو لويو متفکرونو او د هغوي د لويو فکرونو لاس ته راوړنه دی.
اروپا پادشاهانو نه، فيلوسوفانو بدله کړه. په افغانستان کي سياسي انقلابونو، کودتاګانو، بلواګانواو جګړو تولنه سخته وځپله. په ميليونونو انسانان يي په خواري، بيکاري، مهاجرت او لوږه محکوم کړل. له دي حالت د راوتلو لاره فکري يا د انديښني انقلاب دی. ددی انقلاب هسته انسان او دا د هر انسان انقلاب دی. يو پياوړی، يو ورو، يوله هر ډول خشونت خلاص او يو شا ته نه گرزيدونکی انقلاب، کوم چي د هر انسان د کرامت درناوی او ساتنه وکړي یو انقلاب چي د تبعيض په وړاندي د دولتونو بي تفاوتي چلنج کړي او يو په بل پسي تابوگان او افسانوي محدوديتونه مات او بي باوره کړي. تر څو انسان يو ارزښت لرونکي ژوند ولري. يو انقلاب چي سیاست خپلواک او انساني کړي. په افغانستان کي تر هر څه زیات انسان بي ارزښته شوی. دلته په څومره اساني انسان قربانی کيږي، په څومره اساني انسان توهین او تحقیر کيږي. په څومره اساني د انسان حقونه او ازادي اخستل کیږي.