يو اړخيز پان اسلاميزم

محب زغم
محب زغم

 

 

داکتر محب زغم

 

هند چې لا نه و وېشل شوى، د براعظمګي مسلمانو سياستوالو د پان اسلاميزم شعار رامنځته كړ. ويل كېږي چې دوى ته دغه فكر د سيد جمال الدين افغان له مفكورو سرايت كړى و. د پان اسلاميزم بنياد د واحد اسلامي خلافت راژوندى كول دي. په دې وخت كې اسلامي ملكونه وروسته پاتې وو او په غرب كې د صنعتي انقلاب په بركت ورځ تر بلې پرمختګ زياتېده. د وروسته پاتو هېوادونو او پرمختللو هغو تر منځ فاصله مخ په زياتېدو وه. مسلمانو روښانفكرانو به چې خپله ټولنه له غربي ټولنو سره پرتله كړه، د خوارۍ او حقارت احساس به ورته پيدا شو. څنګه چې دوى دغه زياتېدونكى واټن نه شو وهلى؛ نو ځان ته به يې خيالي ايډياله نړۍ جوړه كړه. دغه خيالي نړۍ د مسلمانانو د تېر تاريخ په ځمكه جوړه وه. د عثماني تركانو امپراتورۍ هغه ځواك او تمدن درلود چې مسلمانان يې وروسته په ارمان وو. دغو روښانفكرانو فكر كاوه چې غربيان شرقي ټولنې او په تېره بيا اسلامي ملكونه تر استثمار لاندې نيولي دي او له دې بلا د خلاصۍ يوازينې لاره دا ده چې ټول اسلامي ملكونه سره يو شي او لويه اسلامي امپراتوري جوړه كړي چې بيا له غرب سره سيالي وكړاى شي.

اقبال او نورو ملګرو يې دغه مفكوره د پاكستان د جوړېدا لپاره كاروله. د دوى په فكر د هند وېش او د اسلامي پاكستان رامنځته كېدل به د پان اسلاميزم په لوري يو ګام وي. له ځينو سره دا فكر و چې اصلاً اسلامي ملتونه ټول سره يو و؛ خو غربيانو دسيسې جوړې كړې او په دوى كې يې د وطنپالنې او قوم پالنې احساسات راژوندي كړل چې له ګډو اسلامي احساساتو تېر شي.

سره له دې چې په اسلام كې ټول مسلمانان سره وروڼه بلل شوي دي، فضيلت په تقوا پورې تړل شوى دی نه په نسب پورې او د عرب او عجم تر منځ توپير په كې نشته؛ خو څنګه چې عربانو قبيلوي ژوند درلود، هلته اصلې او كم اصلې، زورورې او كمزورې قبيلې وې؛ نو د قبيلوي كلچر له منځه وړل څه آسانه كار نه و. سره له دې چې اسلام د ټولو انسانانو د برابرۍ خبره کوله؛ خو د خلافت لایق یې یوازې د قریش قبیله ګڼله. له بلې خوا كله چې عربانو فارس، افغانستان او د هند يوه برخه ونيوله، د اسلام د خپراوي تر څنګ يې خپل عربي نشنليزم هم وپاله. دې كار د سيمې د خلكو غبرګون راوپاراوه چې د ابو مسلم خراساني او يعقوب ليث صفاري پاڅونونه يې بېلګې دي.

پاكستان چې د اسلام په نامه جوړ شوى هيواد و، ډېر ژر دوه ټوټې شو او بنګله دېش ځنې بېل شو. دغه وېش خاص د قوم پالنې په وجه رامنځته شو. پاكستان د دې پر ځاى چې د پان اسلاميزم خوا ته لاړ شي، پخپله تجزيه شو.

پاكستان پر افغانستان باندې د شوروي يرغل په كلونو كې يو ځل بيا د پان اسلاميزم نارې پورته كړې. دوى به خپلو مداخلو ته د جواز موندلو لپاره ويل چې اسلام پوله نه پېژني؛ خو له مهاجرو افغانانو سره د دوى چلند بل څه وايي. جالبه لا دا ده چې شوروي دلته پر افغانستان يرغل كړى و او امريكايانو له مجاهدينو سره مرسته كوله، مجاهدينو به ويل چې امريكايان اهل كتاب دي؛ خو روسان بې كتابه؛ خو له بلې خوا بيا همدغه بې كتابه شورويانو د فلسطيني مسلمانانو ملاتړ هم كاوه. تاريخ ثابته كړې ده چې قوم پالنه او وطنپالنه په اكثرو ملتونو كې د عالي احساس په توګه منل شوې دي. پاکستان په ټول زور سره هڅه وکړه چې د افغان مجاهدینو په زړونو او ذهنونو کې د وطنپالنې احساس ختم کړي. هغه روښانفکره افغان پوهان او سیاستوال چې د وطنپالنې تبلیغ به یې کاوه، آی اس آی به پخپله یا په جهادي تنظمیونو ترور کړل.

وطنپالنه او قومپالنه د انسان په خټه كې اغږل شوې دي. پخوانى شوروي اتحاد د كمونيزم د مفكورې پر اساس جوړ شوى و. په كمونيزم كې ټول انسانان بايد يو ډول ژوند وكړي، ټولو ته بايد هر نعمت په مساوي توګه ورسېږي؛ خو په شوروي اتحاد كې روس اصل او د نورو جمهوريتونو وګړي كم اصله و. په هره اداره كې به كه ریيس د بل قوم و؛ نو معاون به يې هرو مرو يو روس و او بيا ټول واك به د معاون په لاس كې و.

له بلې خوا وينو چې مسلمانان په هند كې لس فيصده دي؛ خو څو مسلمانان د هندوستان ولسمشرۍ ته رسېدلي دي. هلته مذهب د وطنپالنې خنډ نه دى ګرځېدلى؛ خو عربان د نورو ملكونو مسلمانانو ته د انسان په سترګه نه ګوري. افغانان چې عربي هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ځي، هلته د غلام په توګه ژوند كوي، هلته عمري عدالت اوس نشته. هلته د افغان مسلمان د حق بازخواست څوك نه كوي. هغه ويډيو به ډېرو كتلې وي چې په كې يو عرب شيخ د يوه افغان لاسونه او پښې ورتړلې دي، په بيابان كې يې غورځولى او په خوله كې يې شګې ورمنډي. ويل كېږي چې له دغه افغان سره په زوره لواطت هم شوى او بيا وژل شوى دى. د دې ويډيو په ليدلو به د تيږې زړه هم اوبه شي؛ خو عرب قاضيان يې په سړه سينه تماشه كوي، ښايي خوند به هم ترې اخلي.

ايران دلته راته د نفاق مدرسې جوړوي؛ خو په ايران كې افغانانو ته د بربري او وحشي خطاب كېږي. ايراني باداران په افغانانو باندې په كمو پيسو درانه كارونه كوي، ډېر ځله د افغان مزدورانو پيسې د هغوى د ايراني بادارنو له خوا خوړل شوې دي، دوى له بامونو راګوزار شوي دي، وهل شوي ټكول شوي دي، په مرميو ويشتل شوي دي؛ خو دوى ته چا د شكايت حق نه دى وركړى. په اسلام كې د مسلمان او مسلمانې تر منځ نكاح هېڅ خنډ نه مني؛ خو ايران داسې قانون وضع كړى چې ايراني وګړي نه شي كولى له افغانانو سره وادونه وكړي.

اصولاً مذهب له سياست سره اړخ نه لګوي، سياست د يوه هېواد يا د يوه ملت ګټې خوندي كوي؛ خو په مذهب كې ملتونه ځاى نه لري. مذهب خپل پيروان دينداره او د نورو مذهبونو لارويان بې دينه بولي.

نورو ډېر ځله د افغانانو له سپېڅلو عقيدو د پان اسلاميزم په نامه استفادې كړې دي او خپلې ګټې يې په كې خوندي كړي دي؛ خو كله چې د مسلمان په توګه زموږ حق پر اوړي، بيا اسلام نه پېژني. نو موږ هم بايد دې ته وګورو چې نور ملتونه اسلامي ورورولۍ ته څومره ژمن دي.

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.

Top Reviews