قهرماني څه ته وايي او چا ته قهرمان ویلی شو، آيا موږ اتلان لرو؟

هنر د هنر لپاره او د ليکوال رسالت
استاد اکبر کرگر

بدمرغه ملت چې قهرمان ته لا اړتيا لري.

 برتولت برښت

محمد اکبر کرگر

يوه هغه گړنه چې نن ورځ زموږ په فرهنگ کې زياته رغړي او د زياترو کسانو که هرې خوا ته دي، د هغو له خوا کارول کېږي. په هغه تمدنونو يا فرهنگنو کې چې د بېلابېلو عواملو له امله يې خپل اصالت له لاسه ورکړی، کمزوري شوي او د زمان له بهير نه وروسته پاتې وي؛ نو مفاهيم په خپل دقيق مصداق نه کارول کېږي. دا خبره زموږ په هېواد کې هم صدق کوي. همدارنگه په افغاني ټولنه کې سياسي اصطلاحات او مفاهيم هم بې توله او بې وزنه کارول کېږي. د ستر، د نابغه او د قهرمان کلمه هر چا ته کارول کېږي او بې مسووليته کارول کېږي. د دې ليکنې په سر ليک کې څو پوښتنې مطرح دي. د همدې پوښتنو په شاخوا په ليکنه کې بحث کوو، خو لومړی د قهرمان اړوند اسطوروي ريښې راسپړو. هلته گورو چې قهرمان او قهرماني د ټولنې او تاريخ په سطحه کې د «برترۍ» يو مفهوم دي، خو دا داسې برتري نه ده چې د استبداد او جباريت په متن کې وڅېړل شي، که داسې وای نو خلکو به چنگيز، هلاکو، هتلر، موسيوليني او نورو ته قهرمان ويلي؟ خو نه يې وايي، موږ له دې مفهوم سره د فريدريک نيچه له نظر سره هم تماس نيسو. په ادبياتو او هنر کي هم ورته د برتولت برښت له نظره اشاري لرو، خو له دې ټولو وروسته خپلې افغاني ټولنې ته راځو، دا ځکه چې زموږ د ټولني د ارزښتونو او اخلاقياتو دېوالونه سخته خوره کړې ده. دې خورې هر څه په بيخ کښېنولي، نو دې پایلي ته رسېږو چې ايا موږ قهرمان لرو او که نه؟

 

د قهرمان د مفهوم تاريخي او اساطيري شالید

نن هغه چا ته قهرمان ويل کېږي چې عملاً د زړورتيا احساس يې ثبوت کړی وي، خو په لرغونو زمانو کې قهرماني د خاصو قوانينو د ټولگې له مخې تعريف کېدله. په لرغونو مدنيتونو کې يو قهرمان پر زړورتيا سربېره بايد د باور وړ واى، بلند همته واى، په يو فن کې استاد واى. کورنۍ، هېواد او خپل ولس ته وفادار واى او کله چې په خطرناکو پېښو کې ښکېل شوى واى؛ نو يو لړ لوړ صفات يې درلودلي واى، چې تل د نورو لپاره د عبرت درس شوى واى. هغه به اساطيري قهرمانان وو. د اساطيري قهرمان عمده صفات په لاندې ډول ثبت شوي دي. د لرغوني يونان په اساطيرو کې هراکلس يو له دغو قهرمانانو څخه دی.

هراکلس په زيات باور سره د لرغوني يونان ستر اساطيري قهرمان گڼل شوى دى. هغه کله چې بېرته مورنۍ خاورې «تبس» ته راستنېږي، د هغه د هېواد يا سيمې وگړي اړ وي، چې هر کال سل څاروي د «خراج» په نامه پرديو زورگيرو ته چې «مينيانان» نومېدل، ورکړي.

هراکلس پر هغه ډلې چې د څارويو د غوره کولو لپاره تبس ته راغلي وو، حمله کوي او د هغو غوږونه او پزې غوڅوې او د هغو غوڅ شوي اندامونه د هغو په غاړه اچوي. دغه کسان خپلو پادشاهانو ته په همدغه بڼه استول کېږي او پيغام ورکوي چې «تبس» نور ستاسو خراج په ځان نه مني.

«مينيانان د بدل اخيستو په فکر کې کېږي؛ خو د هراکلس د جنگي مهارت له مخې يې چې جگړي ته چمىتو وو، قهرمان داسې سپاهيان چمتو کړل چې د دې پر ځاى چې د دوښمن بريد ته منتظر پاتې شي، پر هغو حمله کوي. په جگړه کې بريالي کېږي، بيا د تبس پادشاه د قدردانۍ له مخې خپله لور مگارا هراکلس ته ورکوي.

مگارا هراکلس ته درې زامن زېږوي. دا کورنۍ خوشحاله ژوند کوي، هرا (د واده او تولد الهه) لا تر اوسه د زيوس د غيرقانوني زوى څخه خپل بدل نه و اخيستی، چې هراکلس يې په ليونتوب او جنون کې ښکېل کړ، د هراکلس مېرمن او درې زامن په شکنجه او کړاو اخته کوي، بيا په اميفترون (اميفيترايت) پسې ورځي خو اتنا (د پوهي اوعلم الهه) ډبره ور گوزاروي او هغه بې هوشه کېږي.»(۱: ۲۲۴)

خو کله چې قهرمان په سد کېږي او په خپل ځان حاکميت پيدا کوي، نو خپلو ناوړه اعمالو ته يې پام کېږي. د هغه جنايت چې د خپلې کورنۍ په وړاندې يې ترسره کړی وي، د پاکولو په هڅه کې کېږي. بيا له يو غيب ويونکي سره مشوره کوي، غيب ويونکی ورته مشوره ورکوي چې د تايرينانو سيمې ته (د سره سمندرگي په څنډو کي يو نژاد) ته ولاړ شي او هلته لسگوني ستونزمن اعمال چې په پادشاه يوريستيوس پورې اړه لري، ترسره کړي. غيب ویونکی څرگندوي چې د دې اعمالو ترسره کول به نه يوازې د قهرمان د پاکۍ سبب شي، بلکې هغه به په يو ابدي يا نه مړ کېدونکي موجود بدل او د خدايانو په لړ کي په نه مړ کېدونکي موجود بدل شي. هراکلس تر زياته حده د ابديت يا نه مرگاني کېدو په نسبت د گناهونو د جبران لېوال وي.

دلته له دولسگونو ستونزمنو کړنو څو بېلگي رااخلو.

  1. د نمين زمري وژل: دا يوه هيوالا وه چې سخته څرمن يې درلوده او هېڅ تېرې چړې نه شوه سورۍ کولای. هراکلس اړ شو په خالي لاس جنگ ته ورشي؛ نو بيا يي زمری څملاوه او ساه يې ورتربته کړه.
  2. له لرنا څخه د هيدرا وژنه: هيدرا هغه مار و چې څو سرونه يې درلودل. هيراکلس هڅه وکړه چې سرونه يې غوڅ کړي، هراکلس له ويولوس څخه چې د هغه خوريي و، د مرستي غوښتنه کوي، کله چې هراکلس د هيدرا سر غوڅوي، خوريين يې هغه ځاى وداغه چې بيا را پورته نه شي، خو هيدرايو نه مړ کېدونی سر لري، چې د ډبري لاندې يې پټ کړي وي، خو هراکلس چې له ايولوس نه په دې برخه کې مرسته غوښتي نه وه، نو دا کار يوريستوس د هغه په فعاليت کې ونه شمېره.
  3. د سرنيتي گوزن په دام کې نښلول: دا گاوزنه چې په سر کې يې يو طلايي ښکر درلود، د ارتميس د تقديس دليل و. نو هراکلس هڅه وکړه چې حيوان ته زيان ورسېږي او په لومه کې يې ونيسي. قهرمان يو کال پوره په گوزن پسې سرگردان وي؛ نو کله چې گوزنه ويده وي، هغه په جال کې رانيسي.
  4. د اريمانتي گراز (خوگ) نيول: دا يو وحشي حيوان و چې کلونه يې د پيسو فيس د سيمي اوسېدونکي ازارول. هراکليس د هغه له ځالې بهر ودرېد او چيغې يې کړې. گاوزنه له ځالې رابهر شوه او په واورينه سيمه کې په دام کې ونښته. قهرمان هغه يوريستوس ته يوړه.

په اسطوره يي بنياد ارواښاد رهنورد زرياب په خپل يو چاپ شوي اثر کې چې د مقالو ټولگه ده، په يوه برخه کې د درې تنو روينتنانو يا پولادينو قهرمانانو يادونه کوي. هغه د درېيو تنو نومونه اخلي: آشيل، اسفنديار او زيگفريد. هغه په مفصله توگه د درېواړو پولادينو قهرمانانو کارنامې يادوي، موږ دلته په ډېر لنډ ډول د دې قهرمانانو پيژندنه رااخلو:

اشيل: اشيل يو ترهه اچونکی جنگي قهرمان دى، چې د تروا مشهور ښار او خلک له منځه وړي. اشيل د پليوس چې د مير ميدونانو پادشاه او د يونان د خاوري له خلکو څخه و، مور يې تتيس نومېده او د رودونو له الهو څخه گڼل کېده؛ نو په دې اساس اشيل نيمه خدايي نسل هم گڼل کېده.

وايي کله چې اشيل دونيا ته راغی، مور يې هغه له پوندې ونيو او هغه يې د استيکس په سيند کې کښته کړ چې يو پولادين قهرمان شي. يعنې چې په وجود يې تېغ کار ونه کړي. استيکس يو ډاروونکي سيند و چې خدايانو به پرې سوگند خوړ، دا سيند له دونيا نه گراد چاپېر له مړو ډک بلل کيده.

په دې اساس د اشيل ټول تن او وجود داسې کيفيت درلود يا پيدا کړ چې هېڅ توره او تېغ پرې اغېز نه کاوه، يوازې پونده يې چې د مور په لاس کې پاتې شوې وه او د استيکس اوبه ورته نه وې رسېدلې. د مرگاني نښه او د قهرمان د مغلوبيت او له منځه تللو ټکي و.

د ايلياد په جنگنامه کې اشيل د يونان په لښکرو کې د تروا له دېوالونو شا ته پيدا کېږي. د يونان سپاهيان د تروا ښار د نهه کالو لپاره کلابند کوي. خو څوک نه شي کولای، چې دا مشهور ښار او د هغه بې ترهې قوماندانان لکه هکتور او پاريس مغلوب کړي.

«اشيل د تروا له جنگيالو سره ځلانده کارنامه پرېږدي او څو تنه نوميالي جنگيالي ان نژاد الهه له پښو غورځوي او بالاخره د زړور شهزاده چې د تروا مشهور جنگيالي هکتوريا هغه چا چې پاتروکل وژلی و، مخامخ کېږي. اشيل هغه ويني، خوشاله کېږي، د هغه په لور منډه اخلي، چيغه وهي، وايي: «دا دى هغه چا چې زما ډېر مهربان دوست وژلی دی او زما تن يې هم ټپي کړی دی.»(۲ :۱۵۱)

وايي کله چې لوي سکندر د اسيا په لور خوځېده؛ نو په هماغه لار رهي شو. د اشيل قبر ته ورسېد، په قببر يې ورته گلان کېښودل، گرد تري تاو شو او چيغه يې کړه: ښاد اوسې اې اشيله! چې په ژوند کې رښتيني ملگري وي او له مرگ وروسته دې مشهور شاعر درلود، چې ستا نوم يې ابدي کړ.»(۲ـ۱۵۶)

اسفنديار: اسفنديار بل پولادين قهرمان دی، هغه په اريايي تمدني حوزه کې د گشتاسب زوي او د لهراسپ لمسى بلل شوی او د کيکاووس له نبيرې و. د اسفنديار مور کتايون نومېدله، د روم د پادشاه لور وه. د کتايون بل نوم ناهېد و. اسفنديار په اوستا کې ياد شوی چې مانا يې سپېڅلی تخليق ده.

«د اسفنديار داستان هم اوږود او له پيښو ډک دى، خو په زړه پورې دا ده چې د اسفنديار برخليک هم له اشيل سره ورته دی، لکه څنگه چې د اشيل مور پوهېږي چې زوی يې د تروا د ښار د دېوالونو شا ته د شهزاده پاريس په منگولو کې دى، نو جاماسپ هم پوهېږي چې په زابلستان کې د اسفنديار لپاره مرگ راځي او د رستم غشي به هغه له پښو وغورځوي. گشتاسپ پوښتي: که د اسفنديار تخت و تاج ورکړم، هغه به زابلستان او کابلستان ته ولاړ نه شي؛ نو د روزگار له پېښو او به په امن شي.»(۲ : ۱۶۸)

دا چې څرنگه اسفنديار په پولادين قهرمان بدلېږي. دوه روايته موجود دي. وايي چې زردشت اسفنديار ته انار ورکړل، چې ویې خوري او په دې ډول هغه پولادين وگرځيد او دويمه خبره دا چې د«داهي تي» په اساطيري سيند کې يې ولمبل او په دې ډول پولادين شو، چې تورې په تن او وجود اثر نه کاوه؛ خو څرنگه چې په اوبو کې يې د غوټي وهلو په مهال سترگې پټې کړې وې؛ نو په سترگو يې د اشيل د پوندي په څېر اغېز پيدا نه شو.

زيگفريد: زيگفريد يو بل يا درېيم اسطوره يې قهرمان دی چې د جرمن او اسکنديناويا له قومونو سره تړا لري. دا زړور جنگيالی د جرمنانو په منځ کې د ټينگار، نه ماتي خوړلو، سمبول دى. له همدې امله ده چې ځينې په دې باور دي چې المان په دويمه نړيواله جگړه کې د لويديخ دفاعي دېوالونه د«زيگفريد» د دېوالونو په نامه ياد کړل.

زيگفريد د زيگموند د پادشاه زوى او مور يې د زيگلينده ملکه وه. زيگفريد يو قوي او د طلايي وېښتانو خاوند زلمی و. شنې سترگې يې درلودې. سترگو يې ځانگړې ځلا درلوده چې هرې مېرمني به وليده، درېدله او ويل به يې «داسې نه چې زيگفريد خداي وي». زيگفريد داسې توره تر لاسه کړې وه چې بالمونگا نومېده، د زيگفريد د پودلاديني قهرمان کېدو افسانه په دې ډول ثبت شوي ده.

«د دونيا په يوه ليري څنډه کې په وروستيو ځمکو او سيمو کې هلته چې لمر لکه ورکه اژدها، څرخېږي، له شگو نه ليري، له شين شوبو نه ليري، له څړ ځايونو نه ليري، له واورو نه ليري چې د ډبرو له پاسه له ياده وتلی وي او له کنگلونو څخه هم ليري، هلته چې سيند پخپله له وړانگو سره ټکر کاوه، هلته زموږ قهرمان زيگفريد بيړۍ چلوله.

په هغه ساحل کې چې لکه د واورو سپين و، ملگري يې پرېښودل او يوازې په خپل آس سور د ډېرو ژورو سمڅو ته ورننووت، هلته د نيبلونگانو د حاکميت سيمه وه، چې هېڅ څوک ترې خبر نه وو. هلته غولان، سپاهيان، خزانې، خنډي کسان او د پادشاه زامن، تورتمونو ژوند کاوه، خو زموږ قرمان په يوازې تن پر هغو برى وموند.»(۲: ۱۹۸)

قهرمان دې ناپايه سمڅې ته ورننووځي، هلته چې طلا ځلېږي او خنډي البريک د خپلو حاکمانو له ميراثونو ساتنه کوي، په زړورتيا سره په شخړه کېږي، په پايله کې ځوان قهرمان د البريک په جادويي بالاپوش چې هر څوک يې واغوندي نو بيا نه ليدل کېږي، لاسبري مومي او بيا طلا، جواهر او هغه توره چې لاستي يې د يشم له ډبري وو او په خاورو کې ډوبه وه، د هغه لاس ته ورځي.

د همداسې شخړو په ترڅ کې قهرمان ډېري سمې او هوارې ځمکې لاندي کوي او په زړه پورې خبرونه يې د بريو په باب خپرېږي او پادشاه ته رسي.

په دې داستان کې هم چې د بې شمېره پېښو يادونه شوې، د قهرمان د مفهوم يوه په زړه پورې راسپړنه ده، چې په دې مقاله کې د ټولو اساطيري اړخونو د راسپړلو ظرفيت نشته؛ خو دلته يې لنډه يادونه اړينه وه.

همدارنگه د بشريت په تمدن او تاريخ کې انسان دې ته اړتيا لري او پيدا کوي چې له ستونزو او غميزو نه د خلاصيدو او ژغور په موخه د داسې یو ځواک هيله وروزي، چې په يو مهال د انسان د رنځونو دوا شي. په مذهب او ديني لحاظ يوه مسأله د «ناجي او مهدي» مفهوم هم دى، چې په زردشتي هغه کې د «شوسيانت زردشت» نومېږي، په عيسويت او اسلام کې د مهدي او ناجي گړنه ده.

مهدي او سوشيانت: په سامي او اريايي يا هندي دواړو مدنيتونو کې د ناجي د ظهور تمه او هيله شته. يعنې دا چې يو وخت به داسې ناجي ظهور وکړي، چې انسان به له روانو مظالمو او ستونزو وژغوري، په نړۍ او کايناتو کې به عدل او رښتينواله ټينگه کړي؛ خو ساميان اوږد انتظار نه لري، هغوی يې ژر په تمه دي. د بيلگي په توگه د امام زمان له غيابت نه ۱۲۰۰ کاله تيرېږي، تر اوسه په اهل تشيع او د هغه په پيروانو کې سل امامانو ظهور کړی دى، د ځينو انتظار پاى ته رسېدلی دی؛ خو له درې زرو کالو د مخه په اريايي مدنيت کې «سوشيانت» ظهور کړی دى او د بيا ظهور په لټه کې دي؛ خو لا تر اوسه يې خبر او مالومات نشته. گورو چي ساميان څرنگه هره ورځ د ناجي غوښتنه کوي او له خدايه غواړي چې ژر تر ژره راپيدا شي.

ساميان او اريايان په دې باور هم دي چې په هره دوره کې به يو لوى مشر يا رهبر يا مصلح ظهور کوي. د ارييايانو په باور دا دوره زر کاله ده او د ساميانو په فکر سل کاله ده. بل دليل دا هم دی چې د اريايانو په نزد هره پېړۍ سل کاله او د ساميانو په فکر دېرش کاله ده. (۳: ۳۴۵ – ۳۵۵)

 

نيچته او زبرمرد

معاصر فيلسوف فريدريک نيچه هم په خپلو اثارو او افکارو کې د« زبرمرد»، «قهرمان» او داسې نورو نومونو يوه مفکوره رايادوي. سره له دې چې د زبرمرد او قهرمان مفهوم د نيچه په اثارو کې د يو ډول ورانپوهاوي سبب هم شوی، خو په واقعيت کې داسې نه ده چې هغه دې د يو قهرمان يا يو ناجي يکه تاز شخص مفکوره وغځوي، بلکې هغه د ټولنې په متن کې په انسان تمرکز کوي، د هغه مفهوم په ټوله کې په يو داسې انسان راڅرخي چې هغه د خير او ښيگڼې سرچينه وي، نه د استبداد او ځانپالنې. «زبرانسان يا قهرمان د نيچه له ليده هغه څوک دى چې لومړي پخپله په ځان متکي وي او له بل هر غير موجود مستقل او خپلواک وي، دويم دا چې د هغه غوره صفات له ځواکمنۍ کيسه وکړي او ځواک ولري او برتري غوښتنه او تعالي په پام کې ولري. د نيچه خبري په دې مورد کې کولای شو په څلورو برخو وويشو: د قهرمان د روزنې شرايط، د هغه د وجود اهداف، انحرافات او نور صفات يې.»(۴: ۱۰۰)

«نيچه د قهرمان د روزنې لپاره پر ځان باور ډېره قوي پابندي او هم پر ځان ډېره کلکه قمچينه ده او ډېرې پياوړی وزری دی. د قهرمان ارواح هغه کسان دي چې د تراژيک حالت په اوج کې ځان ته وايي او له درد او رنځ زغملو نه خوند اخلي. د قهرمان روح د تناقضاتو او بې باوريو تجسم دى.»(۴: ۱۰۱)

نيچه وايي: «قهرمان د زمري اراده لري او د زمري عزم او اراده له ځان نه داسې غواړي: وږی، يوازې، قهرجن، بې مالکه، د بندگانو له نېکمرغي، ازاد له اربابانو(!) ازاد او خپلواک او له بې ترهې عبادتونو ازاد، نو د حقيقت د خاوندانو اراده هم دا ده.»(۴: ۱۳۵)

لکه چې د مخه مو وويل، د نيچه د افکارو په ژورو کې يو ډول انسانپالنه يا هيومانيزم موجود دى چې د نوموړي د انسانپالنې مرکزي مفکوره او احساس جوړوي. د نيچه په اړوند تبليغات کېداى شي، له دې وجهي هم را ولاړ شوي وي، چې د هغه ژبه فلسفي؛ نه بلکې شاعرانه فلسفي ده. د نيچه په افکارو کې د زبرانسان يا ابرانسان او قهرمان مفهوم ډېر تکرارېږي. د هغه په نظر زبرانسان «هغه انسان دى، چې د ازادۍ قلمرو ته داخل شوی وي، له وېرې او خرافاتو او موهوماتو خلاص وي.» نيچه هغو کسانو ته چې ټينگار يې کاوه، چې په باب يې ناوړه پوهاوی او د زبر انسان يو خيالي موجود په توگه ترسيم کړی، وايي:

«هغه کسان چې نه غواړي، زبرانسان او قهرمان وپېژني، ادعا کوي چې زبرانسان نيمه نابغه او نيمه مقدس دى؛ نو دا کسان هغه څلوربول دي، چې ما په دارونينيزم تومتي کوي.»

هغه په دې باور دى چې د زبر انسان مفهوم نه يوازې عجيب او نااشنا نه دى؛ بلکې ساده هم دى. هغه وايي وگورئ، زه تاسو ته زبرانسان درښيم، زبرانسان د ځمکې جوهر دى، وروڼو تاسو ته قسم درکوم چې همدې دونيا ته وفادار پاتې شئ او هغوی چې د بلې دونيا په باب خبرې کوي، باور پري مه کوئ. ! هغوی تاسې په زهرو لړي. ان که پخپله هم ونه پوهېږي، هغوی د ژوندانه تحقيروونکي دي. انسان هغه رسۍ ده چې غوټه شوې ده، د حيوان او زبرانسان ترمنځ، داسې رسۍ چې د پاڼ پر سر ولاړ دى، هغه مخ کې تلل خطرناک دي، او پاتې کېدل همدارنگه له خطره ډک دي.

نيچه د انسان سترې ځانگړنې روښانه کوي، وايي:

«د انسان کوم شيان ستر دي؟ دا چي وايو هغه پل دى او نه هدف، هغه څه چې د هغه د محبوبيت او گرانښت سبب کېږي، دا دی چې هغه هم د کمال په لور لاره ده او هم د پريوتو(سقوط) په پاڼ ولاړ دى. زما هغه کسان خوښېږي چې د ستورو په وړاندې د خپلې سرښندنې لپاره واجبي پلټنه نه کوي؛ بلکې ځان له ځمکې قربانوي چې يوه ورځ ځمکه د زبرانسان د سکونت ځاى شي.»(۵: ۲۷۰)

نيچه په انسان غور کوي، د انسان په ځانگړنو غور کوي، انسان له بدوي ځانگړنو رابهر بولي، راته وايي. انسان لکه څنگه چې داروين ښودلی ده، يو وخت د بيزو په څېر و. هغه داسې استدلال کوي، چې هماغه مهال بايد په هغه کې د انسانيت جوهر موجود وای، دا ځکه چې طبعيت ړوند دى او پر هغه طبيعي قوانين پرته له دې چې تفکر او شعور پرې حاکم وي، طبيعي قوانين پرې حاکم وو. له دې امله دا امکان نه لري، چې د محکوم طبعيت په لمن کې داسې شعور وزېږيږي چې خوداگاه او پخپله اراده حاکم شي.

له بلې خوا د نيچه له ليده انسان چې د طبعيت په لمن کې متولد دى، په حيواني دونيا پابند دى، نو انسان ته پيغور ورکوي: «له چينجي نه دې انسان ته تکامل کړي دى. خو تر اوسه هم په تاکې د چنجي ځانگړنې پيدا کېږي. يو وخت د بيزو په څېر وې، خو تر اوسه هم د ډېرو بيزوگانو په څېر يې.»

نيچه له انسانه غواړي چې پر هغه څه لاسبری شي، تاسې پر هغه باندې د لاسبرۍ لپاره څه کړي دي؟ نو بايد پام وکړو چې په داسې جملو کې د نيچه شاعرانه تون، هغه کسانو لپاره چې د هغه په اړوند په ناوړه پوهاوي کې ښکيل و، د ناوړه گټې اخيستنې موقع ورکړه. نيچه وايي، چې په انسان بايد برى ومومو، نه دا چې يو شمېر نور پرې لاسبري شي، پرته له دې چې انسان بايد په خپل ځان غلبه وکړي، هدف يې بل هېڅ شى نه دى.»(۵: ۷۱)

په دې ليکنه کې موږ تر دې حده په اساطيري ډول قهرمان او د هغه له سختو او اساطيري ځانگړنو سره اشنا شو. بيا مو د مشهور فيلسوف فريدريک نيچه په نظرياتو کې قهرمان او زبرمرد وپيژانده چې په يو فرد او د هغه په خارق العاده کارونو تکيه نه؛ بلکې د ټولنې په متن کې د انسان په څانگړنو او معرفت او خبرتيا او خپلواکې ارادې تمرکز کوي. همدارنگه په مذهبي او ديني لحاظ د «سوشيانت» او ناجي مسألي ته راغلو، خو اوس بيا هم د ټولني متن ته داخلېږو او د مشهور ليکوال برتولت برښت په مشهوره ننداره کې چې د گاليله ژوند نومېږي او د قهرمان مفهوم ته يې اشاره کړې، خبري کوو. دلته د نبوغ تعريف هم اړين دى چې د خارق العاده چارو د ترسره کولو په لړ کې پرې تکيه کېږي.

لاواتر او گويته د نبوغ جوهر داسې تعريفوي: «هغه څه چې کاپي شوي نه وي، هغه څه چې له بل چا څخه نه زده کېږي او نه ورزده کول کېږي، هغه څه چې د شخصيت له ډېرو ژورو ځانگړنو سره اړيکه لري، هغه څه چې تقليد يې نه کېږي، نبوغ دى. دا هماغه څه دي چې ټول ملتونه ورته نبوغ وايي او تر هغه چې انسانان فکر کوي او احساس کوي، خبري کوې، همداسې به وي.»(۶: ۱۱)

اوس را ځو يوې معاصرې نموني ته چې په ادبياتوکي يې انعکاس کړي دي. مشهور المانی ليکوال، ننداره ليکوال او شاعر برتولت برښت چې د دويمې نړيوالې جگړي په کلونو کې امريکا ته مهاجر شو، يوه مشهوره ننداره يې وليکله. هغه په جنگ نفرت ووايه، د نورو په څېر يې جنگ ونه ستايه، هغه د گاليله په زړه پورې او تلپاتي اثر کي ډېر مسايل د علم او کشفياتو په باب مطرح کړل خو له هر څه زيات يې دا مسأله مطرح کړه چې «هغه څوک چې حقيقت نه پيژني، بې شعوره دى؛ خو هغه چې په حقيقت پوهېږي او دروغ يې بولي، تباه کوونکی دى.» همدارنگه هغه کله چې د گاليله ننداره تمرين کوي، يوه شاگرد ته وايي: گاليله بايد داسې ميړه وښودل شي چې حق لري هغه د تېرو پنځو پېړيو يو ستر قهرمان دى چې په پرله پسې مبارزې سره يې وکړای شول ټول خنډونه له منځه يوسي خو ناڅاپه يوه ورځ رالوېږي او په يو ه تبهکار بدلېږي، نو زموږ يوه ستره ستونزه همدا ده، هغه په يو لوی او قهرمان شخصيت کې د تبهکاري اړخ او بېلگه.»

گاليله په ډېرو له غمه ډکو حالاتو کې يعنې د ماتي په شرايطو کې د قهرمان جوړونې پخوانی دود ماتوي، کله چې شاگردان ورته پيغور ورکوي، وايي: «بدبخته ملت چې قهرمان نه لري.» مات او پريوتي او بي باوره گاليله ورته په ځواب کې وايي، بې مثاله ځواب: «بدبخته ملت چې قهرمان ته لا اړتيا لري.» مطلب دا چې کله چې يو ملت بدبخت نه وي او ماتي يې نه وي خوړلې، نو قهرمان ته څه اړتيا لري. له دې نه پورته زياته بدمرغي نشته. اصلاً د ناجي د ظهور خوبونه د انسانانو د کمزورۍ او بې وسۍ زيږنده ده. برښت په زياترو اثارو کې له دغه ډول خوبونو سره لاس و گريوان شوى دى.»

دا چې وايي بدبخت ملت چي قهرمان ته اړتيا لري، دوه ماناوې لري يعني هغه خلک چې د ستم او بدمرغۍ بار په اوږو وړي او د يو ناجي او منجي يا د قهرمان د ظهور په هيله لارې ته گوري، چې وژغورل شي، بدمرغه دي. له دې نه نوره زياته بدمرغي نشته چې په خپلو ځواکونو او امکاناتو حساب ونه کړي او د يو داسې برتره موجود د ظهور په تمه وي. بله دا چې هغه ملت قهرمان ته اړتيا لري چې بدمرغه وي که نه نو په عادله او هوسا ټولنه کې قهرمان ته څه اړتيا ده، له لويو انسانانو څخه د سترو کارونو توقع او د فضايلو هيله د دې نښانه ده چې فساد موجود دى.

اوس نو که ځينې اساطيري، فلسفي او ادبي خبرې پر ځاې پرېږدو او د خپلي ټولنې معاصر تاريخ ته راشو، د حقايو ډېر ژوندي مثالونه ليدلی شو. زموږ په هېواد افغانستان کې له هغه ورځې چې بحران پيل شوی او ټولنه يې په خپلو منگولو کې نيولې، نو فساد هم پيل شوی دی. دې لړۍ ډول ډول په اصطلاح قهرمانان راوپېژندل چې ډېر موقتي او د څو ورځو خبرې وي. د بېلگي په توگه يو وخت به د ثور د سباوون قوماندان، قهرمان ډېر تبليغ کېده، بيا چې کله خپلمنځي شخړه رامنځته شوه او څو تنه ووژل شول، ډېر ژر د څو ورځو لپاره د جلال اباد، د لشکر گاه ښار او داسې نور مهم ځايونه د يو څو کسو په نومونو ياد شول چې گويا هغوي قهرمانان وو، خو ملت يا اولس چوپه خوله وو. د يو سيل بين په څېر يې دې نادودو ته کتل، دا هغه القاب وو چې بې توله او بې نرخه توزيع کېدل؛ خو چا پرې سر هم ونه گراوه.

يو مهال چې زه په زندان کې وم. د دهليز په بر سر کې يو معزز سپين ږيري ډگرجنرال شاهپور خان احمدزی ولاړ و، ورنږدې شوم، د تېرې شپې د خبرونو په ياد يې راته زما د پوښتنې داسې ځواب ووايه:

«بچيه، ډېر تعجب کوم، د جلال اباد تاريخي ښار يې د يو قاتل او وحشي په نوم ونومولو، هغه ښار جلالادين محد اکبر جوړ کړي وو، خو چارواکي اعلان کوي چې د دې ښار نوم به تړون ښار وي. پوهېږي چې کله يې زه زندان ته راوستم، همدا تړون زما شاگرد و، خو د شکنجې او کړاو په موقع چې له ما سپينږيري نه د دروغو اعتراف واخلي، زه يې په لغتو ووهلم او له بوټانو سره زما په خيټه وختلو، نن د جلال اباد ښار د هغه په نوم يادوي، زه حيرانيږم ورته.»

په وروسته دورو کې هم دې ته ورته پېښي تکرار شوې دي. د هېواد ډېر ستر ځايونه، ودانۍ او څلورلاري، سړکونه باغونه او هر څه د موقت او مسخره قهرمانانو په نومونو ياد شول، خو پوښتنه دا ده چې تاريخ چا ته د «قهرمان» لقب ورکوي او د خلکو په ذهن کې قهرمان څنگه پاتي کېږي او څرنگه منځ ته راځي؟ نن ورځ په مکار بازار کې د دې خبرې هېڅ پوښتنه نشته او نه خو په دې باب د سوچ او اندېښني اړوند څه شته؟ را ځئ وگورو، امان الله خان د افغانستان په ملي خپلواکۍ کې د يو ځوان مشر په توگه نقش ولوباوه، ځان ته يې قهرمان ونه ويل. نورو ملگرو يې هم ورته دا لقب ورنه کړ، د هېواد نه ولاړ، کلونه يې په تبعيد کې تېر کړل، نن ورځ د هغه کارنامې پر هغه دا صحه ږدي، پاچا خان کلونه په زندانونو کې تېر کړل، د يو ملنگ او دروېش په توگه يې ژوند وکړ، هېڅ ملگري او خواخوږي يې د قهرمان لقب ورنه کړ، خو تاريخ د هغه په باب څه وايي. نن ورځ په نړيواله سطح کې نيلسن مانديلا، چگووارا، ياسر عرفات، جمال عبدالناصر، گاندهي او نور، خو زموږ په هېواد کې چارواکي د «فرمان له لاري» د قهرماني لقب د بوسو په تول هر چا ته ورکوي.

د افغانستان په معاصر تاريخ کې مولوي عبدالواسع چې په حبيب الله کلکاني يې فتوا ورکړي وه، د کندهار په خرقه مبارکه کې ورته ويل کېږي چې ولې دې په امير د کفر فتوا ورکړې ده، هغه وايي: «دا امير نه دی، دا يو غل دى او غل واجب القتل دى، نو هغه بايد خپله سزا وويني.» همالته مولوي عبدالواسع په توره وهي او وژني يې. عبدالرحمان لودين زړور مشروطه خواه د ارگ دېوال ته درول کېږي او د امانيه مدافع په جرم يې په مرميو سورى کوي، په لسگونو نور مشروطه غوښتونکي چې د ملت اواز يې پورته کاوه، چانواري او ووژل شول، خو د قهرمان په نامه ياد نه شول.

په اوسنيو شرايطو کې دغه القاب ټول او ټول زموږ د هېواد او ټولنې د فرهنگي زوال او سقوط استازيتوب کوي.

سره له دې چې د ملت مفهوم په افغاني ټولنه کې له يوه تپوس سره مخامخ دي، خو د يو هېواد په توگه د ملي گټو پوښتنه او د ملي وياړونو او ملي خپلواکي پوښتنه تل مطرح وه او ده. په دې هېواد کې چې په بېلابېل ملتونه او اتنيک ډلي ژوند کوي، د يوه هېواد اولاد او خلک دي. د دوی قهرمان بايد د ټولې جغرافيا او د ټول ولس مشموليت ولري، يو ملي قهرمان بايد که پښتون وي، نه يوازې د پښتون قوم يا مليت د گټو استازی وي؛ بلکې د بلوچ، ازبک، هزاره او هر بل لپاره هم وي.

بله خبره دا ده چې ځينې خبرې په فرامينو نه حل کېږي، بلکې د ولس په پرېکړې او د ولس په ټولنيز شعور پورې اړه لري.

زموږ د هېواد موجود نسل د تېرې پېړي د وروستيو کلونو يا لسيزي د ناوړه او غيرانساني کړنو شاهد دى، هر څه يې د سر په سترگو ليدلي دي، په تېرو شپيتو نه زياتو کلونو کې کابل په يو مدرن او عصري ښار بدل شوي وو، کله چې سپږنه طايفه په ښار را ننوته، ښار د جنگ او جگړو په ډگر بدل شو، انسان خو څه کوې چې بوټي او وني هم ټپي شول، دېوالونه هم په مرميو سوري سوري شول. ښوونځي او ليسې او علمي مرکزونه پوهنتون، د علومو اکادمي دا ټول په کنارابونو بدل شول. ښه مي په ياد دي چې د علومو اکادمۍ د کتابونو المارۍ راچپه شوې وې او «د برلين دېوال نړوونکو»(!) يې په شلفونو کې مرداري کړي وه. کله چې ارواښاد دوست شينواري دا حالت ليدلی و، سم دواره پري د زړه حمله راغلي وه او بيا له همدې ناروغي ومړ. د کورونو خواوې، د لارو سرونه نږدي تمځایونه د مړو په قبرونو بدل شول، د پنځو کلونو په موده کې يو نسل له زده کړې بې برخې شو، ښوونځي او پوهنتون وتړل شو، پوځ او نور امنيتي ارگانونه ټول له منځه ولاړل، وسلې او مهمات د الوتکو او سکات توغنديو پورې ټول کباړ او پاکستان ته وځغلول شو. ياد مې دي چې د درېيم مکروريانو کې تر سړک لاندي کېبل يې په ټانک پورې تړلی او هغه يې راوويست او بيا يې کباړ او وپلوره. اوس په رڼو سترگو گورو چې هغه مکار او د دروغو گوډي چې په ږيرو او پکولونو سره په سترگو راننووځي، ځانونه فاتحان بولي، قبرونه يې د پاريس او اروپا د ماڼيو په اندازه لگښت اخيستی دی. دوى د تدبير، قدرت، ادارې صلاحيت او دولت دارۍ او په دې ټولو سربېره د «کاريزما» دعوه هم کوي او په دې ډول خپل ټول هغه چټلي پټوي، که تاريخ انسان وايي، فکر کوم ډېرو به مخاطب کړي واي او ورته به يې ويلي وای، دا څه تېر شول چې اوس «د بابا په ږيره خاندي».

«هغوی چې په ارشيفونو، کتابونو، مقالو، انځورونو، ويډيویي کسټونو او په بهرنيو استخباراتو پورې د هغو تړاو په باب اسناد موجود دي، هغوی چې د هر هېوادني ضد عمل په بدل کې يې له هغو کړيو پيسې اخيستې، يعنې د هغو مزدوران وو، اوس ځانونه لوی او کاريزماتيک شخصيتونه معرفي کوي.»

وايي چې تاريخ ډېر بي رحمه قاضي دى، هغه به يې نورو نسلونو ته هم وښيي، ور وبه يې پېژني، هغوی چې د پاتريوتيزم يا هېوادپالنې ارزښت له خاورو سره برابر کړ، نه يوازې قهرمانان نه؛ بلکې «رابين هوډ» ورته په عمل کې سجده کوي.

اوس هغه تاريخي وطن چې موږ يې د پنځه زره کلن تمدن دعوه کوو، په بازار مکاره بدل شوی دى، په دې بازار مکاره کې اوس له نفوسو په اصطلاح قهرمانان (!) زيات دي، خو د قهرمان اصلي مصداق مفهوم بل څه دي.

 

يادښتونه

  1. لسلي بولتون. اسطوره شناسي يونان و روم، (ترجمه ارمان صالحي)، کتاب پارسه، چاپ اول: ۱۳۹۳.
  2. رهنورد زرياب. پايان کار سه روين تن، چاپ دوم، انتشارات ارمان شهر: ۱۳۹۱.
  3. علي شريعتي. بازشناسي هويت ايراني، اسلامي، مجموعه اثار ۲۷. انتشارات الهام، چاپ هفتم: ۱۳۸۱.
  4. دره بيدي، منوچهر صانعي. پيام نيچه، چاپ دوم، سال نشر: ۱۳۸۹.
  5. فاضل غيبي. فلسفه مدرن و ايران. چاپ اول، پيام، تابستان: ۱۳۹۰.
  6. برتولت برشت، زندگي گاليله، (ترجمه عبدالرحيم احمدي)، انديشه، چاپ چهارم: ۱۳۵۲.

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.