انسان او سياست

دستگیر روشنیالی

 

دستگیر روشنیالی

 

په سياست کي تر ټولو مهمه مسله انسان او د انسان نيکمرغي دی. سياست په ټولنه کي مفهوم پيدا کوي او ټولنه د انسان کور دی.  له بده مرغه  واکمن فرهنگ  دواړه انسان او سياست يرغمل کړي دي. انسان يي په سمبول بدل کړی او په ډيره اسانی انسان د اصولو، دودونو، نرخونو، رواجونو، شملي، لتي، نوم… په قرباني بدليږي او  په ډيره اساني دوه دري ښځي د يوه د جنايت په بدل کي ورکول کيږي.  همدا فرهنگ د سياست د انساني کولو په لاره تر ټولو لوی خنډ دی او همدا فرهنگ نه پريږدي چي انسان د سياست په مرکز کي وي. همدا فرهنگ د انسانانو د برابري او د انسانانو د حقوقو د يو شان کولو اوله درجه دوښمن دی.

 

دی فرهنگ يوه ميليوني ټولنه په يرغمل نيولی او واکمن ذهنيت د عقل د په کار اچولو  مخنيوی کوي او په پرله پسي توگه استعدادونه وژني. د همدی فرهنگ دواکمني له امله افغانستان د استعدادونو په گورستان بدل شوی.  په دي تړلی او له پخوا جوړ فرهنگ کي د فکر کولو له پاره ځای نشته او همدا وجه ده چي انديښني کولو او فکر کولو ته تشويش ويل کيږي.

 

د دی فرهنگ په واکمني کي سياست يو خپلواک علم نه دی او نه سياسي چلند خپلواکي لري. په دی فرهنگ کي د سياست او سياسي بدلون دنده  د استبداد او ظلم لغوه کول نه، د استبداداو ظلم د شکلونو بدلول دي او د افغانستان سياسي تاريخ او په ځانگړي توگه د وروستيو څلورو لسيزو سياسي پيښي، کومي چي تر اوسه په تاريخ نه دي بدلې شوې د همدي حقيقت بيان کونکي دي.

 

په دي فرهنگ کي دا فرمان وړونکي نه دي چی د فرمان ورکونکو په ضد جگړي ته راوزي. دا هميشه فرمان ورکونکي دي چي  د فرمان وړونکو په ضد جگړه اعلانوي، انسانان توهين او تحقير کوي او له منځه يي وړي.  له دي توري دايري د را وتلو لاره د سياسي بدلون په ځای  د استبداد او ظلم جوړونکي فرهنگي بدلون دی. دلته  بدلون د انسان توهين کونکو اصولو،  دودونو، رواجونو، نرخونو او عادتونو لغوه کول دي.

 

سياست بايد عاقلانه او سياسي شعارونه عملی او معقول شي. سياست له فرهنگ،  زور او ثروت خپلواک شي.

 

همدا اوس اوس  د ټولني او سياست د عقلي کولو وخت دی او دا له خرافاتو او افسانو د ټولنی ژغورول په ضرورت بدلوي او دا کار په عقلي چلند تر سره شي. ټولنه بايد د يوه سازمان په شان عمل وکړی تر څو د پرمختگ لوری ونيسي او خپله اراده عملي کړي. نن ټولنه د هر وخت په نسبت اگاهي، خپلواکي او مقاومت ته ضرورت لري او دا کار د واکمن فرهنگ او واکمن ذهنيت د اسارت ماتول غواړي.

 

لحظه یی اتلان

 

له بده مرغه په افغانستان کي د همدي فرهنگ په ملاتړ سياست او قدرت  د لحظه ای  د حقيرو، وړو، تصادفی وگړو په اسارت کي دي، کومو چي له دواړو انسان او انسانيت سره په دوښمني يي د غلا، ثروت ټولو، زور، بدماشي، وژلو… لاره غوره کړي دی. تاريخ د ثروت او بدماشي پروا نه لري او دا لحظه ای اتلان به تاريخ په دايمي حقيرانو بدل شي.  همدارنگه همدي حالت د افغانستان راتلونکي له پوښتني سره مخامخ کړي او دا هيواد د اميد او ډار تر منځ زنگيږي. زه تر اوسه هغه امکانات او تضمينونه  نه وينم چي افغانستان دي د يوه هيواد په توگه پاتي شي  او و دي  نه ويشل شي.  په يوه هيواد کي چي د سياست په ډگر کي د عقل په ځای احساسات او افراط عمل کوي،  د شعور په ځای شعار، د پوهاوی په ځای  تهديد او ديالوگ په ځای زور عمل کوي،  ټولنيز باور په کلکه کمزوري شوي وي، ټولنيز پيوندونه اوبندونه د شليدلو په حالت کي وي،  په ښکاره تعصب، نفرت اوتبعیض تبليغ کيږي  او له بده مرغه دا  ډول هڅي ټولنيزه پشتوانه او ملاتړ هم و لري ددي هيواد د پاتي کيدو څه تضمين شته دی؟

 

د عقل او دودونو جگړه

 

دا  يو پرادوکس دی چي دلته د انسان  په کار عقل او په ژوند يي خرافات واکمن وي.

 

دا ډيره لويه ټولنيزه او رواني ستونزه دی چي له يوي خوا په ټولنه کي په اقتصاد، صنعت، جوړولو،  پلان کولو … عقل واکمن وي او له بلي خوا  په خپله انسان او ژوند يي د  منځنیو پيړيو خرافاتو، دودونو او افسانو په اسارت کي وي.

 

انسان او ټولنه نشي کولاي په يوه وخت په دوو  متضادو دنياوکي ژوند وکړي.

 

دا ډول د ژوند کولو او تفکر تر منځ انډول له منځه وړي او تر ټولو لويه ستونزه دادی چي په ټولنه کي له يوي خوا  صنعت، تکنولوژی، دولت ـ ملت  جوړولو، اقتصاد… مارکيت د علم او عقل لارښونه ضروري کوي او له بلي خوا په خپله انسان، تفکر  او ټولنيزي ـ فرهنگي اړيکي يي د خرافاتو په اسارت کي وي.  ددي معني دادی چي دا ټولنه په يوه وخت  کي په دو له يو بل سره په متضادودنياو کي ژوند کوي او دا په بي ساري توگه ستونزمن او خطرناک حالت دی. دا ډول يوه ټولنه د هري شيبي او هري ورځي د ټکرونو ټولنه تعريف کيداي شی يا د هميشنيو ټکرونو او نه تماميدونکو تراژيديو يوه ټولنه ده.

 

يوه دنيا چي هره شيبه بدليږي او پرمختگ کوي او دلته هر څه په علم، تجربه او عقل سنجول کيږي او دا بله دنيا د منځنيو پيړيو رواجونه، دودونه…  دنيا دی چي په يوه تړلې توره دايره کي حرکت کوي د پرمختگ لوری نشي پيدا کولاي او دلته  د عقل او علم  په ځای افساني او خرافات د انسان د ژوند لارښوونه کوي. دا په خپله  هم په کورنۍ او هم په ټولنه کي يو متضاد او يو ژور بحران جوړونکی او بحران راوړونکی حالت دی او دا  د يوې ميليونې ټولني د اوږدي مودي خورا پراخه  ټولنيزه ـ رواني ستونزه دی.

 

دلته د بدلون ضرورت د ژوند کولو لاره  او د فکر کولو لوری بايد بدل شي او دا کار له ځانه او کورنۍهم پيل کيداي شي.  تر څو د ژوند لاره بدله  او د فکرونو  لوری بدل نشي يو په بل پسي د حکومتونو ړنگول او بيا جوړول او همدارنگه  مادی او توليدي بدلونونه  نه دا ټولنه بدلوي او نه د نيکمرغي په لور يو بريالی حرکت پيل کيږي.  ټول هغه اصول، دودونه، نرخونه، رواجونه چي د اصلاح کولو او بدلون وړتيا نه لري د قانون پوسيله لغوه شي.

 

يو بدلون منونکی او انساني فرهنگ

 

دا ټولنه له زور او له خشونته خالې فرهنگ ته ضرورت لري، ټولنه هغه فرهنگ غواړي چي له رياکاري، دروغو، تيرايستونو خالې وي او کوم چي د زور او جبر او ډار پوسيله نه وي ايجاد شوی،  بدلون منونکی وي،  د نويو استعدادونو په وړاندي انعطاف ولري، له انتقاد کولو ويره و نه لري،  له تيروتنو او شک کولو و نه ډار شي،  له تعصب او جهالت خلاص وي او د انديښني او ارادي د خپلواکي درناوی وکړي.

 

دا  ټولنه يوه فرهنگ ته ضرورت لري چي په انساني ارزښتونو ډډه لگوي او د انسان د حقونو او ازاديو او په ځانگړي توگه ښځه د انسان په توگه وپيږني او د هغې د انساني ارزښتونو اوکرامتونو ساتنه، رعايت او درناوی وکړي.

 

دا ټولنه يوه فرهنگ ته ضرورت لري چي د خپلواکو شخصيتونو د روزني او پالني په کار کي مرسته وکړي، هر يو نارينه او هره يوه ښځه بايد شخصيت شي. د شخصيتونو خپلواکي د هغوي د ارادو او انديښنو په خپلواکي دی.

 

ټولنه په “تکامل” او انتظار نه جوړيږي. ټولنه د انسانانو کور دی او دلته د “تکامل” په ځای جوړښت او دانتظار په ځای اراده  عمل کوي

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.

Top Reviews