د ارواحو دښار کيسې

د ارواحو دښار کيسې
اکبر کرگر

د ارواحو دښار کيسې

تسليت  1

زه خو چې رښتيا درته ووايم څو لسيزې کېږي چې د واقعيتونو له دونيا نه، يا له فاني دونيا نه ابدي هغي ته راغلي يم خو دا به هم تاسو ته ووايم چې يوه شېبه د ځمکې د سر له دونيا بې غمه نه يم. هر څه داسې په رڼو او غړيدلو گورم، لکه چې اوس هم ژوندی يم او د ځمکي په سر له تاسو سره گرځم. زما د ارواحو دونيا رنگينه دونيا ده اوس چې په هر څه سترگي پرانيزم يوازې يوه کلمه ښه په برجسته او غټو تورو ليکل شوی وي: تسليت. د تسليت کلمه اوس نه يوازې دود دى بلکې د ژوند طرز او سلوک گرځېدلي دي. تسليت په هر څه او د هر څه لپاره کارېدلي شي. دا کلمه اوس يوه د ژوند او د روزگار کلمه ده.

نو نن هم تاسو ته تسليت وايم. نن مې سترگې پټې شوې اوسم د واره څلويښت کاله مخکې دور ته ورستون شوم. زه د کابل پوهنتون له ليلي نه په تراټ د حقوقو پوهنځي په لور په ځغاسته يم، سم د واره مې ټولگی پيل کېږي. د فلسفې استاد مې تباشير په لاس په توره تخته د د اهورا او اهريمن کلمي رسموي. استاد په دقيق انداز د بشريت اسطوره بيانوي. هغه د نوي او زاړه د علم او جهل د رڼا و تورتم د اهورا او اهريمن ترمنځ جگړه شرح کوي.

استاد وايي:

په پيل کې روښنايي وه، روښنايي او رڼا د ټولو شيانو ماهيت او اصل و او د ثواشه (مکان او افلاک) زروان(زمان) ځاى درلود، نور يا روښنايي نوراني او رباني موجودات وزېږول چې ډېر ستر يې زروان (ناپايه زمان) و چې هغه ته يې ناپايه زروان او خداى زروان هم باله، هغه ابدي پادشاهي درلوده.

نو زروان په زرگونه کلونه قرباني ورکړه چې له بطن نه يې دوه بچيان وزېږېدل، يو اورمزد او بل اهريمن: اورمزد چې د قربانيو په برکت پيدا شوي و او بل اهريمن چې د ترديد شک او وسواس ثمره وه چې په زړه کي به يې تېرېده. زروان وويل: هر يو چې ما ته ژر راشي نو د عالم او کايناتو پادشاهي به د هغه وي.

بدخصلته اهريمن خپله تنه څېرې کړه او په منډه ورغى. زرواندرنگ خداى په خپل وړاندې يو بدمرغه او ذليل موجود وليده، ترى ویې پوښتل تاسې څوک ياست؟ بدخصلته او شرير اهريمن وويل زه ستا زوزاد يم، زروان وويل: زما بچى بايد نوراني، خوشبويه وي، خو ته تورتم، ظلماني، او گنده يې. همدا وخت کې نيک بخته نوراني اورمزد يا اهورا د هغه بل زوى په ښکلي څېره او نوراني او معطره بڼه کې راښکاره شو.

زروان پوه شو چې دا زما حقيقي بچى او زوزاد دى، نو ورته ویې ويل: تر دى شېبې چې تاسې د هستۍ په ډگر کې قدم ايښى ده د هغه روښنايي په پيل کې چې زما ابداع او زما زيږنده ده ما قرباني ورکوله، سرښندنه مې کوله نذراني مې ورکولي، نو له دې وروسته ستا د قربانۍ او نذرانو وار دى، لعنتي اهريمن په قهر شو ویې ويل، تاسې وعده نه وه کړې چې دواړو بچيانو کې چې هر يو تا ته ژر درشي د کايناتو پادشاهي به د هغه وي او هغه ته به يې ورکوي؟

زروان وويل: زه به نهو زرو کلونو د مخه ستا لاس په نړۍ کې پري نه ږدم چې څه ته ور اوږود شي دا ځکه چې ستا د ظلماني او پليد ماهيت نه کرکه لرم خو بدخصلته اهريمن يوازې له تېر وخت نه خبر وو اوله راتلونکي ناخبره و. کله چې پوه شو چې نور له ماتي سره مخامخ دى د هغه تور او ظلماني سپنجي حالت تېرېدونکي دى او د اورمزد يا اهورا سلطنت نوراني، دايمي او ابدي دى نو تورتم ته ننووت او دري زره کاله په تورتم او تياره کې ساکن او بي حرکته پاتي شو. اورمزد پورته او اوهريمن کښته و، د اهورا ټول موجودات په معنويت کې وو.

درې زره کاله شا ته پاتې شول چې اهورا اهريمن وليده او د جنگ لپاره راميدان ته شو. دا دوران د نور او تورتم د مينې او کينې، د ظلم او عدالت د ابادي او وراني د يو ځاى کيدو دوران و چى پيل شو. د اهورا او اهريمن د نهه زره کالو جگړه پيل شوه. اهورا چې تنه يې له روښنايي، رښتيا و او د  پوهې او معرفت نه مالامال وه سپاهيان يې خپل ودرول، د پوهې او معرفت ارباب د سپېڅلتيا ابدي مظاهر يې رامنځته کړل چې نظم يې درلود. پاکي يې درلوده، کمال يې درلوده، او ابديت يې په برخه و. اهورا وځلېده چې په زرين تخت کښېني، د هغه اراده د لمر له ارادي سره يو ځاى کيږي، ټول يو شان فکر کوي، يو شان خبرې کوي او يو ډول چلند او بيا اهورا پرښتې زېږوي. لکه «رشن» يا د رښتياوو پرښته او نور چې هره يوه د خير او فضيلت سرچينه وه.

***

استاد د اهورا و اهريمن جگړه تر دې ځايه راورسوله. زياته يې کړه، دا جگړه لا دوام لري. د کابل پوهنتون د همدې جگړې يو سمبوليک ډگر دى دا جگړه په دې ډگر کي د دې ځای له جوړېدو راهيسې پيل شوه، ما ته ياد شي چې يو وخت چې تنکي زلمي وم او د پوهنتون په خوا کې نږدې په يوه ليسه کې مې درس وايه يو ماسپښين له خوبه را پاڅېدم، رښتيا مازديگر و، د تمانچې ډزې مې واورېدې.

زه له خوبه وارخطا راويښ شوم. ډزې د پوهنتون په انگړ کې شوې وې. هلته ورغلم څو کسه نور هم و، د سيدال په نوم يو ښکلی زلمې په وينو کې لمبېدلى و. ولاړو کسانو وويل:

اهريمن بيا راپورته شوی دي. اهريمني ارواح نوره د کمښت احساس کوي، نور خپل ځاى او مکان تنگ ويني د هغه په کالبد کې چې نجسه او پليده ارواح پوه شوې ده اوس يې د معرفت او تعقل مرکز ته لاره کړې ده. دلته راغلې ده او د ټولو اهريمني ځواکونو په ملتيا يې دا دی نن سيدال په وينو کې ولمباوه.

د سيدال حماسه پاتې شوه. هېره شوه دا ځکه چې نور د پوهنتون انگړ تل د اهورا او اهريمن د جگړو ډگر وگرځېد. د سيدال قاتل او قاتلان څه بنديان شول او څه وتښتېدل. په مالگي منډه يي کې يې واړول. بيا د تاريخ په يوه څنډه کې په لويو اژدهاوو بدل شول. د اهورا او اهريمن د داستان ويلو استاد يې هم شهيد کړ.

دا دى نن د عقرب دولسمه نېټه وه. نن بيا اهريمني ځواکونه په هماغه دروازه پوهنتون ته ننوتل. په ټولگيو، ښوونکو، زده کوونکو يې باړونه وچلول، په لسگونه يي په وينو کې ولمبول. دوى هماغه د الله اکبر ناره هم کوله، اهريمن او دا شعار او کلمه. الله اکبر چې خداى ته د ورتگ لپاره د عقيدت لپاره هم ويل کېږي. د پسه د حلالولو لپاره هم ويل کيږي خو اوس هماغه پسه چې د اسماعيل پر ځای حلال شو نن په افغان زلمو د اهريمن له خوا وويل شوه. هغوی يې د ځمکي له سره پناه کړل جگړه لا روانه ده. هیلې او اميدونه ورک دي. تری تم دي ترهه او اضطراب اوج ته ورسېده.

هلته ليرې لړزه د ابراهيم په اندامونو پرته ده هغه ليرې په يوه گوښى ځاى کې زېړ زبېښلی ولاړ دى. گوري چې پسونه نشته، بلکې اسحاقان حلاليږي. اهريمن زنگ وهلې چاړه په لاس او د هغو پر ستونو يې راکاږي. پرښتې يې نه منع کوي. خداى هم ورته گوري د نهى او منکر امر ورته نه کوي، بلکې په پليده اراده کې يې لا پسې قوت اچوي.

تسلیت2  

 تسليت اوس لکه ورد، اوس لکه دهر څه نوم  اودهر څه له پاره حکم يوه معموله کليمه او مفهوم گرځېدلى دى . تسليت اوس  دارواحو دښار دويم نوم هم دى . په دې ښار کې  چى سهار هر څوک له خوبه ر اپاڅي  اويا دکور له دروازې بهر قدم کيږدي نو دتسليت په کليمه خبرې پيل کوي . کله نا کله خو دتسليت مفهوم مادي اوفيزيکي  شتون پيدا کوي ، لکه يو لوى غر ، لکه يوه پراخه دښته ،  اولکه يو مست  اوڅپانده سيند   چې پر مخ ځي ، اوهره شيبه  چې تېرېږي ، سيند هم تېريږي ، زمان هم تيريږي ، زمان اووخت هم بيرته نه را گرځي ، دارواحو ښار کې يوازى تسليت عبارت دتسليت دمادي اوفيزيکي مفهوم شتون لري . دهر چا دژبې ورد   د ارواحو ښار که دارواحو ښار دى خو اوس  يې رسمي ژبه دتسليت ژبه ده .  چې بايد دهر چا  اودهر هستوگن زده وي .

رښتيانن سهار چې مې دابديت په دونيا کې يعنې دمرگ اومړينې په نړۍ کې سترگې پرانيستلې ، دتورو لړو په منځ کې  مې يو تنکى ځلمى وليد ، خو په فيزيکي  اوجسمي لحاظ نه بلکې دهغه خوله له خندا اوموسکا ډکه وه  دارواحو په دښته کې غځېدلې وه ، په مخه را روان و ، نوى تازه دابديت دونيا ته راغلي و . خو زما روح ماته په خبرو شو ، ويل يې ته يې مه پوښته  زه به ټول سر گذشت تاته انځور کړم اوپه انځور کې به يې ټول حالت وويني .  خو تر هر څه  مخه دا درته وايم  چې تاسې د  کريستيان هنريکسن پرام دا شعر اورېدلي دي   چې وايي :

گور کې ارامه ارامي ده

ښه چوپ ساکن دي اوله غم سره اشنا نه دي  .

خو دا وگوره دگور اوابدي دونيا انځورنه دې  بلکې له فاني دونيا نه را کاپي شوي دى. ټوله کيسه په فاني دونيا کې تېره شوه او دادى دکيسى په پايله کې جانداد دلته را واستول شو .

***

راته وويل شول  چې نن دمراد دروازي ټک ټک که ،هغه ته تسليت دويلو دى . زه په درنگ شيبه کې دروازې ته ودرېدم ۔ دروازه مې ټک ټک کړه ۔ دروازه بيرته شوه  ارواح په داسې حالت کې  چې چا نه ليدم  کورته ننوتم .

مرادتازه په تازه له ښاره راغلي وو ، خلاصي تڼي په يو ه شليدلي کټ کې  چې پياړمه يې هم په ځمکه پرته وه  پروت و ، دجاندادمور ورته چاى را ووړ ، پياله  يې ورډکه کړه ۔خو په مرادکې دستړيا له وجهې متره نه وه  چې ان پياله پورته کړه .

دجانداد مور يې دکار په باب وپوښتل :

هغه زياته کړه : نن دکاروبار مزه نه وه . په کراچې کې مې پياز او  کچالو اونوره ترکاري اچولي وه ۔ دښار گوټي په کوڅو کې وگرځېدم ، ډېرو لږو خلکو زما سودا واخيستله : زه بيا  بيرته لوې سړک ته را ووتم ۔ دسړک پر سر مې کراچۍ ودروله ۔ دښاروالي کسان را غلل  پرته له دې  چې پوښتنه وکړي  زما کراچئ يې چپه کړه ، بيا مې ډير وخت عبث شو چې هغه را ټول کړم  اوبيرته کراچې ته حرکت ورکړم .

هغه ورته وايي : انديښنه مه کوه دستونزواوسختۍ داسې ډېرې ورځې تېرې شوې دا به هم تېرې شي . لږ وخت پاتې دى  که خداى کول جانداد به په خير سره زده کړه خلاصه کړي ۔ ارو مرو به مامور شي دمعاش خاوند به شي . نو بيا به تاسې هم اړ نه ياست  چې کراچۍ کوڅه په کوڅه وگرځوۍ  او روزې پېدا کړۍ .

مراد وايي : ستا خبره سمه ده ۔ زما هم ټولې هيلې اواميدونه جانداد ته دې ، خو زه دنن ورځې غم خورم ،پرون  چې جانداد پو هنتون ته تللو ماته يې کړه  چې څو سوه افغانيو ته اړ دى   چې کتابونه پرې واخلم .

دکتابونو اخيستل اړين دي ، زه يې کتابونو ته سودا اخيستي يم  ۔ هغه وويل : زه بايد دپوهنځي د دورې دپاى ته رسيدو په موخه علمي رساله وليکم ۔  اورسالي ته کتابونه په کار دي ، روزگار هم داسې دى ،  چې نه کار شته  اونه هم روزگار ۔

مراد ته ويل کيږي : خداى به خير کي . سودا مه کوه ، زه به له گاونډي ميرمنې يو څه پور کړم ۔ جانداد ته يوازې څو مياشتې پاتي دي ۔ هغه به خداى له پوهنتونه فارغ کړي ، زما اوستا  د دواړو نيستي به وشليږي ، اميدونه به مو گلونه وکړي ۔

مراد دتورو چايو پياله را پورته کوي ، خولي ته يې وړي  خو ناڅاپه دکور  دروازه په وارخطايي وهل کيږي .

مور دروازه خلاصوي ۔ وايي يو څوک دى مراد يې په کار دى .

مراد وايي : خيريت  خو دى ؟

استازي : خيريت نه دى . ستا دزوي په ټولگي کې خودکشه شوې ، اوس په روغتون کې  دى!!!

***

ارواح مې ټوله کيسه را ته وويله. نودارواحو دښار يوه کيسه دا هم ده ۔  چې جانداد پرون زما ابدي دونيا ته راغلي دي .  اوس دلته دغم  اودرد ،خپگان ،لوږې،تندي  او هيڅ احساس نه کوي .

دکيرکهگارد خبره به دې اورېدلي وي  چې وايي :

«هغوۍ  چې ناښاده  اوخپه  دي له دې امله  چې له مرگه ډاريږي خو اخير موږ دامواتو دانجمن غړي  دلرغوني روم دسپاهيانو په څير له مرگه نه ډاريږو ۔ موږ له مرگه بد تر مصيبت پيژنو ، چې په ټوله کې  اوله هر څه زيات دژوند کولو مصيبت دى .

په رښتيا که داسې انسان يا ادم زاد وي  چې نه شي کولي مړ شي ،هغه څه  چې « دسرگردانه يهودي » په  کيسه کي نقل شوى  دى ،سمه وي  . نوبيا  ولي شک وکړو  چې هغه نا خوښى انسان  ونه  بولو ؟  بس يوازې هغه  وخت کولي شو  ووايو  ولي زموږ دپام وړ قبر تش دى ،علت دادى چې ډېر خواشيني انسان هغه دى  چې نه شي کولي ومري  اوخوښ کس هغه دى   چې وکولي شي . »

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.

Top Reviews