د ملایانو ټولنیزه جوړېدنه

د ګډې غوښتنې متضاد
ضیاالحق شمس

ضیاالحق شمس
استاد پوهنتون

پیلیزه
ملایان هغه وګړي دي چې د فرهنګي او ټولنیز رول د ترسراوي په وجه په ټولنه کې پېژندل شوي او په خاصو اړیکو کې له خلکو سره واقع دي. دوي د عقیدې او مذهبي ملاتړ او برلاسي په وجه د اړیکو په هغو موقعیتونو کې ځایونه لري چې د ټولنو نورو وګړیو ته د عقیدې په معیار حکمونه کولی شي او یو ډول ټول پرته له کومې ځانګړنې یو شمېر عوام بللی شي.
دوي د اړیکو په شبکه کې د ټولنې شته عرفونه هم ملایان هم نور وګړي په داسې اخلاقو روزي چې ورسره د ځانګړیو اړیکو قالبونه او فورمونه منځ ته راځي. ملایان باید د خلکو دیني او فقهي پوښتنو ته ځواب ووايي او خلک باید ملایانو ته درناوی او اقتداء ولري. د ملایانو په ځان¬پوهېدنې یا نه پوهېدنې سره دا چاره داسې هم شوې چې فقهې د ټولنې د کیفي بدلون او پرمختګ کې د ملایانو په ګټه رول درلودلی او دا مالومه ده چې فقه پخپله دا نه شي کړی، یا یې سیاستونه کوي، یا یې اقتصاد او یا یې هم ټولنیز منزلت او ورسره رواني عادتونه.
په دې لیکنه کې موضوع د ملاکېدلو ټولنیز او عرفي بهیر دی. دا بحث به مشخص او ځانګړي څیړنیز کوښښ ته اړتیا ولري، اما تر اوسه شته مواد زمونږ په دې هکله ځکه نه دي لګېدلي چې څه نه دي لیکل شوي. باید په دې هکله ولیکل شي او دا به مرسته وکړي چې خلک او ملایان د دیني ارزښتونو په وړاندې ځانونه یو ډول وبولي او پرته له دې چې د ملایانو صلاحیت د دیني مباحثو په څرنګوالي کې تر هغې کچې لوړ او جدي شي چې د ټولنې نورې تکمیلوونکې برخې تر پښو لاندې او یا هم قرباني کړي، داسې وضعیت منځ ته راشي چې خلک وپوهېږي چې دا د دين تفسیرونه او تحلیلونه چې ملایان یې کوي، دا ټولنیز او فرهنګي زمینې لري او هېڅکله له نقد او اصلاحه پورې نه دي. ورسره ملایان هم دا ټولنیزه وجیبه لري چې په ټولنو کې د شته علمونو او د فرهنګونو د ودې او د خلکو د ژوند د آسانولو او بسیا لپاره هغه ټولې هڅې وکړي چې د ده په زمانه، جغرافیا او شرایطو کې ده پورې ورګرځي.
پوښتنې او فکرونه
ملا د ټولنې ترټولو ټولنیز وګړی دی. ټولنه دی ملا کوي، دی مخکې کوي، ده ته صلاحیت ورکوي او له ده یې اوري. په دې توګه دی د ټولنې محصول دی او خصوصا هغه نژدې ټولنیزه جغرافیا او فرهنګي جوړېدنه د ده په اوسني وضعیت کې چې څنګه دی، بشپړ رول درلودلی. ملایان دې لکه د نورو خلکو په شان ځان د ټولنې غړي وګڼي او هېڅکله دې د دیني کتابونو په لوست او د فقهې پر پوهېدنې ځان یوازې د دین سپېڅلی استازی نه بولي. دا تناقض دې دوي له ځانه سره حل کړي چې د دین څخه دا هم روایت کوي چې دوي ټول د خدای او دین په وړاندې یو ډول انسانان دي او هېڅ تور پر سپین او سپین پر تور توپیر نه لري، او له بلې خوا بیا د پوهې د اندازه کولو له لارې ځان پر نورو سپین وبولي او نور خلک د فقهې نه د بې¬خبرۍ په وجه تور وګڼي. د فقهې احکام ټول د قرآن په وینا تر څلور سوه آیتونو – له تکرار او تشریح سره ـ نه اوړي. دا هر مسلمان کولی شي زده کړي او پرته له دې چې ټولنه خپله د مقدس او نامقدس، عالم او جاهل، فقهي صلاحیتمند او اطاعت کوونکی په نومونو او ډلګیو ووېشي، کولی شي په دې وپوهېږي او ځان ته له خدای سره یوه خاصه اړیکه جوړه کړي چې هغه اړیکه له کیفي او کمي اړخه تر اتیا سلنو پورې شخصي ده او یوازې شل سلنه یې ټولنیزه او اړیکواله ده.
دا فکرونه چې ټولنه باید ملا ته رجوع وکړي هغه مهال سم دي چې ملایان د ټولنې له ټولو وګړیو په هغه څه کې چې توپیر لري، اوچت او ځانګړي وي. په داسې حال کې چې دا وضعیت نه له ټولنې پورته دي او نه مقدس. دا ټولنه منځ ته راوړي چې چاته څومره مقام او منزلت ورکړي او کومې دندې ورته وسپاري. ملایان دې پام کې ولري چې همدوي د ټولنې اولادونه دي، د خپلو شرایطو زامن دي، د خپل ژوند او ارزښتونو پورې محدود او واړه دي. هېڅکله غیرنسبي تمې او فرمایشونه ونه لري. همدا اوس د ټولنې او ملایانو تر منځ د وضعیت برابري نشته. دوي هغه تمې چې ټولنه او خلک یې لري نه شي پوره کولی. دوي د ټولنې په را ټولولو او همغږي کولو کې مثبت او قایم رول نه شي لوبولی. ځینو ځوانانو دومره زده کړې او داسې پوهې موندلي دي چې ملایان یې پوښتنو ته ځواب نه شي ویلی او دوي تکفیر ته برابروي.
ملایان هغه مهال په همدې اوسنۍ اندازه کافي او برلاسي خلک ګڼل کېدلی شوی چې خلک د دوي تر پوهې ښکته او واړه وای. نن چې د نړۍ په کچه د نسل ځیرکي د ستاینې او حیرانوونکې ده، امکان نه لري چې دا نسل دې ورته غوږ و نیسي. مګر دا چې دوي له نوي عصر او نویو ارزښتونو سره ځان برابر کړي. پر خپل نسبي¬والي او محدودیتونو قانع شي. د ملایانو غوښتنې همدا اوس همغه د پېړۍ وړاندې غوښتنې دي: د خلکو سادګۍ ته رابلل، یوازې په مراسمي عباداتو کفایت کول، له خلکو همېشه مالي او اقتصادي تمې درلودل، جوماتونه جوړول او خپلو وړو او ناسمو آندونو ته د دین په پراخې او معقولې لمن کې توجېهات لټول. هغه دین چې خلک یې نن د نړۍ په کچه پېژني هغه نور د ملایانو په لاس داسې نه شي محدودېدلی. ځکه خو د اوسنۍ ټولنې مخکښي د دوي له لاسه وځي او وتلی.

د ملاکېدلو ټولنیز لاملونه
ملایان څنګه داسې وګړي کېږي چې نن دي؟ په دې هکله ځینې ټولنیز او فرهنګي چاپېریالونه باید وشنل شي. د هغو ټولو ونډه تر اړیکو او ټولنیز حضوره پورې مهمه ده. ټول عوام د دغو خواصو په خاص کولو کې ونډه لري.
جوماتونه:
جوماتونه هغه ځایونه دي چې خلک یې جوړوي. د دیني تفسیرونو په رڼا کې هلته خپل دیني مراسم او ګډ عبادتونه ترسره کوي. جوماتونه په دیني قوامیسو کې د خدای ج کورونه او د عباداتو ځایونه ګڼل کېږي. اما د فرهنګي او ټولنیزو ارزښتونو او تاریخي تجربو له مخې د ځینو ولسونو د ستونزو د حل ځایونه، د مشورو، ناستو او ګډو چارو په هکله د خبرواترو اړوند بحثونو ځایونه هم ګڼل کېږي.
جوماتونه وګړیو ته موقعیت هم ټاکي او د ټولنیز بهیره سره ګډ مزل ممکنوي او همغږي ښکاروي. مثلا سپین-ږیري هم ټولنه کې د اخلاقو په حکم مخکې او پاس ځای لري، هم جوماتونو کې. ملایان اصلا خپل اصلي صلاحیتونه په جوماتونو کې پیدا کوي یا د منځونو په وخت کې، هغه مهال چې مذهبي ټولنیز چلندونه کېږي. دا واقعیت باید اصل کې وویل شي او هغه داسې چې دا خلک او ټولنه چې کله وغواړي اقتداء وکړي او ټولنیزه مذهبي همغږي یو ځل بیا تکرار او ژمنې وکړي.
کومه ونډه او اخلاق چې په جوماتونو کې ملایانو سره د عامو خلکو له خوا کېږي، د هغو حاکمو شرایطو برخې دي چې ملاتوب منځ ته راوړي او خلک خپلې دندې او رولونه هسې مومي او له ملایانو په دې تمه واقع دي چې هغوي هم خپلې دندې ترسره کړي. دا چارې یوازې دیني نه شي ګڼل کېدلی ځکه دین د فرهنګ برخه او ټولنې برخې دي. دین پرته له پیروانو او ټولنو، وګړیو او تطبیقولو څه نه پاتې کېږي. جوماتونه د ملایانو په څرنګوالي او جوړولو کې بشپړه ونډه لري. دلته ملایان خپلې زده کړې تجربې په عملي ډول وړاندې کوي او خلکو ته د تطبیق حکم کوي. مراسم په شریکه ترسره کوي. د منبر څخه د حق غږ پورته کوي او صلاحیت مومي چې د ژوند، انسانانو او دین په هکله وغږيږي. اما هغه څه چې ستونزه ګڼل کېږي هغه دا ده چې نن جوماتونه هم پخپل سر جوړوي، پخپله خوښه پکې ملايي کوي، د ټولنې له ورکړ شوې برخې سوء استفاده کوي او تر ټولو مهمه دا چې هیروي چې ټولنې دا مجال ورکړي او په دې توګه د ټولنیز مصلحت او د خلکو د ژوند د سمېدا پر خلاف هم دریځونه غوره کړي.
مدرسې
دویم هغه ځایونه چې نن ملایان پکې خپل ملاتوب جوړوي، یا یې اخلي او زده کوي، هغه مدرسې دي. دا مدرسې له پخوا هم سیاسي وې خو اوسمهال په شلمه پېړۍ کې د یوې راپورته کېدنې په نتیجه کې دا شعور د سیاستوالو لپاره بیا تازه شوی چې څنګه له دینه د استفاده لرې لاسونه بډ ووهي. په دې توګه یې مدرسې په غیرمستقیم ډول را خپلې کړې. دا مدرسې سیاستوالو ته وګړي روزي، داسې ځوانان ورته وړاندې کوي چې کولی شي ټولنه پایمال کړي، انسانان ووژني، د ارزښتونو او ژوند په خلاف ودرېږي، د ځانګړیو سیاستونو، حکومتونو او اړخونو پلويتوب وکړي او هغه ستر ارزښتونه چې ټولنیز مسؤلیتونه یې ایجابوي هیر کړي.
مدرسو په تېرو څلوېښتو کلونو کې د سیاستونو د تطبیق مقدماتي چارې ترسره کولې او ډول ډول ذوقي او سلیقوي مذهبي ګرایشونه یې تقویه کړل. هغه ګرایشونه چې د دیني روحیې پر خلاف د بې¬اتفاقۍ، ډلبازۍ، پردي-پالنې او وطن¬وراناوي او ملي ارزښتونو څخه د انکار تجربې وړاندې کوي. ما په یوې مقاله کې ښودلې چې څنګه دیني مدرسې په سیستماتیک ډول د ټولنیز عقلانیت د مخنیوي لپاره ونډه لوبوي.
مدرسې یوازې له ټولنې ترڅنګ هغه تجربې او زده کړې تقویه کوي چې ټولنې سره لږېدلی شي او عمومي نظم ورانولی شي. دا نظم چې د ملا او حتی هر انسان ژوند ورسره برابر او منظم پر مخ تللی شي، هغه د مدرسه¬اي اوسنیو افکارو په واسطه چې ډېری کولی شي یوازې د فردي سلیقو او ذوقونو او دا شان رواني عادتونو او خویونو څخه را پورته شي، ورانېږي او په نتیجه کې یې ټولنه دربدره، بې¬پایلې او بدپایلې کېږي. د اوسنۍ ټولنیزې لړۍ مستقیم مسؤلیت همدوي پورې ځکه راګرځي چې دوي خلک راوبلل، لارې یې وروښودې او روان یې کړل، مګر همدوی خرڅ شول، وطن یې وران کړ او دا مشري او لارښوونه یې و نه شوی کړی. ټولنې دا تمې نه درلودې او دوي له لاسه ورکړی اعتبار بېرته په دغو مدرسو نه شي ترلاسه کولی. هغه حکیم عقلانیت چې دا لړۍ یې ساتلی شوه لږ تر لږه تر اوسه نه ښکاري او ښه چاره دا ده چې حکومت دا مشري او رهبري په غاړه واخلي.
ذهنیت
ذهنیت همغه د چارو د تجربې نرمه برخه ده چې هر وګړی یې د خپلې ټولنیزېدنې په کچه تجربه کوي. ټول اطلاعات او ټولنیزه مفاهمه او مخامخېدنه د وګړو له ذهنیته سره اړخ لري او لګوي. ټول وګړي د خپل چاپېریال له شته پیغامونو ذهنیت اخلي. بناء کسل، ولاړ، ناهیلی، بې¬شیمې او مخ¬په¬خلاصېدو ذهنیت نه شي کولی قوي، ژوندۍ، پیلېدونکې او روانه زندګي جوړه کړي. د ملایانو اړوند د جوړېدنې ذهنیت د خلکو له خوا منځ ته راځي، وړاندې کېږي، پخېږي او عملي کېږي. همدا حاکم ذهنیت هم د همداسې ملایانو په منځ ته راوړلو کې ونډه لري.
ځینې مهال هره پېښه، چاره او مسأله د خدای د رضا پورې نه شي تړل کېدلی یا یې ټولنیز او فرهنګي شرایط نه ایجابوي. دا همغه ټولنیزه فوق العاده هوښیاري غواړي چې ملایان یې باید ولري او متوجه وي ورته. هغه ملایان چې د ټولنې هره حتا ډېره مهمه پېښه هم له خلکو او د چارو د تنظیم او مدیریت څخه چې عرف او ټولنیز عقلانیت او مشران او مدیران یې مسؤلین دي، له لاسه وباسي نو ټولنو ته همغه ستونزې جوړوي چې اوس مهال زمونږ ټولنې ته جوړې دي.
 پوښتنې: خلک له ملایانو کوم ډول پوښتنې کوي؟ دا پوښتنې د ملایانو عملي، ذهني او علمي اندازه، شکل او بڼه تعینولی شي. بناء داسې ښکاري چې سطحي، بې¬ربطه، غیرضروري او بې¬نتیجې پوښتنې هم د ملایانو په دغه ډول ذهنیت¬جوړونه کې رول درلودلی. په دې توګه ټولنه د ملایانو په وضعیت ورکونه کې مقصره ده.
 تمې: بل وضعیت هغه ټولې تمې دي چې له ملایانو کېږي. اوسمهال تېرې څلوېښت کلنې تجربې ښايي چې له ملایانو د ښو سیاستونو، بریالیو طرحو، ملي ملاتړ، فرهنګي او ټولنیزې جوړېدنې او رغېدنې تمې و نه شي. دوي چې کله خبرې کوي معمولا د وطن ارزښت، د ملي هویت ارزښت، د خلکو د انسجام په اوسنيو عناصرو تمرکز، ځوانه روحیه، توصیف او ویاړونه او ټولنیز غرور له یاده باسي. او ښکاري چې عمدا دا کار کوي.
 ملاباوري: بله خبره دا ده چې ځینو محلاتو کې ملاباوري را کمه شوې، ځینو کې لا هم پاتې ده. ملایان غواړي بېرته همغه باور راژوندی کړي چې په سنتي نړۍ کې یې درلوده. مګر دا د اوس لپاره ممکنه نه ده. ملاباوري هغه مهال زیاته وه چې سواد کم وو، تصمیم د ټولنیز نظم په حکم له مشر او روحاني مشر (ملا) څخه اخیستل کېده یا تاییدېده. اوس ملاباورۍ تاوانونه کړي دي او عمومي ورځنی ډیالوګ پر دغه وضعیت شاهدي ورکوي.
عینیت
د ملایانو په جوړونه کې هغه نور عیني واقعیتونه هم شامل دي چې دی د ملا به اوسنۍ بڼه وړاندې کوي. ملا یو خاص ډول ظاهر لري، یو خاص ډول کلمات ادا کوي، ځانګړی دریځ لري او تر ټولو مهمه دا چې نن یو مهم شاخص هغه بې¬کنټروله احساسات دي چې ملایان یې لري. دا موارد هم د ملایانو اړوند مهم دي:
 سمبولونه: د ملایانو نښې او سمبولونه سپین کالي، لونګۍ، تسبې، په نیمه ښاري ځایونو کې موټرسایکلونه، زېړ کتابونه، د ترانو او قرائتونو جګ غږی مبایل، جګې پایڅې او ځینې نور داسې دي. په ځینو ځایونو کې د ملایانو سپین کالي او سپینه یا توره لونګۍ ته سمه رسېدنه نوره نه کېږي او خیرن کالي ګرځي. بې نظمه لونګۍ یې د ده پر ټولنیزې ناتوانۍ دلالت کوي. د پایڅو بې¬نظمي او جګې¬پورته پایڅې یې دی لا نور هم ضعیف او بې¬نظمه معرفي کوي. دی هغه عاقل نه دی چې د ټولنیز عرف او ژوند په سر کې به ولاړ وه.
 مالي ونډه: اوس مهال ملایان نور تر پخوا زیات په دې تور مقصر دي چې مالي ونډه له خلکو غواړي. دوي تمه لري چې خلک ورسره مرسته وکړي ځکه دا د خلکو ونډه ده چې د دین د خادمانو سره یې کوي. ځینې خو لا خپل حق ګڼي. مګر هغه ملایان له ټولنیز نظم سره سم روان دي چې هم کار کوي او هم ملايي. د خلکو عامې ونډې هم له ملایانو دا کسان جوړ کړي چې یوازې په تکبیر ویلو او جنازې کولو یې خلک خپل مشران وګڼي.
 حضور او چلند: ملایان په مراسمو، ښادیو او پېښو او جنازو کې ګډون کوي. ختمونو کې ونډه لري او پاس کېني. هغه څه چې په دغو واقعیتونو کې څرګند ښکاري هغه د دوي ټولنیز حضور او اغېز دی. خلک ورته پاس ځای مني، خلک ورته بېل خواړه ږدي، خلک ورته غوږ نیسي، خلک ورسره خبرې کوي او ترې یې اوري. دعا ترې غواړي او تمه لري چې ټولنیزه دینداري ورسره ښه تجربه او ممکنه شي.
 وعظ او تبلیغ: ملایان په خپلو مهالوېشونو کې ورځنۍ او اونیزې، کلنۍ او نورې مناسبتي ناستې لري او هلته وعظونه او تبلیغونه کوي. که حکومتي نظم پام کې ونیول شي یا ټولنیز نظم. په دواړو کې ملایان حق نه لري چې داسې تبلیغ وکړي چې د خلکو د ژوند اساس خراب کړي یا یې تهدید کړي، یا وطن خراب کړي، یا تشویق کړي او یا هم داسې افکار وړاندې او تقویه کړي چې هغه د عمومي مصلحت په ضرر دي. حکومتونه په اوسنۍ نړۍ کې دا لړۍ تر څار لاندې ساتي او باید هم داسې وکړي. مګر د ملایانو همدغې خپلسرۍ چې ورته حکومتونه رسېدګي نه کوي او یا یې نه شي کولی او یا خلک ورته مجال ورکوي او یا څه ورته نه وايي مؤقتا، دوي په دې توهم کې واقع کړي چې بس سم روان دي او ريښتیا او حق خبرې کوي. بناء د دوي ناسم وعظ او تبلیغ چې ټولنه او عمومي مصلحت، د انسان ژوند، د ځوان نسل روحیه، وطن¬پالنه او عصري ارزښتونه تر پښو لاندې کوي د دوي د رول بد ډول ښکاروي.
په هر حال، داسې یو وضعیت کې ملایان منځ ته راځي او دا اوسني وګړي چې د ملایانو په نامه همدا کسان دي چې داسې یې بڼه اخیستې. مونږ له څو اړخونو مهمو بدلنونو ته اړتیا لرو. او دا بدلنونه هم په ټولنه او فرهنګ کې هم د ملایانو په شخصي ژوند او چلند کې:
– ملایان باید ځان د ټولنې له اصلي نظمه خبر کړي. وپوهېږي او هغو سره برابر چلند وکړي.
– ملایان باید وشي کولی د ټولنې ټول عقل او هوښیاري ولري او تر هېڅ ټولنیز وګړي پاتې رانه شي.
– ملایان باید وشي کړی د نوي عصر او د ټولنې د نوې بڼې ارزښتونه خپل کړي، ویې پالي، خپل یې وګڼي، پر کیفیت یې اغېز ولري، د جوړېدو په لوري وي او هېڅ مطلق فکر په ټولنه کې د تطبیق وړ و نه ګڼي.
– ملایان باید تاریخي، فرهنګي، ټولنیز، نسلي او بشري بدلون ته پام وکړي ترڅو د دوي پوهېدنې نرمې، د نقد او اصلاح وړ، ژوند ښکلی او چارې د منلو وړ وګرځي.
– اما ټولنه باید خپله دا برخه هم په انزوا کې پرې نه ږدي. دوي باید بېرته حل او هضم کړي او دا هغه مهال کېږي چې د ټولنې دغه انزوايي فشار ملایان درک کړي، او ورته چمتو شي چې تغییر وکړي.
– ټولنه باید هغه تمې او رولونه ملایانو ته ورکړي او ترې یې وغواړي چې د عمومي نظم په نوې کېدنه کې مثبت او پرخوا دي نه اړوونکي او د بې¬نظمۍ تايیدوونکي.
– ټولنه باید د خپل مزله لپاره هغه برخې نورې تایید نه کړي چې ورسره یې تکلیف ورته ایجاد کړی او دا چاره د وخت په تېرېدو سره ممکنه کېږي.

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.

Top Reviews