دتيرې يادونې په تعقيب هگل لومړنی فيلسوف دی چې دځان پردې کيدنې مساله يې په عصري فلسفي توگه په خپل فلسفي سيستم کې ځای کړه. نوموړی جهان اوکاينات واحد بولي ۔ اودغه واحد يا مونيک موجوديت چې انسان،دهغه تفکرات اوطبعيت ټول سره يو دي ۔ له هغه جلا والی دځان پردي کيدنې عامل اوسبب بولي ۔ دې واحد حقيقت ته عقل کل يا روح يا مطلقه ايديه هم وايي.دهگل په عقيده انسان اوبهرنۍ نړۍ په حقيقت کې يوه ده ۔ خو که انسان په حقيقت کې له دغه وحدت يا مونيزم نه خبر نه وي نو نړۍ اوجهان له خپله ځانه پردي شيان بولي ۔ خو څرنگه چې خارجي دونيا د انسان له دونيا سره په اصل کې يوه ده نو په حقيقت کې انسان دخپل نفس سره پردی دی ۔ دخارجي نړې اودانسان دروح توپير په دې کې دی چې خارجې کاينات کل عقل دی اوپه يو ذهني حالت کې دي ۔ دويم يعنې په عينې نړۍ کې دانسان ځان اوموجوديت کل عقل دې۔ بهرنۍ نړۍ يا طبعيت هماغه عقل کل دی چې دخپل اصلي حالت نه بيرون شوې ده. دخپل جز په توگه رابرسيره شوې ده. خو په پردې والي کې دانسان دروح اونړی ترمنځ جگړه ابدي نه ده. اوبايد ژر له منځه ولاړه شي.
دهگل په عقيده دهستې دټولو اجزاوو غوښتنه هم داده چې په نهايت کې دخپل اصل سره يو شي ۔ اوخپل دروني تضادونه له منځه يوسي. دشيانو دغه بدلون چې دټاکلي نظم له مخې ترسره کيږي. مبد ايې هغه دروني تضاد دی اوغايي هدف يې دتضادونو زوال اوله منځه تلل دي۔ چې مانا يې هماغه ديالکتيکي اصل دی. دانسان روح هم بايد دخارجي نړۍ سره دجلا والي په له منځه وړلو کي هڅه وکړي. دهگل په نظر دخود اگاهی اومعرفت له لارې دغه پردي کيدنه له منځه ځي.
هگل په دې برخه کې افراطي نظر وړاندي کوي په دې مانا چی هر څه چې تشريح کوي اويا سيستماتيزه کوي يو ډول روحې اومعنوي اويا ايديالي بڼه لري. خو د ا نظريه يو عکس العمل ايجادوي ۔ اوهغه دفويرباخ په نظر کې موجود دی.
لکه چې دمخه مو وويل فويرباخ بيا دين په خاصه توگه عيسويت د انسان دپردي والي عامل بولي۔ دا ځکه چې په عيسويت کې دخدای حلول په انسان کې اويا انسان دخدای دشته والي چې په اسلام کې يې تشبيه بولي دځان پردي کيدنې عامل بولي ۔
حميد عنايت دفويرباخ دنظرياتو په باب ليکي:
((څرنگه چې دمسيحي خدای ټول اوصاف لکه رنځ ، مينه اوبلنه هيله اواميد اوايمان لرل دحقيقي انسان اوصاف دي او دې ټکي ته په پام سره چې دفوير باخ له دغه دوه جملو مطلب واخلو چې وايي (( انسان ددين راز دی ۔ )) اويا دا چې: (( دين دانسان دروح خوب دی خو ان په خوب کې هم موږ نه خو په تشه کې يا په اسمان کې نه يو، بلکې په ځمکه کې يو اودواقعيت په قلمرو کې ځان مومو ، په دې توپير چې حقيقي شيان اوواقعي شيان ددې له پاره چې دلمر په ساده رڼا کې ووينو دخيال اوهوس په لويي کې يې وينو ۔ )) نو له دې کبله مسيحي الوهيت دانسان له حقيقي ذات څخه دانسان کاپي ده خو داسې کاپې چې اصل يې له منځه وړی دی ځکه چې ټول ذاتي خصوصيات يې اخيستي اوحل کړي دي ۔ ۔۔))[1]
خو مارکس دې بحث ته يو تطبيقي جامه وراغوندي: مارکس داليناسيون يا له ځانه پردې کيدنې ريښې په ټولنيز جوړښت کې گوري اوهغه په دې باور دی چې په پانگوالي ټولنه کې دټولنې دجوړښت پر بنسټ يوازې کارگران بلکې پخپله پانگوالان هم خپل انساني جوهر اوفطرت له لاسه ورکوي ۔ کوم چې په کارکې تحقق پيدا کوي ۔ له ځانه يې پردې کوي ۔ نوموړې کار داسې تعريف کوي: هغه خلاقه هستونه چې دنورو په مرسته ترسره کيږي اوخلک دهغه له لارې له ځانه بهرنۍ نړۍ بدلوي ۔ نوموړی دځان پردي کيدنې له پاره څلور ډولونه ارزوي ۔ چې دا تجليات دتوليد پورې اړه لري ۔ دهغه دتعريف له مخې په مارکسيستي ټولنپوهنه کې ځان پردي کيدنه دشې کيدلو له پروسې ( Objectification ) څخه عبارت دی چې انسانان دهغه په وسيله مادي شيان جوړوي ۔
دمارکس په نظر دځان پردي کيدنې لومړنۍ تجلي داده چې کارگر دعام انسان په توگه په صنعتي ټولنه کې دخپل محصول په نسبت پردې شي ۔ دا ځکه چې پوهيږي ،هغه څه چې توليدوي پر هغو کنترول نه لري بلکې ټول حاصل دکارخانو دمالکانو په لاس کې وي ۔
دځان پردي کيدنې بل مظهر دادې چې کارگر په داسې ټولنه کې دخپل توليد دعمل په نسبت پردې وي ۔ دلته کار يوازې دمعاش وسيله نه ده بلکې دکارگر رواني رضايت هم بايد حاصل شي ۔ په حقيقت کې ژوند دکار دساعتونو له پای وروسته نه پيل کيږي ۔ بلکې کار دژوند جز اويوه دخوند نه ډکه برخه ده ۔ دا ډول پردی والی په عامه سطح کې صدق کوي له کارگرانو پرته ټول وگړي په دې سيستم کې کار ته ديوې متاع په توگه چې دپلورلو له پاره يې کوي ،خوند تري نه اخلي ۔ اودهغه په نسبت پردی وي ۔
دريم مظهر يې دادی چې کارگر يا ددې ټولني انسان دخپل فطرت اوخصلت سره پردي کيږي ۔ لومړي اودويم ډول پردي کيدنه دهغه دخلاقه صفاتو څخه ده چې له حيواناتو څخه توپير کوي ،بې گټې اوبې برخې کيږي نور کوم خلاق ازاد موجود نه دی ، بلکې دصنعتي ټولني په لوې ماشين کې بې ارزښته موجود دی ۔
څلورم مظهر يې دادې چي يو فرد دنورو په وړاندې بي احساسه اوبې عاطفي اوبي ارزښته حالت ته سقوط کوي ۔ روابط بازاري کيږي ۔ په هر څه کې خپله گټه لټول اودعاطفي اواحساس سقوط رامنځ ته کوي ۔ اشخاص يوازي دمتاع او بازاري موقف اودريځ له مخې پيژندل کيږي ۔ اشخاص دعايد او پانگي اوپه ټولنه کې دعايداتي رقم اوارزښتونو له مخې پيژندل کيږي ۔
مارکس پردي کيدنه د يو رواني اوذهني حالت په توگه هم څيړي اوهم يې په ټولنه کې دټولنيز ترکيب اوجوړ ښت له مخې ارزيابي کوي ۔
په هر صورت ترمخه موږ بيلابيل نظريات اوافکار څرگند کړل خو داچې يو انسان په خوله څه وايي هغه يې په زړه دي ۔يا دزړه اودخولې خبره يې يوه وي۔ يا ددې وس ولري چې سم ، دم اوروک اوراست وي نودا هغه ته لويه نيکمرغي ده ۔ ديو بختور انسان يوه ځانگړنه داده چې وکولي شي په ازادانه توگه خپلې رواني قواوي په بهر نړۍ کې په کار واچوي اوهغه څه چې وايي يا يي ليکي دهغه رښتيني عقايد اوباورونه وي ۔ کار اودريځ يې په ټولنه کې دخپل ذوق ، پوهې ، سره په تناسب کې وي نه داسې چې دی۔ څنگه غواړي بلکې په دې ډول چې ټولنې هغه ته دشخصيت دودې ازادانه شرايط مساعد کړی دی ۔
خو دې کې شک نشته چې په ټولنه کې ناملايمات اوناخوالې دانسان له پاره ددغه سعادت خنډ وي ۔ داډول سعادت اوروابط هغه دخپل حقيقي خصلت نه ليرې کوي اوداسي څه وايي چې پخپله پرې باور نه لري اويا داسې کارونه کوي چې دهغه له اختيار او ازادۍ نه بهر وي ۔ نو هغه انسان چې دا ډول ځانگړنې ولري ((له ځانه پردی ))دی ۔
له ځانه پردي انسان له پاره ډير ستر مصيبت داهم دی چې د خپل اختيار اوپريکړې اراده اوتکل ونه لري ۔داسې انسان په حقيقت کې دملاحظاتو بندي اودناوړه ظوابطو اوقواعدو مريي دی ۔لکه چې يو نامريي اوناليدلی ځنځيريي په غاړه کې وي اوهر خواته يې چې وغواړي کش يې کړي ۔ په دې ډول هغه وړ انساني ځانگړنې اوخصوصيات له لاسه ورکوي اودداسې اهدافو دتحقق له پاره ميدان ته کيږي چې دهغه د هدف سره واټن لري ۔
انساني ځواك اودهغه فضيلت چې په حيوان باندې دانسان دبرترۍ نښه ده دعلم اوصنعت په پر مختگ كې په اهريمنې ځواك بدليږي · چې نه يوازې انسان بلكې طبيعي چاپيريال هم زوال ته برابروي · دبشريت تاريخ كې داسې انگيرنې شته چې په هغه سوځنده جهنم چې انسان پخپله جوړ كړۍ په هغه لعنت ووايي اوبيا جنت ته دورگرځيدو لټه كوي · ټولنپوهانو دې مفكور ته نوی لباس وراغوستی دی · دټولنپوهانو په باور دځان پردي كيدنې اصلي اواساسي مشخصات په دې ډول دي ·[2]
جلا والي ·لاسبرې يا اشغال · پرستش يا لمانځنه · چې يوه څرگنده نمونه يې دهگل په فنومنو لوژي كې ددولت مفهوم دی · دولت په پيل كې دملت روح اودملت جوهر دی · خو له ملت نه جلا كيږي · اوديوه لاسبرې يا برتره موجود په توگه حاكم كيږي · له هغه وروسته ددولت لمانځنه پيل كيږي · په دې برخه كې دولت هغه ملت دی چې له ځانه پردی شوی اوپه ځان حكمراني كوي اوځان برتره بولي ·
بل مثال يې ثروت يا پانگه ده · چې هغه هم دانساني فعاليت نمونه ده ·خو له انسانه جلا كيږي · په انسان حكم چلوي · اودبت په توگه يې په ټولنه كې لمانځنه كيږي ·
دريمه نمونه يې ايديو لوژي ده · چې دانساني افكارو مولود دی خو له انسانه جلا كيږي ·بيا پرې لاسبری پيدا كوي · اودانسان نه دبرتره اصولو په توگه پرستش كيږي ·
په دې ډول گورو چې ټولنپوهنيز هغه څومره دهگل له نظر سره توپير لري·
سره له دې چې له ځانه پردی کيدل يو مساله او دانسان پورې مربوطه هغه ده ۔ نو دپيدايښت اوپه دې اړوند دنظر څرگندونه يې په اسلامي فرهنگ کې هم لرغونتيا لري ۔ يعنې دهغې ځانگړنو ان له پخوا څخه په ځينو اثارو کې انعکاس کړی دی ۔ خو په فلسفې شکل په وروستيو پيړيو کې را څرگنده شوه ۔ دداکتر حميد عنايت په قول په اسلامي تمدن کې لومړنی پوه چې ددې مسالي په اړه يې اظهار نظر کړی دی ، هغه ابونصر فارابي ( متوفی ۳۳۹) دی چی دمعلم ثانې لقب يې هم درلود ۔ فارابي په اسلامي نړۍ کې لومړني سياسي عالم دی چې دعباسيانو دخلافت په دور کې چې زورواکو حاکمانو حکومت کاوه اوخلک يې دظلم اواستبداد څخه دوه سږمو ته راوستي وو مخالفت کاوه ۔ له بلي خوا په نورو لاس لاندې قومونو کې دقومي شعور اوازادۍ غوښتنې څپې هم را پورته کيدلي ۔ ابو نصر فارابي اونورو پوهانو ددغه ډول ترور اواختناق په دورو کې دوه لارې درلودې: يا داچې دحلاج په څير دهيڅ پروا ونه کړي اوخپل روح دتفرقې څخه وساتي اوهيڅ ډول ډار اوويره ونه لري ۔ اويا داچې دفارابي په څير يوازې تفکراتو او ذوقي اوعقلي هستونو ته پناه يوسي ۔ لکه چې پوهيږو فارابي دځوانۍ زيات وخت په بغداد کې تير کړ ۔ اوکله چې يې دعباسيانو خلافت دسقوط په حال کې وليده بغداد يې پريښود اوسيف الدوله حمدانې ته چې په حلب کې وو ورغې ۔ که حلب له بغداد څخه ښه اوامن ځای وو خو خلکو په کې څه ښه ورځ نه درلوده ۔ دسيف الدوله حکمراني هم دشرقي استبداد يوه نمونه وه، خو فارابي چې سخت ديندار اوپرهيز گاره عالم وو سلامتي يې په چوپتيا کې پلټله ۔دخپل ذهن کړکۍ يې دبهر د هر ډول پيښو په وړاندې بنده کړه اودهر ډول ديواني اودفتري کار نه يې پرهيز وکړ ۔ په دې ډول دهغه فلسفه زياتره ديونان دفلاسفه وو له نظرياتو مشبوع شوه ۔ خو تر کومه ځايه چې په ټولنيزو مسايلو پوري اړه لري دې کې هيڅ شک نشته چی دټولنيزو پيښو يوڅه انعکاس هم دهغه په اثارو کې شته ۔ نوموړي په مهمو رسالو لکه د(( اهل مدينه فاضله لرونکي رايې )) يا ((تحصيل السعاده)) او((فصول المدنې )) کې ځای ځای دځان پردي کيدنې مساله څيړلې ده ·
داپه واقعيت کې په لرغونو ټولنو کې دځان پردې کيدني يو تعريف دی داسې چې کله فساد ټوله ټولنه دويجاړيدو په گرداب ورسمه کړي نو هلته ټول استعدادونه او فضليتونه له منځه ځي دانسان شخصيت په کې مسخ کيږي ۔ خو نيک خصلته اوپه فساد کې دنا ککړو خلکو ژوند نور هم دعذاب سره مخامخ وي ۔په داسې دور اوداسې ټولنه کې دانسان هستونې هم بې معنا کيږي اوپه هغو هم اغيز کوي ۔ دمثبتو ارزښتونو ديوال هم ښوره کوي اوپه بيخ کښيني ۔ په داسې ټولنو کې نيک انسانان په تصوفي عرفاني اصطلاح بيگانه گان بلل کيږي. هغوۍ چې دهيڅ ډول سازش متره نه لري ۔ (( دفاسدو خلکو سره سازش دفاضل انسان له پاره حرام دي ۔ بلکې پر هغه فرض ده چې دفاضل چاپيريال اوخلکو سره محشور وي ۔ په دې شرط چې داسې ټولنه دهغه په وخت کې موجوده وي ۔ اوکه موجوده نه وي نو دفاضل انسان ژوند په داسې دونيا کې غريب اوتباه اومرگ ورته په ژوند غوره والی لري ۔
داسلامي نړۍ يو بل فلسفي چې ابوبکر محمد بن يحيی ، (وفات کال ۵۳۳ هجري ) نوميږي اود مشهور اثر ((تدبير المتوحد)) مولف دی ۔ هغه هم ورته يادوني لري۔ دغه فلسفي دهسپانيي اوسيدونکې اوداختناق اوبربريت په دوره کې ژوند کاوه هلته چې ټولنه دفسادپه لور ورسمه وه ۔
خو دوروستی پوه توپير له لومړي سره دادی چې دويم دانسان له پاره تجرد اوگوښی والي نه غوره کوي ۔ يوازې په ځينو ټولنيزو مسايلو کې گوښه کيدل روابولي ۔ هغه په دې ټينگار کوي چې موحد بايد هر وخت په داسې ناوړه شرايطو کې له فضلا وسره محشور وي اودهغو سره په مشوره کې دحل لاره وپلټي ۔
معاصرو پوهانو دځان پردي کيدنې مساله نوره هم غزولې ده اوددې چلند نور شکلونه اوبڼې يې تعريف کړي دي ۔
فرانسوي فيلسوف اوليكوال ژا ن پل سارتروايي چې زموږ دوزخ په نورو كې دی ·ددې مانا څه ده ؟ ايا موږ له نورو پرته ژوندي پاتې كيدای شو !ايا زموږ دوزخ په نورو كې دی · ددې له پاره چی په ننۍ نړۍ كې له نورو سره دفرد اړيكي انساني نه بلكې غير عادلانه اوپوړيز مناسبات ټاكونكي دي · ددې له پاره چې نور دفرد ملگري اوهم نوع نه بلكې رقيبان دي · ددې له پاره چې دانسان دنړيوال هويت نه انكار كيږي · فرد نور دانسان دمفهوم معرف اونماينده نه بلكې دموقعيت له مخې په توليد اودتوليد له وسايلو سره دملكيتي رابطې په اساس دېوي ټاكلې طبقې معرف اونماينده دی ·
په دا ډول نا عادلانه ټولنو كې دفرهنگ اوايديو لوژۍ كار هم فرد ته ددوزخ دزغملو وړ گرځول دي · په هماغه اندازه چې دولت دنظم اوقانون دوسېلې په توگه يا په دقيقه مانا دسركوبو لو اوكنترولولو وسيله كيږي · دغير عادلانه نظم دبقا له پاره نور لازمه بولي ·مذهب اوفرقه پالنه اودټولنو ټوله فرهنگي اوطبقاتي روبنا هم لازمه ده · په داسې غير عادلانه ټولنو كې ، دفرد ژوند د((روبوت)) حيثيت غوره كوي · روبوت مغز نه لري اوله ځانه پردی كيږي هم نه· مو ږ فكر كوو ،مسخ كيږو · جنگ جگړې اونشه ي توكو ته پناه وړل اوپه هغو روږديدل اودخپل هويت له لاسه وركولو سره مخامخ يو ·
په سياسي لحاظ:دا چلند زياتره دايديولوژی په عصر کې (سامويل هنتگنتون امريکايي پوه دايديو لوژې دوران دروسي داکتوبر له انقلاب نه دسړې جگړې تر پايه پورې دوران بولي )په هغو جنبشونو اوسياسي حرکتونو اوسياسی ډلو اطلاق کيده اوکيږي چی دخپلې ټولنې اوپه ټولنه کې لاسبري ارزښتونه په پام کې نه نيسي ۔ په خپل حرکت اوکړنلاره کې له ټولنې څخه په کراتو تر مخه حرکت کوي اويا داسې شعارونه مطرح کوي چې په هر لحاظ دټولنې سره په واټن کې وي ۔
ايديولوژي هم انسان کږوي داسې چې دکږې اوناسمې نړۍ سره سازش وکړي ۔ له دې امله ايديولوژي داليناسيون يو ډير مهم عامل دی ۔ دا ځکه چې فکر په کې چوکاټي کيږي ، دليد ساحه تنگيږي ۔ ليرې افق محدوديږي ۔ اودمثبت شکاکيت په اصل اغيزه کوي ۔ يو ډول تعبد اوبنده گي رامنځ ته کوي ۔ په دې مانا چې ديو شې سر ترپايه غوره اومثبت اونه بدليدونکي گڼل اوپه هغه باندې ټينگار کول چې ناړامي او سرتمبگي اوپه پټو سترگو دبوتانو منل پخپله داليناسيون دايجاد سبب کيږي ۔
په دغه موقع ډيره اړينه وه چې ځوان نسل يا دگوندونو منځنی قشر ، دافغانستان دمعاصر تاريخ اوپه خاص ډول دامان الله خان له دوري اودمشروطه نهضت دڅيرو اوشخصيتونو خبرشي ۔ دامان الله خان دوره دنوی بدلون غوښتونکي نسل له پاره دمذهب اودودونو په اړوند اوپه ټولنه کې دمدرنيزم دايجاد په اړوند ډيره اړينه وه ۔
په افغانستان کې د((پرولتاريا دديکتاتورۍ ))دراوستلو شعار اودبې طبقو ټولنې دجوړولو شعار اوهمدارنگه دوگړي په وسيله دوگړي استثمار شعارونه هغه څه وو چې تحريک يې له ټولني څخه په واټن کې واقع کړ۔ چې دا دسياسي ځان پردې کيدنې يو څرگند مثال دی ۔ داسې مثالونه موږ په تيرو ديرشو کالونو کې ډير ليدلي شو ۔
په فرهنگي لحاظ: فرهنگ يعنې ديوه اولس يا قوم دمعنوي ، هنري ،تاريخي ، مذهبي اواحساسي تجلياتو يو ټول دی ۔ په واقعيت کې ديوې ټولنې ټولنيز ه څيره ده خو کله داسې هم پيښيږي چې په يوه ټولنه کې مصنوعي عوامل اوغالبا شکمن عوامل دفرد د حقيقي فرهنگ له ذهن څخه پاکوي اويو بل فرهنگ چې ديو بل ډول تاريخي اوفرهنگي شرايطو مولود دی ځای يې نيسي ۔داسې چې دفرد د واقعي اړتياوو اواحساساتو سره سر نه خوري ۔ دا بهير ددې سبب کيږي چې فرد يو ډول مصنوعي فرهنگي بدلون سره مخامخ کيږي ۔ او د داسې ايديالونو سره چې دهغه دټولني سره اړه نه لري، خپلوي ۔ شريعتي په دې باور دی چي داسې يو کس ديوبل فرهنگ له لاري ((الينه)) کيږي ۔ په افغانستان کې دنوی تعليم يافته قشر رامنځ ته کيدلو اويا په بهر کې زده کړو په باب يوه کيسه مې يو وخت ديوه اثر په سريزه کې لوستی وه ۔ چې ليکلي يې وو ۔ کله چې داسې يو ناليدلي په دفتر کې امراويا مدير شي اوپلار يې ورته دفتر يا ادارې ته ورشي نو شرميږي اونورو کارمندانو ته وايي چې دا خو زموږ دهقان دی اوزموږ په ځمکو کې کار کوي ۔
په فرهنگي لحاظ له ځانه پردی په څرگنده توگه دخپل هيواد فرهنگ دود دستور ، راشه درشه ، ناسته ولاړه اوهر څه له ياده باسي ۔ له دغه ډول ځان پردي څخه غير معمول عمل کيدای شي ۔ ددې ډول مثالونه موږ زيات ليدلای شو ۔
دتيرې پيړۍ دپنځوسمو کلونو را وروسته په اسيايي افريقايي هيوادونو کې دملي ازادي غورځنگونه راپورته شول ، له دی سره سره چې استعمار وننگوي ،دلويديځ فرهنگ په وړاندي هم يو عکس العمل را پورته شو اودلويديځ فرهنگ پلويان داستعمار ځپلي يا لويديځ ځپلي په نوم يادشول۔
له ټولنيزه پلوه ځان پردي کيدنه بيلابيلې خواوې لري دمثال په توگه دا چې انسان يوازې دخپل عايد په باب فکرکوي ۔ هغه هم په دې موخه چې خپل ژوند ښه کړي اوددې کار له پاره يوازې پيسې راټولي کړي ۔ داسې انسان ((پيسه ځپلی انسان )) هم بللی شي ۔ په واقعيت کې دهغه وجود مساوي دی دهغه دشتو سره اوخپل ځان دهمدغه شتو په موجوديت کې حس کوي ۔
يا دهدف له لارې له ځانه پردی انسان چې دامفهوم دسارتر له خوا مطرح شوی دی ۔ اوددې مانا داده چې يوازي ديوهدف په خاطر ديو کار ترسره کول وي ۔ دمثال په توگه زه درس وايم ددې له پاره چې پروفيسور شم ۔ څرنگه درس ويل اوڅرنگه چلند کول له دوستانو سره ۔ نور هيڅ مهم نه دي ۔ يوازې هدف مهم دی دا يو ډول دهدف په وسيله الينه کيدل دي ۔ البته دهدف الينه کيدل يوازې ددرس اوزده کړې پورې محدود نه دي ۔
دکار په وسيله هم فرد ځان اويا خپل نقش چې په اداره کې يې ترسره کوي يو بولي ۔ اونورې انساني جنبې له ياده باسي ۔
علم هم دنن انسان الينه کړی دی ۔ داځکه چې علم اعلانوي چې زما هدف څرنگه ژوند کول دي نه دا چې ولې ژوند کول ۔ زما رسالت نه دانسان دحقايقو کشف بلکی دداسې قوانينو کشف دی چې کولي شي انسان په ژوند کې برخمن کړي ۔هدف دا چې انسان په طبعيت لاسبری شي ۔
[1] عنايت ،حميد ۔جهانی از خود بيگانه۔ چاپ تهران:۱۳۵۳ص ۱۶
Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.