په افغانستان كې دمدرنيزم پيلامه عصر ي ښوونه  اوروزنه څرنگه پېل شوه؟  

امان الله خان
امان الله خان

 

استاد اکبر کرگر
استاد اکبر کرگر

محمد اکبر کرگر

امان الله خان په يوه وينا كې وايي:

اى ملت معظم افغانستان! من هنگام شهادت پدر وكالت سلطنت را دركابل داشتم واكنون به اصالت ان بار سنگين امانت را متوكلا ومعتصما به عهده گرفتم. وقتي‌كه ملت بزرگ من تاج شاهي را بر سرمن نهاد، من عهد بستم كه بايستي دولت افغانستان مانند ساير قدرتهاى مستقل جهان ، در داخل كشور ازاد ومستقل باشد · ملت افغانستان در داخل كشور ازادي كامل داشته وازهر گونه تجاوز وظلمى محفوظ ومردم فقط بايد مطيع قانون باشند وبس. كار اجباري وبيگار درتمام رشته ها ممنوع وملغي است. حكومت ما درافغانستان اصلاحاتي خواهد نمود كه ملت ومملكت ما بتواند دربين ملل متمدن جهان جاى مناسب مقام خود را حاصل نمايد. من دراجرات امور كشور مشورت را بحكم ( شاور وهم فى الامر رهبر ) قرار خواهم داد. اى ملت عزيز واى قوم باتميز درحفظ دين ودولت وملت خود بيدار ودرنگهباني وطن خويش هوشيار باشيد · من از خداوند براى شما واهل اسلام وكليه بني نوع انسان خير وسعادت مي‌خواهم ٠” [۱]

پورتنى پراگراف دامير امان الله خان ديوې وينا يوه برخه ده چې په عين حال كې دهغه داهدافو اوپروگرامونو لنډه مانيفيستو هم ده · يا دمدرنيزم په لور دهيواد دسمولو تگ لاره ده ٠ نوموړې له دې وينا وروسته ديولړ سترو كارونو په لړ كې غوښتل چې دهيواد په اقتصادي اوفرهنگي اوسياسي څيره كې يو كيفي بدلون راولي ٠ په همدې هيله مې تكل وكړ چې دامان الله خان اومدرنيزم په باب يوڅه وليكم خو تر مخه تردې چې دامانيه دورې دمدرنيزم بحث ته په تيره دښوونې اوروزنې په برخه كې داخل شو ، ښه به وي چې دهغه مهال په مقياس دمدرنيزم شاخصونه جوت كړو ٠

              مدرنيزم څه ته وايي ؟

              (يعنې دلويديځې تكنالوجۍ رااخيستنه يا په بله مانا دانساني ،فزيكي اوطبيعي قوتونو سم كارول اوپه عقلاني توگه دانسان تر كنترول لاندې راوستل اوپه معقوله توگه ترې گټه اخيستل دي ٠ )

      سره له دې چې دمدرنيزم په باب بيلابيل تعريفونه وړاندې شويدي ، خو دا يوه دبحث اوجدل وړ خبره هم ده ٠ په مجموع كې هغه ټولې پروسې چې دهيواد داقتصاد دصنعتي كيدلو اوتواميت په لور پر مخ ځي ٬ دمخابراتو مواصلاتو، اوسوداگرۍ وده اوپه ټولنيز اوسياسي سطحه كې دټولنيز تحرك ( سوسيال موبيليتي ) رامنځ ته كيدل،دروغتيا اوصحي خدماتو انكشاف ، دلوړ پوړو اوبا قدرته ډلو اودټيټو پوړيو ترمنځ داړيكو ايجاديدل ،دكورنيو ، خيلونو اوقبيلوي اړيكو تدريجي كمزوري كيدل اوپه يوه ملي ټولنه كې مستحيل كيدلو څخه عبارت دي ٠ په لويه پيمانه ددوديزو ارزښتونو وده اودغير ضروري ارزښتونو له منځه تلل ، دضروري عقايدو وده اوددې عقيدې رامنځ ته كيدل چې يوازې دبدلون رامنځ ته كيدل نه دي ، بلكې ډير ضروري اوحياتي اوپه متوازنه توگه دبدلون غوښتنه اواړتيا ده ٠ مودرنايزيشن له سيكولريزم ،علمي اوتخنيكي زده كړو سره اوهمدارنگه دجمعي وسايلو له پرمختگ سره نه جلا كيدونكي رابطه لري ٠ همدارنگه دزړو اونويو اجتماعي ډلو دخبرتيا اواگاهۍ لوړتيا دهغوۍ دعلاقمندۍ اوغوښتنو سره ملگرى دى ٠

      مودرنايزيشن دسياسي واك دويش په برخه كې ټولو پوړيو ته دگډون څرگندوى دى ٠ ددې ځانگړنه داده چې ټولو ټولنيزو پوړيو ته دټولنيزې عاجلې ودې ، په ټولو حكومتي موسساتو ، سوداگرۍ اوصنعت كې ونډه ولري ٠ زوړ نسل دزيږون اويا مړينې په پروسه كې په نوي ايليت نسل كې چې دښوونې اوروزنې په لاس ته راوړنو تكيه كوي ،ځاى نيسي ٠ ښاري اومدني اوصنعتي ژوند رونق پيدا كوي ٠ سيكولريزم ايجاديږي اودملي سياسي يووالي په لور تمايل زياتيږي ٠ نوى نړيوالي اړيكې اوروابط يې دتيرو ځاى نيسي ٠ په ايديو لوژيك لحاظ هم دا تمايل قوت پيدا كوي چې يو نظام بايد په خلكو كې محبوبيت ولري ٠ ديوه نظام دمشروعيت مساله دهغه دواك اوصلاحيت دخلكو درضا اوخوښۍ پورې اړه لري ، اواهميت پيدا كوي ، په دې ډول دملت ،مليت پالنې (نشناليزم ) مفكوره رامنځ ته كيږي ، مدني اوښاري ژوند، برابري اودقانون په وړاندې يو شان ته والى دپوهيدو وړ گرځي.

      په افغانستان كې دلومړيو مدرنيستو روښانفكرانو اواصلاح غوښتونكو دمبارزو په اړوند زيات څه نه دي ويل شوي ٠ سبب داو چې دغه هيواد په نولسمه پيړۍ كې يو گوښى اومنزوي هيواد و.  دلويديځې نړۍ زياتره څيړونكو ورته لږه پاملرنه كړې اوپه دې اساس له نظره ليرې پاتې شوي دي .

      دلومړيو مدرنيستانو دفكر اوانديشې په باب دهگل دا خبره صدق كوي چې دتابعيت د۱۷۸۹ كال دبشري حقونو داعلاميي په باب يې كړې وه ٠ انسان دلومړي ځل له پاره ( دفكر په بنياد واقعيت جوړ كړ ) [۲]        

      سره له دې چې ځينې څيړونكي په افغانستان كې دنوې مدرنې حركت په امانيه دور پورې منحصر نه بولي ، بلكې په دې باور دي چې دغه پروسه له هغه مخكې پيل شوى وه ، خو واقعيت دادى چې په امانيه دور كې دغې مفكورې يعنې مدرنيزم داسې دحقيقت جامه واغوسته، چې په لږه موده كې يې دهيواد په څيره كې كيفي بدلون راووست ٠ په بل عبارت دا به مبالغه نه وي چې كه ووايو هر هغه څه چې نن په افغانستان كې دلويديځ مدنيت په اړوند وينو  هغه په افغانستان كې په اماني دور كې را څرگند شوي دي.

      دمدرنيزم لومړنى اواساسي شاخص چې نور هغه په ځان پسې را كاږي ، ښوونه اوروزنه ده ٠ موږ په دې بحث كې په اساسي توگه په ښوونه اوروزنه تمركز كوو اونور شاخصونه اوعناصر يې په ضمني توگه يادوو.

ښوونه اوروزنه دمدرنيزم اساسي ستن

      (لويس دوپرې) ليكي: ((كله چې دامير حبيب الله خان له مرگ وروسته دلومړي وار له پاره محمود بيگ طرزي له امان ا لله خان سره وليدل ، دواړه حيران وو. طرزي وويل: مه ژاړه اوس دعمل وخت دى ٠))[۳]

      هغه دخپل پلار په غياب كې زياتره وخت دښكار دسفرونو په مهال دگارد اويا دوسله وال پوځ دقوماندان دنده تر سره كوله ٠ نوموړي ارگ ونيو ، چې هم دشاهي دربار كلا ( مركز ) و اوهم په كې خزانه وه اودقدرت دوديزه څوكۍ وه ٠ نوموړي سم دواره په پوځ كې داصلاحاتو اودحالت دښه كولو وعده وكړه ٠ دحبيب الله ورور په جلالا اباد كې ځان پادشاه اعلان كړ ٠ نوموړى ددوديزوالو نماينده و.[۴] )

      په واقعيت كې د مدرنيزم اودوديز والې يا تراديشناليزم تر منځ مبارزې دغلته خپل ځان را څرگند كړ. مدرنيزم په تدريج سره را برسيره شو اودټولنې په ټول مقياس ددوديز والې كركه يې دځان پر ضد راوپاروله. دغه مبارزه تر ننه هم روانه ده ٠ وروستى انعكاس يې ددسمبر په وروستۍلويه جرگه كې وليدل شو. دغه جگړه په افغانستان كې ډيره موده خونړۍ وه اودسرونو يا ككريو ددل كيدو اوتوليدلو له لارې داولس دوينو دڅپانده سيند په ټټر تيره شوه اولا روانه ده.

      (( له ۱۹۱۹ كال نه تر مخه پادشاهي كورنۍ يوازې له اداري مسايلو اوقانوني تصاميمو سره علاقه درلوده ٠ ټول افغانان مخكې له هغه چې شاهي دربار ته راشي اوخپل كيس راوړي ، ددود اوعنعنې په وسيله محكوم وو.  دامير حبيب الله درې مشران زامن ټولو په دربار كې كار كاوه اوپه پرله پسې توگه دهغو پريكړې په اسانۍ تصور كيدلې.) )[۵]

 ( ۴۴۲-۳)

      امان الله غوښتل ، چې ټول سيستم سره يو موټى كړي ٠ نوموړي طرزي ته اجازه وركړه ، چې ديوه حكومتي سيستم اصلاحات را منځ ته كړي اودوزيرانو كابينه دعثماني تركيي په موډل جوړه كړي ٠ طرزي پخپله دبهرنيو چارو لومړنى وزير شو اوسردار عبد القدوس خان دصدراعظم په توگه وټاكل شو.))[۶](

      غازي اما ن الله خان دنهو كالو پادشاهي په دوران كې ستر اوهر اړخيزه اصلاحات تر لاس لاندې ونيول ، چې افغانستان يوه نوي دور ته داخل كړي. (گريگوريان وارتان) په خپل اثر كې دامان الله خان دوينا يوه برخه را اخلي اوليكي: (( دلوى خداى په لارښوونه به زموږ حكومت ټول داسې مناسب اوگټور اقدامات اوريفورمونه چې دهيواد اوملت په گټه وي ، پيل كړي چې دافغانستان حكومت اوملت دستر بدلون په اساس متمدنې نړۍ ته داخل شي اود سترو متمدنو قوتونو په منځ كې مناسب اووړ مقام تر لاسه كړي. په دې ډول له خدايه غواړم دهغه درضا اومهربانۍ لپاره اوله هغه څخه ستاسې اوټولو مسلمانانو اوټول بشريت دنيكمرغۍ اوهوساينې له پاره مرسته غواړم. له خدايه غواړم چې موږ ته لار ښوونه وكړي اوزموږ هيلې را پوره كړي ٠))[۷]

      دامانيه دور لومړنى اصلاحي پروگرام دښوونې اوروزنې په برخه كې و  چې هغه ورته ډير اهميت وركاوه . امير ددې لپاره چې دښوونې اوروزنې سيستم پياوړى كړي اوهغه بيا له سره تنظيم كړي ، نو له مصر اوتركيې څخه يې ښوونكي را وبلل اوپه افغانستان كې يې په دوامداره توگه دفرانسې دښوونې اوروزنې دسيستم دزده كړې لپاره دفرانسوي هيات له مقاماتو سره خبرې اترې پيل كړې. ددې كار لپاره( الفريد فوچر)دفرانسوي اركيالوجستانو دهيات مشر اودسوربن دپوهنتون پروفيسورديوه دوام داره ښوونيز سيستم اودلوړو زده كړو سيستم طرحه كړ. درې نوي ثانوي ښوونځي جوړ شول.  دا ټول دحبيبيه په سبك و، خو په هر يوه كې دمتوسطو لارښوونو لپاره بيله يا ځانگړې بهرنۍ ژبه تدريس كيده ٠ دگريگور يان په قول لومړنۍ هغه يې امانيه ښوونځى و چې په ۱۹۲۲ كې جوړ شو اودامان الله خان له سقوط وروسته يې نوم په استقلال واوښت ٠ غبار ددغه ښوونځي نوم امان ليكي.  دا ښوونځى دامان الله په نوم ياديده ٠ امانيه ليسه يا ښوونځى ، چې د فرانسوي تدريس يوه نمونه وه ، پنځو تنو فرانسوي استادانو چې يوه يې ميرمن وه اودولسو تنو افغانانو يې تدريس چارې پر مخ بيولې ٠ د۱۹۲۶ پورې امانيه ښوونځى له ۳۰۰نه تر ۳۵۰ تنوپورې شاگردان درلودل.

      په ۱۹۲۳ كال كې اماني ليسه جوړه شوه ، چې دجرمني ټيپ يو ښوونځى و. دا هم دامانيه په څير يوښوونځى و اودامان الله له نوم سره تړلى و ، چې بيا وروسته دنجات په نوم ياد شو. اماني ښوونځي دډاكټر ايون تر سر پرستى لاندې و ، چې درې جرمني ښوونكو اوڅو تنو افغان ښوونكو پكې تدريس كاوه ٠ د۱۹۲۴ او۱۹۲۶ كلونو په دوره كې دې ښوونځي نږدې سل تنه زده كوونكي درلودل ٠ په ۱۹۲۷ كال درېيم ښوونځى دغازى په نوم پرانيستل شو ٠ ددغه ښوونځى په ټولگيو كې انگريزي ژبه تدريس كيده ٠ لومړنى بكلوريا ازموينه په حبيبيه ښوونځي كې په هماغه كال واخيستل شوه.

      همدارنگه امان الله خان په ۱۹۲۴ كال نور ښوونځي هم پرانيستل ٠ هغه يو څلور كلن اداري ښوونځى چې ( مكتب حكام نوميده ) تاسيس كړ ٠ په دې ښوونځي كې په محاسبه اوارتيميتكس باندې ټينگار كيده ٠ تركي ددويمې ژبې په توگه په كې تدريس كيده ٠ ځكه چې اما ن الله خان غوښتل چې په افغانستان كې تركي اداري موډل پلى كړي.  دكابل دوالي له خوا دحكومت كارمندانو ته هم اداري تعليمات وركول كيدل ٠ دكابل والي ته ويل شوي وو  چې دقانون په اړوند يو كورس جوړ كړي ٠ په دې ډول يې غوښتل ،چې دښوونكو دسويي كيفيت لوړ كړي اونوي كادرونه وروزي ٠ دښوونكو دروزنې مركز دحبيب الله له خوا جوړ اوپراخ شوى اوسيستماتيك تعليمي نصاب ورته ټاكل شوى و.  انگليسي دپرنسيپ له مخې يوه منل شوې ژبه وه ، چې هلته تدريس كيده.  

              كله چې دښوونكو دروزنې پروگرام تر لاس لاندې ونيول شو،  حكومت دمسلكي ښوونځيو جوړولو ته پام راواړاوه ٠ يو كوچنى ښوونځى دښكلو هنرونو اوصنعت لپاره جوړ شو اوله ۱۹۲۴ كال راهيسي نور خصوصي ښوونځي هم جوړ شول ٠ ددې ښوونځيو په لړ كې يو دبهر نيو ژبو دزده كړې ښوونځى و ٠ (چې دانگريزي ، فرانسوي ، الماني، روسي اوتركي ژبو تدريس په كې كيده ).همدارنگه دتلگرافۍ او دښيښه جوړولو ،ډبرو توږلو ( سنگ تراشۍ) اوحسابدارۍ ښوونځي جوړ شول ٠ دگريگوريان په قول په مجموع كې دا ټول ښوونځي په ډيرو لږو تجهيزاتو اووسايلو باندې سمبال وو اويايي هيڅ وسايل نه درلودل٠

      مير غلام محمد غبار هم دښوونې اوروزنې په برخه كې په دې ډول يادونه كوي: ( داساسي قانون ۶۸ مادې په اساس دلومړنيو ښوونځيو زده كړه اجباري شوه اوپه مركز (كابل ) كې پر حبيبې ليسې سر بيره دامان اواماني دفرانسوي، جرمني اوكورنيو استادانو په وسيله تدريس كيده ٠ دغازي رشديه ، داستقلال رشديه. تلگراف، رسامي، نجاري، معماري ، د ژبو٬كرنې،  عربي دارلعلوم ، دمستوراتو رشديه ، دجلال اباد رشديه ، دكندهار رشديه ، كرنه ٬ دهرات رشديه ، دهرات دارالعلوم ، دمزار شريف رشديه ، دقطغن رشديه ، دپوليسو مكتب ، موزيك ،غالۍ اوبدلو اركيتيكت ، دښځينه تدبير منزل ، طبيه ښوونځى ، مستورات اودهيواد په ټولو ولاياتو كې ۳۲۲ لومړني ښوونځي جوړ شول ٠ تر ۱۹۲۷ كال پورې دلومړنيو ښوونځيو دزده كونكيو شمير يو پنځوسو زرو ته رسيده ) [۸]

      په ۱۹ ۲۸ كال كې يوكالج جوړ شو. ددغه كالج محصلين دڅلورو ثانوي ښوونځيو له فارغانو څخه غوره شول ٠ دوارتان گريگوريان په قول ( كله چې ددغه كالج محصلين غوره شول ،ځينې محصلين بهر ته واستول شول ، چې خپلې نورې زده كړې بشپړې كړې ٠ خو دغه موسسې په خپله زيات دوام ونه كړ . تر ۱۹۲۸ كال پورې دډاكټر تينيبير په قول ، چې وروسته دامانيه ډايركټر و ، په كابل كې نژدې ۱۴ لومړني اومنځني ښوونځي موجود وو او همدارنگه دولاياتو په مركزونو كې هم منځنې ښوونځي جوړ شوي وو.[۹](

       گريگوريان يوې ډيرې په زړه پورې خبرې ته گوته نيسي اوهغه داچې له نوې افغان ښوونيز سيستم څخه دامان الله خان اومحمود طرزي ( چې تر دغه وخته دامير سلاكار و ) هدف لكه څنگه چې معلوميږي دا وچې په افغانستان كې دروښانفكرۍ اوروښانتيا تخم وشيندي ، چې دمودرنيزم او اصلاحاتو له پاره ډير ضروري و ، چې له دې لارې وكړاى شي په افغانستان كې دشاهي ادارې له پاره لازم كادرونه وروزي ٠ امير هڅه كوله ، چې له ښوونې اوروزنې سره دخلكو مخالفت كم كړي. هم دهڅونې اوذهني دفشار له لارې خلك دې كار ته چمتو كړي. نوموړي په عامو محضرونو كې داسې اشتهارونه نصب اواستولي وو ، چې له خلكو يې غوښتي و چې خپل اولادونه ښوونځيو ته واستوي اوټولو دولتي كار كوونكيو ته يې لار ښوونه كړې وه ، چې دخپلو ماشومانو په داخلولو سره نمونه شي اوكه چا سرغړاوي كاوه ، نو يا له كاره گوښه كيدل اويا جريمه كيدل.

      له بلې خوا دواړه لومړنۍ اوعالي زده كړې وړيا وې، لكه چې دمخه يادونه وشوه ، دې اصل ته په لومړني اساسي قانون كې ځاى وركړل شوى و ، پاتې دې نه وي چې دې دود تر وروستو كلونو پورې اوان تر ننه پورې دوام وكړ ٬ ځكه چې د ټولنې اوهيواد يوه جدي اړتيا وه اوده ٠ له بلې خوا ددې لپاره چې زده كوونكي وهڅيږي اوښوونځي ته دوام وركړي ، ماشومانو ته چې په لومړنيو ښوونځيو كې وو ، لږې اندازه پيسې ،لباس اوخواړه هم وركول كيدل ٠ داسې هڅې وشوې چې دولاياتو په ساحو كې ددولت په ملاتړ داولس له خوا ښوونځي رامنځ ته شي چې عصرې مضامين اوتعليمي نصاب ولري ، خو دگريگوريان په قول په دې برخه كې داسې څه مالومات نشته ، چې وښۍ چې دامير اداره څومره په دې برخه كې بريالۍ وه ، خو څه چې څرگند دي ، دادي چې په ټولو داډول ښوونځيو كې عنعنوي تعليم ته ډير ارزښت وركول كيده اوان دمكتب نيمه ورځ په دوديز تعليمي نصاب كې تيريده ٠ په عصري مضامينو كې يوازې دافغانستان جغرافيه اورياضي مضامين تدريس كيدل ٠

      وارتان گريگوريان يادونه كوي چې: ((په عمومي ډول دعصري ښوونې اوروزنې دسيستم پراختيا اغيزه داوه چې دعنعنوي اومدرنو موسسوترمنځ رقابت يې راوپاراوه٠ تراوسه په عمومي توگه باور دادى چې دښوونې او روزنې يواځينى هدف په هره سطحه كې داو چې اسلامي زده كړې پياوړې كړې ٠ عنعنه وي پلويانو هڅه كوله چې په تعليمي نصاب كې دنويو مذهبې مضامينو زياتولو ته دوام وركړي ٠ امان الله خان اودهغه پلويانو زياتې هڅې وكړې ، چې مذهبي موسسات قانع كړي چې مدرنه اوسيكولر ښوونه اوروزنه اواسلام سره رقيبان نه دي اونوي ښوونځي هيڅكله په افغانستان كې داسلام معنويت اوسپيڅلي پيغام ته گواښ نه كوي ٠ نوموړي په ښه توگه په دې پوهيده ، چې له څه ډول ستونزو سره مخ دي ٠ له (دلو ويل توماس) سره په مركه كې دنوموړي څرگندونه ددې خبرې ښه شاهدې وركوي.

      (موږ په ډير شوق سره دښوونې اوروزنې ارزښتونه ژوندي كړل ، خو زما دخلكو له پاره دزده كړې راوړل بايد ډيره ورو پروسه وي ٠ موږ هيله لرو چې خپل پلان په ښه اورښتيني توگه پلى كړو ، نه په ډيره چابكۍ سره ٠ مذهب بايد لاس په لاس زده كړې سره پر مخ ولاړ شي ، له دې پرته به دواړه په كنده كې ولويږي ٠ دا هيواد ډير بډاى اوښه مواد ، ښه خلك اوډير فوق العاده منابع لري ، چې دواړه يې لا تر اوسه نامنكشفه پاتې دي.) ( ۲۴۱-۴)

      ( همدارنگه په تعليمي سياست كې يې ( ددولتمدارۍ لاسبرى ) څرگند و. داسياست په واقعيت كې دامير عبدالرحمان دسياست په اصولو باندې ولاړ و، چې مذهبي ښوونه اوروزنه ددولت تر كنترول لاندې وه ٠: دملايانو لپاره ښوونځي جوړ شول. دملايانو لپاره دهغوۍ درسمي ټاكنو لپاره دمقرراتو اوموازينو دلومړي شرط په توگه اوهمدارنگه په ۱۹۲۸ كې دقضاتو لپاره ښوونځي جوړ شول چې پتيېل شوې وه ، چې په راتلونكې كې دهمدې ښوونځي فارغان كولى شي ، دقاضيانو په توگه غوره شي ٠[۱۰]

      ( په زړه پورې داده چې په افغانستان كې دښوونې او روزنې ريفورم دتركيې په نسبت زيات پام ځانته راواړاوه. هر انقلابي يا اصلاح غوښتونكي رژيم ته دښوونې اوروزنې موسسات دحاكمې پوړۍ دايديو لوژۍ اوافكارو دخپرولو لپاره كليدي اهميت لري. په دې ټولنو كې چې په يوه كورنۍ كې په كې ټولنيز كيدل تر سره كيږي اومطبوعات په كې په عامه افكارو باندې په نفوذ كولو كې لږ رول لري ، نو دښوونځيو په لاس كې درلودل ( چې له مذهبي كنترول څخه ازاد وي ) نو يو ناسيوناليستي عقايدو ته په راجلب اوټولنيز و چارو ته په راكښلو كې دافرادو ،  د روزنې يوازينى امكان دى. دامان الله خان هدف له تعليمي ريفورم څخه دا و، چې دسلطنت دادارې لپاره منوره روښانفكره طبقه ايجاد كړي.[۱۱]

      ( په لويه جرگه كې دملت استازيو دښوونې اوروزنې په برخه كې په عربي ژبه داسلامي علومو دپوهنځي وړانديز كړى و. ځينو نماينده گانو په مدرنه ښوونه اوروزنه انتقاد كاوه. په خاص ډول دنجونو ښوونه اوروزنه يې نه منله ٠ زياتره استازيو له فرانسوي اوجرمني ښوونځيو څخه ملاتړ كاوه ، ځكه چې دبهرنۍ ژبې زده كړه په قران كريم كې نه ده منع شوې ، خو

               

              دنجونو دښوونځي ، په خاص ډول دهغه عالي ښوونځي بايد وتړل شي ٠ )[۱۲]

      مذهبي موسساتو دنورو ښوونيزو پلانونو په وړاندې يوه بله ستونزه هم ايجاد كړه ٠ دمثال په توگه كله چې دكابل د (دارالامان ) دپوهنتون جوړيدل په نظر كې ونيول شول ، دموسساتي نظم دجوړښت له پاره هيڅ تړون يا پريكړې ته ونه رسيدل ، چې ايا دمذهبي اوسكولاستيكي ښووني اومذهبي علومو په خدمت كې وي اوكه دمدرنو علومو مضامين هم ولري. په هر حال دعنعنه پرستو مخالفت له ډيرو څخه يوازې يو شى و ، چې امان الله خان ورسره مخامخ و. افغان مدرنيستانو سخت ملي غرور اوحساسيت رامنځ ته كړ. ان تردې چې اما ن ا لله خان دفرانسوي اوجرمني استادانو سره چې دهيواد دلوړو زده كړو مسوولين ول په جنجال كې پريووت ٠ سره له دې چې پادشاه غوښتل چې مدرنې ښوونې اوروزنې ته پراختيا وركړي اوله ۶ كلنو څخه تر يوولسو پوري یې دماشومانو زده كړې اجباري كړې وې ٠ خو نوموړى دبا تجربه اودلوړو زده كړو لرونكو ښوونكيو له نشتوالي سره مخامخ و ٠ ان تر دې چې كه توانيدلى واى ، چې په سخت دريزه عنعنه پرستانو برى ومومي، بيا هم نوموړي نه شول كولاى چې اجباري ښوونه اوروزنه سيستماتيزه كړي ٠ په عمومي توگه دښوونځيو سهولتونه نامناسب وو، دهيواد په زياترو ولايتونو اوكليو كې ښوونځي نه وو جوړ شوي ٠ امان الله خان يوازې اقتصادي زيرمې نه درلودې ٬ چې خپل پروگرام اجر اكړي اونه ورسره خلكو دزړه له كومې مرسته كوله ٠ په اټكلي توگه تر ۱۹۲۸ كال پورې په افغاني لومړنيو ښوونځيو كې ۴۰۰۰۰ تنه ماشومان شامل شوي وو ٠ غبار دا رقم له پنځو سو زرو پورته څرگندوي ٠ دوه نور گامونه يې هم ډير دپام وړ دي ٬ چې يو بهر ته دافغاني زده كوونكو استول وو ٬ چې ددولت په لگښت ( تر سپانسرشيپ لاندې ) وو اوبل هم دنجونو دښوونځيو پرانيستل وو٠

      يو اساسي دليل چې په هيواد كې يې بيلابيل تقريبا درې تعليمي اوبهرني ژبنيز سيستمونه معرفي كړل دا و ٬ چې امير غوښتل افغاني زده كوونكي دې ته چمتو كړي ٬ چې په بهر كې زده كړې وكړې ٠ په ۱۹۲۱ كال كې هدايت الله خان اونور ۴۴ تنه افغان زده كوونكي چې له لوړې پوړۍ څخه وو ٬ پاريس ته واستول شول اودميكليت په ليسه كې يې زده كړې كولې ٬ چې دفرانسې حكومت ورته ترجمان ټاكلى و ٬ چې له نوي چاپيريال سره يې بلد كړي ٠ په ۱۹۲۲ كال كې نور ۴۴ تنه زده كوونكي بيا اروپا ( جرمني ) ته واستول شول اونور يې تركيې، فارس، سويتزرليند اوانگلستان ته واستول شول ٠ دامان الله خان يو ورور داكسفورد پوهنتون ته ولاړ ٠ امير داسې پلان درلود ٬ چې ټول درې سوه زده كوونكي بهر ته واستوي ٬ خو دا پلان بيا جوت نه شو ٠ ان ددې پروگرام دعملي كيدو لگښت په كال كې ۵۰۰۰۰ پونډه اټكل شوى و.

      دمحافظه كارانو دانتقاد په وړاندې پادشاه  اودمدرنيزم مبارزينو دواړو دغه لگښتونه داسې توجيه كول چې لويديځې اروپا ته دزده كوونكيو استول له دې اسلامي حكم سره برابر دي چې په علم پسې كه چين كې هم وي لاړ شه اوپه دې ډول يې دزده كړې پروسه هڅوله ٠

      كله چې زده كوونكي له هيواد څخه بهر تلل ، نو زيات قيودات پرې وضع كيدل ٠ دمثال په توگه هغوئ اړ وو ، چې دروژې په مياشت كې روژه ونيسي ٠ نور مذهبي مقررات مراعات كړي ٠ كه بهرني زده كوونكي كليسا ته ځي اوهلته انجيل لولي ،نو افغاني زده كوونكي بايد قران ولولي، چې عقيده يې ټينگه پاتې شي٠ همدارنگه په خوراكي شيانو اوڅښاك باندې هم اسلامي پابندي وه ٠ افغان زده كوونكي له ډانس يا نڅاه څخه منع وو اوله غير اخلاقي نندارو څخه هم منع وو ، له ښځو سره له روابطو منع وو. په دغه ډول منع شويو فعاليتونو كې برخه اخيستل ، دافغان حكومت له پاليسۍ سره مغاير بلل كيدل اودمرتكب كوونكي سكالر شيپ قطع اوهيواد ته راغوښتل كيده٠ په دې كار باندې دډاډ له پاره دزده كوونكي دلارښود له خوا پوره رپوټ برابريده اوحكومت ته استول كيده ٠

 ښوونه اوروزنه اودښځو ازادي:

      دعمومي ښوونې اوروزنې په برخه كې دحكومت يو بل اقدام دنجونو زده كړه وه ٠ دغه پروگرام چې په ۱۹۲۱ كال كې دعصمت په نوم پيل شو٠ ( وروسته دغه ښوونځى دملالۍ په نوم ياد شو.) داداولسې زده كړې پروگرام و ، دمنظم تعليمي سيستم كومه برخه نه وه ، بلكې دامير دميرمنې ملكه ثريا اودميرمن محمود طرزي له خوا اداره كيده ٠ دعصمت دپرانيستو په مراسمو كې ملكې وويل:ښځو داسلام په تاريخ كې لوړ مقام درلود ٠ نوموړې هيله څرگنده كړه چې دافغانې ميرمنو ښوونه اوروزنه به په ټولنه كې دهغوۍ ټولنيز موقف نور هم لوړ بوځي اودوى ته به اجازه وركړي ، چې په ټولنه كې گټور رول ولوبوي اوپه دې اساس به دافغاني ټولنې دروغتيا اوخوشحالۍ په برخه كې مرسته وكړي٠

      تر ۱۹۲۸ كال پورې نږدې ۸۰۰ نجونو په كابل كې په ( په امانيه كې په لومړې سر كې څو تنه محدودې ښځې منل شوې وې ) ښوونځيو ته ورتللې ٠ ځينو افغاني ميرمنو په بهر كې يعنې په تركيه، فرانسه اوسويتزرليند كې زده كړه كوله ٠ دغه مهال امان الله خان غوښتل ، چې دنجونو له پاره نور پينځه ښوونځي پرانيزي اوهمدارنگه دهلكانو دتعليمي سيستم په څير دنجونو له پاره هم لومړنى زده كړې اجباري كړې ، خو دپادشاه  په سقوط سره دغه دواړه پروژې په ټپه ودريدې ٠[۱۳]

      غبار ليكي: ( په كابل كې كله چې يوه ورځ ملكې ثريا د نړۍ دښځو دترقۍ اودافغانستان دښځو وروسته پاتې والي په باب خبرې كولې ( جدې ۱۲۹۹) ټولو ښځو وژړل اوپنځوس تنه يې چمتو شوې، چې دښوونې اوروزنې دخدمت له پاره كار وكړي اولومړنۍ ښځينه مدرسه جوړه كړي ٠ ملكه ثريا هم دومره خپه شوه ، چې پخپله يې دپلټونكي دنده په غاړه واخيستله ٠ ) [۱۴]

      دنجونو دښوونې اوروزنې دشرايطو دبرابرولو له پاره دامان ا لله خان هڅې دهغه دعمومي هڅو يوه عمده برخه وه ، چې هغه غوښتل دښځو حالت ته مثبت بدلون وركړي. په هغه وخت كې ښځو ته څو حقونه وركړل شول اويو څو زاړه دودونه منع اعلان شول ٠ دغه هڅې دنن ورځې دبشري حقونوپه مقياس ستر گام دى ، چې په هغه وخت كې اوچت شوى دى٠ له هغې جملې څخه په هغو شرايطو كې په ماشومتوب كې واده كول عام وو ٠ دميراث قوانين ډير غير عادلانه وو. كونډو قانوني حق نه درلود، چې دميړه دمال واك ولري ٠ ان دكونډې ماشوم هم په اسارت كې و. په عام محضر كې دمخ پټول په جدي توگه په پام كې نيول كيدل ٠ امان الله خان پريكړه كړې وه ، چې دا وضعيت اصلاح كړي. نوموړي دښځينه جنس دودې اوپر مختگ لپاره داسلام داصولو په اساس غوښتنه كوله ،همدارنگه په دې پروسه كې هغه سلاكارانو ډير گامونه اوچت كړل.

      په ۱۹۲۱ كال كې دكورنۍ په نوم يو ډير مهم قانوني اقدام ترسره شو اوهغه داچې دواده اونامزادۍ تر نامه لاندې مقرره تر لاس لاندې ونيول شوه ٠پخوا دامير عبدالرحمان اوامير حبيب الله خان له خوا هم ځينې اقدامات شوي وو ، خو دامان الله خان اقدامات ستر اوهر اړخيز وو. په ماشومتوب كې واده كول اوله نږدې اقاربو سره واده كول ، داسلام له اصولو څخه مغاير وگڼل شو ل ٠ په نوې مصارفوكې ونډه دميړه داقاربو له سلطې څخه ازاده وبلل شوه ٠ نوموړې دخپل پلار مثال تعقيب كړ ، دواده په مراسمو كې په لگښت لكه ولور سخته پابندي ولگيده ٠

       دغه راز يې دښځې حق دواده په برخه كې داپيل يا استيناف لپاره په محكمه كې تثبيت كړ ، چې كه چيرې ميړه په اسلامي اصولو باندې پابند نه وي ،دخپل حق غوښتنه كولى شي ٠

      گريگوريان يادونه كوي چې يوې منبع رپوټ وركړ ، چې د۱۹۲۴ كال په پاى كې افغاني نجونو ته حق وركړ شو چې پخپله ميړه غوره كولى شي ، دې كار عنعنه پرستان سخت په قهر كړل ٠ امان الله خان دښځو دشعور دبيدارۍ اودهغو ې دخبرتيا دلوړتيا په خاطر لومړنۍ ښځينه مجله د(( ارشاد النسوان )) په نوم خپره كړه ٠ دغه مجله په خاصه توگه دمحمود طرزي له خوا اډيت اوكښل كيدله اودټايپ چارې يې په ښه توگه سمباليدلې ٠ په دې مجله كې ځينې ستونزې اوپروبلمونه مطرح كيدل ٠ ښځو ورته مقالي ليكلې ٠ څو افغان ميرمنو نورو خپرونو ته په اسلام كې دښځو درول په باب مقالې وركولې اوچاپيدلې ٠ په (( آيينه عرفان )) كې دافغان دازادۍ په جگړه كې دښځو قربانيو په اړوند يوه نمونه مقاله په هغه وخت كې خپره شوه ٠ همدارنگه په دغو خپرونو كې دښځو دحقوقوپه اړوند ځينې مقالې اومطالب خپريدل٠په مصر كې دښځو دترقۍ په اړوند اوپه اروپا كې دښځو درول په اړوند مطالب چاپيدل ٠ په كابل كې هغه مهال ډير لږ شمير ميرمنې مخ لوڅې بريښيدلې ٠ تركي ميرمنې ، چې مدرن لباس يې اغوست اوچادرې يې بنده كړې وه ، دافغان ميرمنو دهڅونې سبب شولې ٠ البته په دې برخه كې دامان الله خان كلك ملاتړ و ، چې عقيده يې درلوده: (۰ دنوي راتلونكې افغانستان دجوړښت دملاتير به دښځو ازادي وي ٠ ) [۱۵]

      نوموړي ځينې گامونه له اټكل پرته پورته كړل ، يو وار دښځو يوې غونډې ته حاضر شو اوهغوۍ يې دې ته وهڅولې ، چې دفيمينيزم له پاره كار وكړي ٠ افغاني مطبوعاتو دجنگ دڅانگې په گډون دازادۍ په دې كمپاين كې برخه واخيسته ٠ د۱۹۲۸ كال په هغه وروستۍ مياشت كې ، چې دولت سقوط كوي امان الله خان دپردې اوچادرۍ په وړاندې ( چې نيمايي افغان اولس يې پټ ساتلى و ) اقدام وكړ ٠ دهغه اودملكې ثريا داقداماتو په نتيجه كې نږدې سلو تنو ښځو د۱۹۲۸ كال داكتوبر پورې چادرۍ ليرې كړې ٠ دوه نورې عادې پيښې هم ديادونو وړ دي ، يو دا چې په ۱۹۲۷ كال كې انيس يو ستون خپراوه ، چې دكورنيو خوشحالي نوميده اوبل داچې په وروستي وخت كې دپراشوت په وسيله څو تنه افغان ميرمنې له الوتكې څخه دكابل له پاسه راكښته شوې ٠

      ( دامان الله خان ه دوره كې دواده قانون يا دنكاح نظامنامه تدوين شوه ، چې ديوې ښځې لرل يې هڅول اود دويمې ښځې لپاره يې قيد اوماليه ټاكلې وه ٠ دنكاح نامې لرل يې دواده لومړنى شرط باله ، چې دا مسايل له اسلامي قانون سره دومره هماهنگ نه وو٠ ) [۱۶]

      دامان الله خان ادارې دمطبوعاتو اوخپرونو په برخه كې بې سارى كاروكړ ، په دې دوره كې سراج الاخبار په امان افغان بدل شو اودنيمه رسمي ورځپاڼې په توگه يې خپرونې پيل كړې ٠ دغه راز نورې جريدې لكه: اتحاد مشرقي په جلالاباد كې ، فرياد ،اتفاق اسلام ،بيدار اواتحاد اسلام په مزارشريف كې اتحاد بغلان په بغلان كې ، اتحاد خان اباد په قطغن كې ، طلوع افغان په كندهار كې ، ستاره افغان په كوهستان كې ، په خپرونو پيل وكړ٠ دغه راز په كابل كې ديوې موقوته خپرونې دحقيقت په نوم اودريمې دانيس په نوم په خپرونو پيل وكړ اوڅلور كاله وروسته يې په پښتو خپرونې پيل كړې ٠لكه: ثروت ، ايينه عرفان ، اردو ، اقتصاد ، ښوونې اوروزنې اونورې ٠٠٠ گريگوريان دهغه وخت دافغان ليكوالو په باب ليكې:

      (( په هغه دوره كې افغان ليكوالو په دريو اساسي استقامتونو كې مبارزه كوله ،چې زيات دسراج الاخبار له كړيو څخه اغيزمن وو ، يعنې ازادي ، ناسيوناليزم اوددې ټولو په سر كې مودرنايزيشن ۔پر ناسيو ناليزم باندې فشار ددې له پاره و ،چې له مذهبي اوقومي اختلافاتو څخه ملي يو والى لوړ وښۍ ، دوى ملت له يوې كورنۍ سره پرتله كاوه ، دغه يووالى ديو لړ مواريثو اوروابطو په اساس و ، لكه: خاوره ، اقليم  اودژوند طرز ٠ دملي وحدت مفهوم ديوې مذهبي دندې په توگه ، ديوه منلي مضمون په توگه  پرځاى پاتې و ، اودا په دې مفهوم سره واضح كيده ، چې شكر دى په ملي يو والې سره افغانانو پر بريتانيا برى ومونده · دسراج الاخبار داښه دود تعقيب كيده ٠ افغان ژورنالستانو دسيانس اوزده كړې ستاينه كوله ٠: يووالى له پوهې نه پرته داسې دى لكه ماشين بې له تيلو ٠ يوازې دپوهې په وسيله مسلمانان كولى شي چې پر خپل ځان ډاد پيدا كړي ٠ په موجوده ناخوښۍ برى حاصل كړي اوتير شوي وخت جبران اودتمدن له سطحې اوترقۍ نه ملت خوند واخلي ٠ )) [۱۷]

      امان الله خان ددې په څنگ كې يو لړ نور گټوركارونه هم وكړل ، په پغمان كې يې يو سر خلاصى تياتر پرانيست ، اودلومړي ځل له پاره يې د(اندلس فتح ) په نوم ننداره وښوده ٠ دفرانسې له دولت سره يې په ۱۹۲۲ كال كې يو فرهنگي تړون لاس ليك كړ  چې فرانسوي اركيالوجستان راغلل اوكيندنې يې پيل كړې ٠ په كابل كې يې ديو موزيم دجوړولو تكل وكړ ٠

      ( يو مشورتي مجلس چې ددولت شورا نوميده ، داساسي قانون چې دنظامنامې په نوم ياديده، دتسويد دنده په غاړه واخيسته٠ ددغه اساسي قانون وضع په دوه اصلو متكي وه: يو اسلامي قوانين اودويم افغاني ارزښتونه ٠

      ددولت شورا دمسلكي كميټې په وسيله جوړه شوه ، چې داسلامي شريعت له علماوو متشكله وه اودتميز دهيات له خوا ورسره مرسته كيدله ٠ په ولاياتو كې دشورا مجلسونه جوړ شول ، چې محلي حكومتونو ته په محلي اواداري مسايلو كې مشوره وركړي ٠ دولاياتو امران يې بې قانونۍ اوخلاف رفتاريو ته متوجه كړل ٠ همدارنگه امان الله خان يوه تثبيت شوې عنعنوي پروژه يعنې لويه جرگې جوړيدل اعلان كړل ٠ ) [۱۸]

      امان الله خان په حقيقت كې دغه عنعنوي لويه جرگه په يوه نوي ،مدرنه اواغيزمنه موسسه بدله كړه ،چې هم قانون جوړوونكې وه اوهم دهيواد په كچه دسترو مسايلو په اړه دوروستيو پريكړو دواك لرونكې وه ٠

             ۳- عصري روغتيا پالنه اودملي توءاميت اوټينگښت نور توكي

      غازي امان الله خان په دې خبره ښه پوهيده ، چې ديو واحد اومتمركز دولت دايجاد لپاره اوديو هوسا اوبسيا ټولنې دجوړيدو له پاره مدرن طبابت اوعامه روغتيا اساسي شرطونه دي٠ دغه راز مواصلات يعنې تيليفون اوتيليگراف ، ليارې اوسړكونه اومخابراتو ته ډيره جدي اړه ده ٠ نوموړې په همدې هيله څو تنه تركي اوالماني داكتران دكابل روغتون ته راوبلل ، دحبيب الله ماڼۍ يې دنرې رنځ په سناتوريم بدله كړه٠ دپغمان ميوه لرونكو ته امر وشو ، چې دميوې دساتلو په موخه  دملاريا دماشو دمخنيوي لپاره بايد له جاليو كار واخيستل شي ٠ گريگوريان وايي ، چې دا معلومه نه ده چې دا د ملاريا پر ضد دكمپاين لپاره وه اوكه بل څه خو دزابرونو كيندلو دوام وكړ ٠ امان الله خان هڅه وكړه ، چې روغتيايي خدمات ددولت تر كنترول لاندې راولي اوبې سواده حكيمانو چې به درمل اونسخه وركوله هغه يې بند كړل ، بلكې هغوئ ته اجازه نامې وركړل شوې ٬ كه چا به څه خلاف رفتاري وكړه ، جريمه اواجازه نامه ترې اخيستل كيده.

      په ۱۹۲۳ او ۲۴ كال كې دجرمني يوې روغتيايي ډلې په كابل كې دوه روغتونونه، يو دښځو اوبل دنارينه وو لپاره پرانيستل ٠

      امان الله خان دتيليفون اوتلگراف سيستم پراخه كړ ٠ له شوروي اتحاد نه يې دټيليفون اوټيليگراف وسايل وارد كړل ٠همدارنگه يو لړ وسايل له بريتانيا څخه وارد شول ٠ دكابل اوپيښور ترمنځ دتلگراف سيستم فعال شو ٠ خو دپوست اوتلگراف سيستم ځكه په ابتدايي حالت كې پاتې شو ، چې لويې لارې جوړې اوترميم نه شوې ٠ كله چې په ۱۹۲۷ كال كې افغانستان په نړيواله پوستې اتحاديه كې داخل شو ، امان الله خان فرانسوي انجنيران را وغوښتل ،چې دپوست ، ټيليفون اوټلگراف سيستم معرفي كړي ، خو كورني اغتشاش دغه كارونه په ۱۹۲۸ كال كې په ټپه ودرول ٠

      په ۱۹۲۹ كال كې دراډيو افغانستان لومړنى ستيشن جوړ شو ٠ دولت دلومړي وار لپاره له روسيي نه ۵ الوتكې واخيستې ،چې له جرمني اوانگلستان څخه يې هم په ۱۹۲۴ كې رانيولي وې ٠ روسيي الوتكې روسي پيلوټانو جگولې ،وروسته افغاني پيلوټان وروزل شول اوتر ۱۹۲۸ كال پورې دكابل اومنځنۍ اسيا اوكابل اوكندهار ترمنځ الوتنې وشوې ٠ (( د۱۳۰۷ كال په ثور كې كله چې پادشاه په روسيه كې و ، حكم يې وكړ چې دحرب وزارت الوتكې كابل ته ولاړې شي ،نو دثور په ۲۱ ديكشنبې په ورځ دوه ډلې الوتكې ديوه تركمن په نوم دكابل هوايي ميدان ته راغلې ٬ يوه الوتكه دنابلدۍ له امله په جلال ا باد اوبله په كرمه كې كښيناستله اوپه ۲۵ تاريخ كابل ته راغلې ٠ )[۱۹]

      كله چې شاه امان الله كابل ته راغى ، وى ويل: هغه الوتكې چې تر اوسه رارسيدلي اونورې رارسيږي ، دتوريد شويو الوتكو نمونې دي ٠ په راتلونكې كې به موږ لويي مسافر وړونكې الوتكې واخلو ، ځكه چې لوى ميدانونه ، نه لرو ٠٠ دسږكال ترمني پورې به ټولې شپيته الوتكې ولرو ٠ )[۲۰]                                                                                                                  

      دكابل اوافغاني تركستان ، جلال اباد –كابل اودپيښور دلارو پر سر دهوټلونو جوړولو امر وشو ٠ دگاډي دسيستم د فعالولو لپاره هم گامونه واخيستل شول ٠ قطغن كې داستوگنو دانتقال په برخه كې اصولنامه جوړه شوه ٠

      امان الله خان ديوې قانونې ادارې دجوړولو لپاره دروزل شويو اوعصري كادرونو له كمښت سره په ستونزه كې و ، خو دټولنيزژوند دقانوني كولو لپاره يې زيات كارونه ترسره كړل ٠دنوموړي دقانوني گرځولو دكار يوه ستره بريا دلويو جرگو جوړول اوداساسي قانون تصويب و٠

۴-په ټولنيز ژوند كې دقانونيت رامنځ ته كيدل:

      دامان الله خان ددورې يوه ډيره مهمه بريا په ۱۹۲۳ كال كې دلويي جرگې په وسيله داساسي قانون تصويب و٠ اساسي قانون تصريح كړه ٬ چې:

       ټول هغه افراد چې په افغانستان كې اوسي ،له  ديني ،مذهبي توپير پرته دافغانستان اتباع دي٠ (۸ماده )ټول اتباع دافغانستان په ديني ،مذهبي چارو كې ددولت په سياسي نظامونو كې پابند دي اودخپلو شخصي حقونو خاوندان دي ٠

      ۹ ماده: په افغانستان كې اسارت برده گي ، بالكل ممنوع ده ٠ بيگار يا اجباري كار منع شو ٠ شكنجه اوازار رسو ل منع شول٠دامان الله خان په دوره كې دټولنې مدرنيزه كولو په برخه كې داساسې قانون په خوا كې ډېرې نظامنامې تصويب شوې  چې ديو څو نومونه دادي:

۱.په۱۹۲۱ كال كې دمالياتو اصول نامه ٠

۲. دكابل په ششكروهي اوشاوخوا له پاره دمالياتو دحصول اصولنامه ٠

۳.دللمي ځمكو دمالياتو اصولنامه ٠

۴.دڅارويو په باره كې دمالياتو اصولنامه ٠

۵.ددولتي ځمكو دپلورلو په برخه كې اصولنامه ۱۹۲۴-۱۹۲۵

۶.دكرنې دكاركوونكيو اصولنامه [۲۱]

      دپوځي اواقتصادي اصلاحاتو په برخه كې پادشاه  هڅه وكړه ، چې په هيواد كې يوه پياوړې عصري اردو ايجاد كړي ٠ نوموړې ديو ې حربي فابريكې پلان هم طرح كړ اوپه دې اړوند يې له جرمني سره تړون لاسليك كړ ٠ نوموړي غوښتل ، چې په اتو فرقو كې يوه عصري اردو جوړه كړي ٠

      په اقتصادي برخه كې يې هم زيات دپاملرنې وړ كارونه وكړل ٠ ديولړ كارخانو دجوړولو اقدام يې وكړ لكه د صابون اوگوگرد اونور ٠ دټكس اومالياتو په برخه كې يې هم يولړ اقدامات وكړل خو څرنگه چې يومنظم اقتصادي پلان نه وو ، نو ډير ژر دغه كارونه له سقوط سره مخامخ شول ٠

      په لنډه توگه ويلی شو ، چې امانيه نهضت له مدرنيزم اونويوالي سره مترادفه معنا لري ۔ که څه هم په افغانستان کې دمدرنيزم اوعصري ژوندانه دپيل له پاره هلې ځلې ان له مخه پيل شوې وې ، خو په عملي اوسازمان لرونکي توگه دامان الله خان غازي له واکمنيدو سره پيل شوې ۔ اته – نه کاله داولسونو په تاريخ کې زيات واټن نه دی ، خو ددې نهضت په بري اوهلو ځلو سره ډير څه افغاني ټولنې ته ورڅرگند شول ۔ ان تر دې چې ويلې شو چې دمعاصر مدنيت ټول موجود عناصر په امانيه دور کې افغانې ټولنې ته ورڅرگند شول ۔ له هغې جملې، عصري ښوونه اوروزنه ، دقانون حاکميت ، مواصلات ، ټيليفون اوتلگراف ، راديوي خپرونې ، مطبوعات اوپه مجموع کې دسياسي استقلال دپخوالي اوداقتصادي ، فرهنگي خپلواکۍ دترلاسه کولو لپاره هڅې ۔

      سره له دې چې دغازي امان الله خان ذهن ديوه خپلواکي غوښتونکي ، مشروطه غوښتونکي اوديموکرات پادشاه ذهن و ۔ هغه دوخت له حالاتو اوشرايطو څخه  خبر و ، چې په هغې کې دلومړۍ نړيوالې جگړې پيښې ، دجاپان خپلواکي ، دترکي اومصر دپرمختگونو اغيزه ، پان اسلاميزم  اوپخپله دنوموړي دخسر محمود بيگ طرزي لارښوونې ، داستعمار پر ضد دافغانستان دخلکو ژوره کرکه ، ټول دی حرکت ته په لورې ورکولو کې اغيزمن وو ۔

      سره له دې چې شاه امان الله خان دافغانستان دبهرني سياست په برخه کې دبيلانس ساتل له پامه نه غورځول ، دغه راز يې دټولنې له محافظه کارو اومتعصبو قوتونو سره په احتياط چلند کاوه ، خو استعمار دغه جريان په خپله گټه نه ليده ، ځکه خو په تنکۍ خوانئ کې خپه اوله منځه ولاړ ۔

              دماخذونو فهرست:

۱۔غبار ٬ميرغلام محمد ٬ افغانستان درمسير تاريخ ۔ کابل: دولتي مطبعه ۔ کابل ٬ افغانستان ۔

۲.جهانبگلو٬رامين۔ مدرنيته ٬ديموکراسي وروشنفکران ٬ چاپ دوم نشر مرکز ٬ تهران ۔

              ۳٫ Dupree, Louis , Afghanistan (Second printing Princeton. New Jersey: 1978.

              ۴٫ Gregorian, Vartan. The emergence of modern Afghanistan. 9politic Reform and Modernization, (1880-1946).Stanford University Press, Stanford California: 1969.

۵.لودويک ادمک (ترجمه پوهاند فاضل صاحبزاده ) روابط خارجي افغانستان درنيمه اول قرن بيست ۔ کانون ترجمه اثار جهاد افغان:۱۳۷۱

۶۔استاويلسن ٬ اسلام وسياست درافغانستان ۔ (مترجم خليل الله زمرد ) دنمارک: ۱۹۹۹ ميلادي ۔

۷.وکيلي ٬ پوپلزايي ۔ عزيز الدين ۔ سفرهای غازي امان الله شاه ۔۔ مرکز نشراتي ميوند ٬ پيښور: ۱۳۷۹

۸.تاريخ معاصر افغانستان از استرداد استقلال تا انقلاب ثور کابل: بيهقي، سال ۱۳۶۲

 

 



[۱] غبار،مير غلام محمد ·افغانستان درمسير تاريخ·كابل:دولتي مطبعه · كال  مخ ۷۵۲

[۲] جهانبگلو،رامين·مدرنيته،ديموكراسي وروشنفكران·چاپ دوم ·نشر مركز·تهران·ص۲۹

[۳] Dupree, Louis , Afghanistan (Second printing Princeton. New Jersey: 1978.p441

[۴] Dupree, Louis , Afghanistan (Second printing Princeton. New Jersey: 1978.p 441

[۵] Dupree, Louis , Afghanistan (Second printing Princeton

New Jersey: 1978.p 442

[۶].  Dupree 422

[۷] Gregorian, Vartan. The emergence of modern Afghanistan. 9politic Reform and Modernization, (1880-1946).Stanford University Press, Stanford California: 196 p239

[۸] غبار  ۷۹۳مخ

[۹] Gregorian, Vartan. The emergence of modern Afghanistan. 9politic Reform and Modernization, (1880-1946).Stanford University Press, Stanford California: 196 p.240

[۱۰] لودويک ادمک (ترجمه پوهاند فاضل صاحبزاده ) روابط خارجي افغانستان درنيمه اول قرن بيست ۔ کانون ترجمه اثار جهاد افغان:۱۳۷۱ ۱۲۶مخ

 

[۱۱] . استاويلسن ٬ اسلام وسياست درافغانستان ۔ (مترجم خليل الله زمرد ) دنمارک: ۱۹۹۹ ميلادي۱۲۷مخ

[۱۲] لويك ادمك ۱۲۱مخ

[۱۳] Gregorian  ۲۴۳

[۱۴] غبار ۷۹٠

[۱۵] Gregorian 244

[۱۶] لويك ادمك ۱۲٠

[۱۷] Gregorian 245

[۱۸] لويك ادمك ۱۱۷

[۱۹] وكيلي ،پوپلزايي · عزيز الدين· سفرهای غازي امان الله خان · مركز نشراتي ميوند · پيښور·كال ۱۳۷۹ مخ ۲۵٠

[۲۰] همدا اثر  ۲۵۲

[۲۱] تاريخ معاصر افغانستان·از استرداد استقلال تا انقلاب ثور ،كابل · بيهقي· سال ۱۳۶۲ ص۲۶

Zeen is a next generation WordPress theme. It’s powerful, beautifully designed and comes with everything you need to engage your visitors and increase conversions.